fbpx
سړوبن کاکړ سیمه او افغانستان لیدلوري مقالې نړۍ

د امریکې او ملایانؤ یارانه

لیکوال سرؤبن کاکړ

که موږ دؤیم جهاني جنګ پېش د اسیا او افریکې نکشه راواخلو نو و به ګؤرو چي پرته له افغانیستانه او تورکيې نؤر ټؤل موسلمانان د برتانیې، فرانسې او ځینؤ نؤرؤ اوروپايي نیواکګرؤ تر ولکې لاندي ول.

بیا چي کله نیواکګر په خپلؤ منځؤ کې پرله ګنده سول او له برکته یې زیات شمېر اولسونه ازاد او خپلواک سول، ورپسې د شؤروي او چیني اووښتون له برکته د اسیا او افریکې په اولسونؤ کې د ازاد سؤچ بېلابېل مشران راپیدا سول او د سړې جګړې په ترڅ کې یې دومره د ساه اخیستلؤ وخت پیدا کؤ چي څه ناڅه ۶۰ یا ۷۰ کاله یې یو نه یو ډول ازادي وساتله.

خو کله چي شؤروي د خپلې زېروې (زوال) په پای کې پر افغانیستان باندي هیڅ بې هیڅه یرغل وکؤ او ډېر ژر دړې وړې سؤ، او چین بیا له امریکې سره یوراز جؤړجاړي ته ورسېدؤ نؤ امریکې او یارانؤ یې یو ځل بیا د اسیا او افریکې پخوانیؤ ولکؤ د بیا نیولؤ لپاره خپلې پرؤژې پیل کړې.

په دغؤ پروږؤ کې تر ټؤلؤ زړرَور رؤل د هغؤ ملایانؤ ؤ چي په لندن، پاریس، واشینګټن یا نؤرؤ لوېدیځؤ پلازمېنؤ کې میشته ول او له هغه ځایه یې په خپلؤ هیوادونؤ کې مدرسې، ښؤوَنځي، یا د بسپنې کارونه کول. د بېلګې په تؤګه دَ میسر ملاسید کوتب،  دَ ایران ملا خومیني، د پاکیستان ملا تاهیرالکادري، د تورکيې ملا فتهولا او داسي نؤر بېشماره ملایان.

د بیانېواک نوې تجربه هم لومړی په افغانیستان کې د نوي اووښتون او نوي پرمختګ دَ مخنیوي لپاره  د مجاهیدینؤ په بڼه ترسره شوه چي لا نن هم ښه په درب روانه ده.

بیا په ایران کې کله چي رزاشاه د اولسي اووښتون مخنیوی نه سؤ کولای نؤ یې ملاخومیني له پاریسه ورته راوستلؤ.

بیا ملایانؤ د سدام په راپرځولؤ کې د امریکې مرسته وکوله. ورپسې کزافي ورته رانسکؤر کؤ. په همدې وخت کې یې یمن ورته لېزمه کؤ. بیا یې تیونس کې اوښتون غلا کؤ. او هم یې یو ځل بیا په میسر کې ۳۰ کاله پخوا د ایران لؤبه ترسره کړه او دَ ځوان کول اولسي اووښتون مخه یې د ملایانؤ او جرنېلانؤ په ګډه مرسته خورا په بریالیتؤب ډب کړه. او اخرینی هیواد سوریه دی چي  که نن وي یا سبا د ملاجان په مرسته به ډېر ژر د لوېدیځ نیواک اډې هلته هم جؤړې سي.

په سوودي اربیستان، کتر، امارات، کووېت، امان، اوردن او بهرین کې خو لا پخوا ملادؤسته خلک واکمن ول او د امریکې ښې اډې هم پکې شته او خورا ډېر ملایان او مدرسې او جوماتونه پکې اباد دي. نؤ ځکه خو هلته هیڅؤک جهاد هم نه کوي.

له نن څخه ۵۰ کاله پخوا په نړئ کې هیڅ “ایسلامي جمهوریت” نه ؤ. نن دَ پاکیستان، ایران، افغانیستان، ایراک ایسلامي جمهوریتونه او په څنګ کې د اربي شیخانؤ ایسلامي دولتونه ټؤل د امریکې/اوروپا او ملایانؤ په ګډه مرسته جؤړ سوي دي. په دغؤ ټؤلؤ کې اوس د امریکې پاخه لنګرکؤټونه اباد دي.

نادربه لا دا ده چي ترڅؤ په یوه ایسلامي هیواد کې د امریکې لنګرکؤټ نه وي جؤړ سوی نؤ هلته سخت “جیهاد” روان وي. لؤر له لؤره د ملایانؤ او موفتیانؤ فتواګانې راځي. خو څرنګه چي د امریکې لنګرکؤټ په یوه هیواد کې اباد سي بیا دَ رؤغې جؤړې خبرې پیل سي او ډېر په تېزئ “جیهاد” پای ته ورسیږي.

دَ نیل له ساهیله رانیولې بیا د کاشغر تر څوکؤ پوري چي موږ په ایسلامي هیوادنؤ کې روان هړودوړ او امریکې د لنګرکؤټونؤ شمېر ته ګؤرو نو دا پایله ترلاسه کوو چي د ملاجان او نیواګر یارانه ډېره پخه مګر ډېره پېچلې ده چي په اسانه یې د ساده اولسونو پؤهه او ماغزه یې نه شي شنلای.