fbpx
سړوبن کاکړ سیمه او افغانستان کوزه پښتونخوا مقالې

موږ ولي امریکې ته اډې ورکوو؟

لیکوال سرؤبن کاکړ

امریکې به ویل چي ځکه یې پر افغانیستان یرغل کړی ؤ چي دلته ترهګرؤ اډه او ځالې جؤړې کړې وې. خو اوس د ترهګرؤ اډې په افغانیستان کې نه بلکې د پنجاب په اډؤ کې دي. له بین لادین رانیولې بیا تر زواهري، راکټیار، ملااومر، هکاني او نؤر بلابتر خو ټؤل د جنرال کیاني او همیدګول مېلمانه دي.

کله کله امریکایان د جهان د غولولؤ لپاره هلته هم دَ مرګیالي تالیب پر ځای ځايي وزیر مسید د ډرؤن الوتکؤ په بریدونؤ کې له هسکه ووژني. له کښې پرمځکه باندي بیا مرګیالي تالیبان راسي پاته کلیوال پسې ووژني او یوڅؤ خوار خاسه داران ووژل شي او سمدستي پنجاب نارې سورې کي چي ازبری خدای زما خو نن اؤز سپاهیان ووژل شول او پرون مي اؤز.

امریکه یې له اسمانه وژني، مرګیالی تالیب یې په غره او سمه کې په ځانمرګي، خښتکمرګي او غره مرګي بریدونؤ او پنجاب پوځ بیا پښتانه په نؤرؤ نؤرؤ بهانؤ وژني او خپلې موخؤ ته رسیږي.

امريکې به ویل چي ترهګرؤ مرګیالیؤ تالیبانؤ ته به ماتيې ورکوي، مګر امریکې دا ۱۲ کاله د مرګیالي تالیب پرځای هر وخت پر هدیرؤ، جوماتونؤ، جنازؤ، هوجرؤ او ورواوؤ او ودونؤ بمبارئ کړې دي او اولسي وګړي یې وژلي دي.

کله چي پر کونړ باندي د پنجاب توغندي راوَریږي نو هم امریکه چوپ ناسته وي.

که پر ګوښته تؤر پنجابئ خیمه ووهي نؤ هم امریکه افغان اولسمشر ته په بروکسل کې ګواښیږي چي د پنجاب دا غوښتنه ومنه او دا یې ومنه.

امریکه افغان اوردو ته ټانګ او الوتکه ځکه نه ورکوي چي بیا به دَ پنجاب پوځ ته غاښماتونکی ځواب ورکي. د نن خبر دئ چي افغان دولت پريکړه کړې ده چي هغه پخواني ټانکونه او نؤرې وسلې بېرته کوشېروي او ورغوي چي د ډاکټر نجیب له وخته راپاته دي او ډي ډي ار شوې دي. او هم به په راتلونکې کې له هیند او نؤرؤ هیوادونؤ درستې او وسلې واخلي.

امریکه وايي افغانیستان دي تؤره کرښه له پنجاب سره ومني.

امریکه د افغانیستان د سولې هسکینه جرګه نه پرېږدي چي په خپل کار کې بریالئ شي.

هر هغه تالیب مشر چي سولې ته تیار شي نؤ امریکه یې ووژني او یا یې ونیسي او د پنجاب په زیندان کې یې واچوي.

د امریکې رسنیؤ زموږ په اولسمشر پسې په سخته بې شرمئ پروپېګنډه پيل کړې ده.

امریکه په افغانیستان کې د چین، هیند او نؤرؤ هیوادونؤ د پانګونې مخنیوی کوي چي د افغانیستان بیارغونه و نه شي او دا هیواد په ځان بسیا نه شي.

نؤ پوښتنه دا ده چي امریکه نه ترهګر مرګیالی ورکول او ماتول غواړي، نه پنجاب ته څه وايي، بلکې اپوټه یې ملګرتیا لا هم  کوي، او ورسره ورسره افغان وژنه او پر افغان خاوره باندي جګړه او ترهګري همداسي روانه ساتل غواړي، نؤ بیا له افغانیستانه اډې د څه لپاره غواړي؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

او که امریکه اډې غواړي خو غواړي به یې، موږ یې څه له ورکوو؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

ایا هغه وخت نه دئ رارسېدلی چي موږ امریکې ته غوڅ ځواب ورکو؟؟؟

که امریکه وَوځي نو بیا خو به مرګیالی ملا هم نؤره د جنګ پلمه نه لري. دا سل په سه کې باوري او د ډاډ خبره ده چي هغه افغانان چي د دوشمن په لمسه غولېدلي دي هغه به نؤر له جنګ لاس پر سر شي. هسي هم نن سبا ۹۰٪ مرګیالان پنجابیان، چیچن، ارب او نؤرې بلاوې دي. او که بیا هم ځنیه ترهګر جنګ کوي، نؤ افغان اوردو او نؤر ځواکونه دومره توان لري چي د خپل اولس په کومک مرګیالی تر لاهؤره وَځغلوي.

ایا افغانیستان به خامخا یا امریکې اډه (ولکه) وي او یا به دَ پنجاب؟ ایا موږ بله درېمه لاره او خوښي نه لرو؟؟ خامخا یې لرو. ازادي او خپلواکي زموږ لاره ده، او همدا دَ بریا لاره ده.