fbpx
سیمه او افغانستان کوزه پښتونخوا مقالې نزرانه یوسفزۍ

یمه خو نه یم …….

ډیرې پښتنې مدام  بې وسه کس کوي ، او زما په بی وسۍ کښي هیڅ شک نشته.

زما نوم ښندانه دې، نه پوهیږم چي دا نوم راباندي چا ایښې ، کیدای شي ، چي مور مي ایښې ي ، ځکه پوهیده ، زه په یو داسي کور کښي ځیگیدلي یم چي خندا به یواځي د نارینه په نصیب وي. نو فکر ي وکړو چي باید نوم خو ورته داسي ورکړم چي حسرت ي کم شي. خو د نوم په شان ما خپل خوي هم ښندانه کړې وو. چي لا نه پوهیدم ، لکه د هر ماشوم به ما هم ډېرې پوښتنې کوالې.

ورور مي ښوونځاي ته تللو ،څه ښایسته به ښکاریدو، زه ورته کړیدم ، ما د مور نه غوښتل چي زه هم لاړه شم چیرته چي مي لالا ورځي. مور مي راته په خندا وویل چي نا گلې ، دا خو د هلکانو ځاي دې ، ته خو ښایسته اینجله ي. ته به زمکا سره کور کښي اخلې پخلې زده کړې. ما به کله وې ښه ده ، او کله به ورته په ژړا شوم. ما به ترې پوښتل چي ولې….

د دې احساس سره په لویدو شوم، د مور سره به مي اوبه راوړې ، جامې به مي وینځلې ، اخلې پخلې به مي کوو، کله چي به ټوله ورځ په کارونو زرې زرې ستومانه شوم ،نو په کټ به پروتوم ، مور به مي وویل ، رازه ، چي ډوډۍ پخه کړو ، پلار او ورونړه به دي ستړي ستومانه اوس د کار نه راشي، اوږي به وي. ډوډۍ به پخه شوه ، نو زما به هم صبر تمام شوې وو. نارینه به راغلو او مونږ به ډوډۍ  ورته کیښوده. زه به ورسره هم ډوډۍ ته کېناستم. مور به مي غږ وکړو ، راپاسه ښندانې ، پریږده چي نارینه په قراره ډوډۍ وخوري ، بیا به مونږ سره یو ځاي وخورو. ما به ترې نه بیا تپوس وکړو ، مورې ولي …..

پیغله لا نه ووم چې په ستر شوم ، څادر مي خوښ وو ، خو چي کله به مې د سر نه په غلطۍ ښویدو نو هم به را باندې بابا چغه کړه ، څادر دی کلک په سر چاپیر کړه ، مور به راته بټ بټ کتل، نه به پوهیدم چي زما نه څه سیز جوړ شوې دې چي دا ټول راباندي شرمیږي. بیا به ي راته وویل چي د کلي ملا واي  ښځه خو خزانه ده ، ډیره قیمتي ده چي څومره په پرده کښي وي هومره خوندي وی. ما به ترې نه بیا تپوس وکړو ، مورې ولي …..

 دا خو پریږدۍ ، کله چي به مي په جگ غږ خبري وکړي نو ورو به راپسې څپلۍ را واخیستې ، دا څه کوې ،  غږ به دي پردي نارینه واوري. زما په خندا ، زما په خبرو ، زما په ناسته پاسته ، زما په خوراک ، سخاک ، زما په گرځیدو په هر څه کښي د هغوي کار وو  ،  د هغوي حق وو ، د هغوي واک وو.
دا زما د خپل پلار د کور د ژوند دغه لنډه شان کیسه ده ،دوهمه برخه کښي درته نورې کیسې کووم….