fbpx
سیمه او افغانستان کوزه پښتونخوا لیدلوري

د ډېورنډ خونه هم ورانیږي

لیکوال افغان جرګه

زموږ کیښتئ یې ډوبوله، خپل دریاب یې توپاني سؤ.

نن، ۱۵ اکتوبر ۲۰۱۲، د برتانيې لومړي وزیر، ډېویډ کامرون،  او د سکاټلنډ مخو وزیر، الېکس ساموند، یو داسي تاریخي لاسوند لاسلیک کؤ چي پکې دا ژمنه سوې ده چي په ۲۰۱۴ کال کې به سکاټیانؤ ته د له برتانیې څخه د پوره ازادئ (بېلتون) په باره کښې د ټولپوښتنې رېښته ورکول کیږي.

داسي ویل کیږي چي د سکاټیانؤ میلتپال ګوند (اېس اېن پي) اوس په خپل اولس کښې خورا ملاتړ لري. دا ملاتړ یې له ۸۰ کلنه اوږدې مبارزې وروسته ترلاسه کړی دی. سکاټیان اوس پوره ډاډه دي چي که ازاد سي نو په پخپله به یو بسیا او ویسا دولت جوړ کي او د اوروپا په لوی چوکاټ کښې به له نورو کامونو سره د د سیالئ او برابرئ ژوند وکي. ځکه چي سکاټلنډ خورا ډېر تېل او نورې سمندرې زېرمې لري او هم د پوهنې او ساینس په ډګر کښې یې خورا ښه پرمختګ کړی دی.

د سکاټلنډ له ازادئ پښتانه لویه زدکړه کولای شي. ځکه چي موږ دواړه یوه مار چیلچلي یو. د پښتنو میلتپال ګوندونه له اېس اي پي څځه هم زدکړه کولای سي او هم یې ملاتړ ترلاسه کولای سي.

د دې ترڅنګ بله ګټه یې دا ده چي د سپین پرنګی کمزوری سي، نو تور پرنګی به خامخا کمزوری کیږي. نن خو که پنجاب هره ناغېړئ کوي نو سپین بادار یې په ملا ټپوي. که بن لادن ساتي او که ملا اومر. که پښتانه په سوات کې وژني او که یې په وزیریستان او باجوړ کې بې پته کوي، که پر کونړ راکټونه ولي او که کابل او کندهار ته ځانمرګي رالیږي، خو له دې ټولو ناکړدو سره سره بیا هم سپین بادار ورسره په کلکه ملګری دی. کله چي پنجاب د پښتنو د شمېر له ډېرښته، پرمختګه او د افغانستان له بیاابادئ څځه نارامه سي او خوبونه یې هرام سي نو خپل سپین بادار ته ورمنډه کي. هلته ورته په زاریو سي چي ستاسي راکښلې توره کرغېړنه کرښه د له ورانېدو سره مخامخ ده. نو سپین بادار ورته ووايي چي ته غم مه کوه موږ به د ډیورنډ کرښې د ژغورلو او تازه ساتلو لپاره د افغانستان پر بدن باندي اته (۸) نورې کرغېړنه کرښې وباسو، او به دې باره کې به پلا (سي) وړاندي کو. تاسي خپل تالیبانو او خانمرګو ته زور ورکئ موږ به خپلې پخوانئ فارمولې، بېل یې نو اېل یې که، (Divide and rule) په کار واچوو او په همدې توګه به افغان همداسي نتلی او لېزمه وساتو.

خو نن د تاریخ څرخ په بله ګرځېدلی دی. د وګړو شمېر زیاتوالی، د پښتنو لېږد رالېږد،  د تیخنیک پرمختګ، د چؤچ (اقتصاد) بدلون، د نویو سیمه ایزو او نړئوالو زبرځواکونؤ راپورته کېدل او نؤر بېلا بېل لاملونه د پښتانه په ګټه او تور او سپین پرنګي په تاوان راوان دي. برکت، برکت!!!