fbpx
اشرف ترکئ سیمه او افغانستان مقالې

ملتپالنه

لیکوال اشرف ترکئ

چې موږ چیرې د ملتپالنې نوم (نشنلیزم) نوم اخلو نو د ځینو ناپوهه انسانانو  په  ې سم دستي د فاشیزم، هیتلر ، موسلیني او داسې نورو منفي نومونو او نظریاتو انځور راپیداشي.  ملت پالنه د لرغونو ټولنو د پیدایښت څخه راواخله تر معاصرو ټولنو د هر قوم او هیواد د خپلواکۍ او پرمختګ اصلي بنیاد دی . ښه به وي  د ملت پالنې زیږنده یا پیل  د لومړنۍ ۍ د پیدایښت سره سم ومنو. یوه کورنۍ پخپله یوه ټولنه ده چې د ژوندي پاتې کیدو او پرمختګ لپاره د یو بل مرستې او ګډ کار ته اړتیا لري: ملي ټولنه هم د مختلفو او ګڼ شمیر کورنیو یوه غټه بیلګه ده. همداسې چې په هره کورنۍ کې مشر، کشر، ژبه او برخه ښکاره وي، همداسې په یوه روغه او منصفه ملي ټولنه کې دا چلند پلي کیدی سي. موږ داسې ډیر مثالونه لرو چې په یوه کورنۍ کې ټول غړي په یو قد، اندام او نظریاتو نه وي. تر دې چې په ځینو کورنیو کې د نظریاتو ، رنګ ، عادت او ځانګړتیاو دومره توپیر موجود وي چې ګمان هم نه کیږي جې ګواکې دا به یوه کورنۍ وي. خو بیا هم هلته ټول د کورنۍ بنیادي دود او دستور ته احترام لري او یو بل په دې نه وژني چې ګویا تور دی یا هم سپین، یا ډیر لمونځ کوي یا کم. په ملي ټولنه کې دا مثال د اساسي قانون لري. دا په دې مانا نه شوه چې که په یو ملت کې ډیر اقوام او ژبې موجودې وي هغوۍ دې ټول د یو ملتپاله بیرق تر لاندې ټول نشي. نن سبا د نړۍ تر تولو پرمخ تللی هیواد ، د امیرکې متحده آیالات او خلک یې چې د مختلغو نژادونو ، ژبو او مذاهبو څخه جوړ شوی یو ملت دی او د نوي ملت پالنې په مخکښانو کې شماریږي. د انګلستان او لويې بریتانیا خلک په اروپا کې د نورو اروپایې هیوادونو تر څنګ ډیر کلک ملتپاله دولتونه او خلک لري. سره له دې چې ملتپاله ګوندونه ، کوم چې اوس هم د لیوني هتلر او موسیلیني تګ لاري پلي کول غواړي د پام وړ سیاسي قدرت نه لري او یا هم په ځینو هیوادونو کې غیر قانوني ګڼل کیږي، خو منتخب ګوندونه هغه چې ځانونو ته سوسیالیستان، نیو لیبرالان، دموکراتان او ریپبلیکان واي ، د قوي ملت پاله کړنلاري څخه کار اخلي تر څو خپل ملت، اقتصاد او خپلواکي وساتي. نن سبا په رسنیو کې داسې ویل کیږي چې پخوانۍ ملتپالنه، تمامیت ارضي، د هیوادونو تر منځ لیکي او داسې نور ارزښتونه له منځه تللي دي او ټوله نړۍ یواځې د اقتصادي تړونونو او وړتیاوو له مخې یو هیواد یا ملت سره ملګرتیا ، مرسته ، احترام اوهمکاري کوي. نن سبا د اروپا اتحادیه د دغه ډول دعوې ښه مثال دی. زه وایم چې په دې کې هیڅ شک نشته بلکل سل په سله کې همداسې ده. خو دا هم باید په نظر کې ونیول شي چې اروپایي هیوادونو د دویمې نړیوالې جګړې څخه وروسته په څه ډول خپل خلک د خپلو هیوادونو د بیا رغونې لپاره وهڅول، جرمني ، فرانس، ایتالیا ، پولنډ او بریتانیا څنګه خپل ځپلی ملت یو موټی کړل، خپل هیوادونه او ښارونه یې پرې بیرته آباد کړل. نه یواځې دا بلکه څپل ژبه او کلتور ته یې څنګه لا ډیره وده ورکړه: دا ټول د یو ملتپاله کړنلارې نتیجه وه چې په بله ژبه ورته (Protective Nationalism) وایي. نن سبا د اروپا په اتحادیه کې د هر ملت ژبه نه یواځې خوندي ده بله په میلینونه ایورو بودیجه ورکول کیږي چې نوره هم پرمختګ وکړي. زموږ په هیواد افغانستان کې له یوې مودې راهیسې قومي او ژبني اختلافاتو دملي ګټو څخه راواخله تر ځاني او اقتصادي ځیانونو افغانان تبا او برباد کړل. په دې کې هیڅ شک نشته چې بهرني لاسونه، پوځیان او استخباراتي کړۍ د افغان ملت د ویشلو او بې اتفاقۍ لپاره له ډیر پخوا کلکه ملا تړلې ده، خو دا موږ خپله افغانان یو چې خپلو پښو ته مو توره نیولې ده. زموږ نا لوستي او مظلوم خلک د قوم او ژبې په نامه د بې قومه او بې ژبې قومي مشرانو تر څنګ ودریدل او ځانونه یې برباد کړل. نن د افغان هر قوم ، له پښتون نه یې راواخله تر ازبک، هزاره، تاجک او ډیر نور ښایسته واړه قومونه د ښاغلي کرزي سایب په مشرۍ او لارښونه په افغان دولت کې استازي لري او هره څانګه کې پوره برخه  لري، دا موږ ته لویه لاس ته راوړنه ده او موږ باید په دې خبره ډیر و ویاړو. خو دا ډیر د خواشینۍ ځای دې چې بیا هم په هیواد کې د بې اتفاقۍ او تعثب شمال لږیږي. موږ افغانان چې د هر قوم او ژبې یو له پیړیو پیړیو د یو بل په ملګرتیا او ورورولۍ مو سره ژونډ کړی. نن د بې اتفاقۍ او تعثب پکی چې د چا په لاس کې دی خپله په دولت کې په یو لاس پیسې ټولوي او په بل لاس اور ته پکی وهي. هغوئ په دې خبره ښه پوهیږي چې د افغان هر قوم د یوه بدن مختلف غړي دي او له یو بل نه په بیلیدو کې نیمګړي دي. خو د هغوئ کړنلاره هماغه د قومندان سالاري او کینه کښه او ناروغه کړنلاره ده چې په تاریځ کې به هر وخت بدنامه وي. د یو موټي او خپلواکه افغانستان په هیله. ژوند ژوند.