fbpx
سړوبن کاکړ مقالې

ملاجان او کاکا سام

لیکوال سرؤبن کاکړ

له مراکشه تر کاشغره، له کفکازه تر یمنه

هرې خوا ته جنګ دﺉ، بلوا ګانې ، ځانمرګۍ دي، چاودنې دي

بېلابېل کامونه دي، بېلابېل یې تاریخونه دي، جلاجلا یې هیوادونه دي، رنګارنګ یې دؤدونه دستورونه دي

خو په دې ټؤلؤ کې بس، تنها یو ملاجان دﺉ چي د مرګ سوداګري کړي، پر اؤر باندي تېل پاشي کړي، رؤزنه دَ مرګي کوي، له کاکا سام سره یاري کوي، دَ پرنګ وفاداري کوي، نؤر دَ هرچا دوښمني کوي.

راشه که یې ګورې لنداره کابل او کندهار کې، بیا ورشه تماشې له ملاکنډ وزیریستان ته. لږ ورتېر شه بیا کشمیر ته چي ښکاره شي، د ګوزار لپاره ناست دﺉ په کاشغر او تورکیستان کې. هم د اور او لوګی لوبه خوښوي تاجییکیستان کې. اوس غواړي په اؤر کې لوغړنه فرغانه، چي راشي الکایده، د تحریر ګوند مېلمانه، دلته مېشت شي ښه پاخه. تالا ترغه چیچن شي، ټؤل کفکاز لانجمن شي، که باشکر وي، که تاتار دي، دوی ټؤله تارپتار شي، داسي ګډ مرګ ناتار شي.

دَ دجلې او د فورات اوبه یې سرې کړې، پر لېبیا یې د مرګ تورې څادرې راخورې کړې، پر یمن یې ډرون الوتکې مېلمنې کړې، اوس یې د وینو بازار تؤ دﺉ په سوریه کې، هم دا کیسه روانه سومالیه کې، په سوډان او افریکه کې، اوس مالي ته “جهاد” ور رسېدلی، نایجریا ته غځېدلی. د ملا  او کاکا سام لښکرې رسېدلي اوس خلیج ته،  په میسر او تیونس کې اوس دَ “وروڼؤ” واکمني ده، پر اوردَن یې راروانه باچهي ده، پر غزې د پلستین هم د حماس ملاواکي ده.

وايي اوس پر تورکیه، د ملا ټینګه ده ولکه، که یې څه هم ږیرې نسته، لري پاکه  درېشي، او تړي هم نیکټايي. ګل او اوردګان اوس د دوی دواړه مشران.  چي د ګل پر ځای راشي ګولن، نؤ ټؤل تورکان به کړي غولن، کمال به بې کمال شي چي شي جوړه ایسلامي، خیراتونه زکاتونه به ښه ډېر شي هم به یې ژبه قراني.

د دې سترې چار لپاره،

د سام کاکا اډه کې، د کتر جزیره کې، سي اېن اېن الجزیره کې، ډېر ملایان دي راټؤل سوي، تالیبان ورته راغلي، لوی شېخان ورته راغلي، لوېدیځیان ورته راغلي. دَ دوی ټؤلؤ دا سلا ده، دا نړﺉ د امریکا ده، بله هره لار ختا ده. که څؤک مني یا نه مني، ملایان جهاد کوي، پاکیستان یې دﺉ ملګری هم یې مله ده سعودي، هر څؤک دې ومني دَ سام باچهي، کنې بیا به خاورې خوري که ګوزا دَ اوساما یا اوباما چېري وخوري پر تندي!!!