fbpx
شاه مامود مقالې

د غلام ښکر نه وي

لیکوال شاه مامود

مهذبې نړۍ د وختونو له ترخو تجربو، مرګو او خواريو پس د انسانانو د ازادۍ او غلامۍ تر مينځ کرښه و کيښله او د بشري حقوقو ليا Human Rights  تر سر ليک لاندې يې د ملګرو ملتونو په آئين کې د نړۍ د هر بشر لپاره دا حقوق روښانه کړه: د فکر د ازادۍ حق  Right to Freedom of Thought، د اظهار د ازادۍ حق Right to Freedom of Expression ، د اتحاد ليا د ملګرتيا د ازادۍ حق Right to Freedom of Association او  تحفظ ليا Right to Equal Protection. په کوم هيواد کې چې خلګ دې حقوقو ته لاس رسی نه لري هغه خلګ غلامان او تر جبر لاندې  Oppressed شمېرل کېږي.

پاکستان د خپل جوړښت له اولې ورځې څخه له بنيادي انساني حقوقو څخه په دېره بې شرمي سره سر غړونه کړې او کوي يې. په دې هيواد کې د سياسي مخالفينو وژل، بندي کول او له هيواده شړل هيڅ کومه نابلده خبره نه ده، د مذهب په نامه وژنې دلته تر هر څه ډېرې او عمومي دي. د ازادۍ پر اظهار قدغنونه او د قلم د خاوندان وژل او ترور کول يو عامه خبره ده. په دا تېره يو لسيزه کې د پاکستان پوځي اسټيبلشمنټ په غلامه پښتونخوا کې په ډېره بې شرمي سره د پښتانه بشري حقوق تر پښو لاندي کړي او ټوله سيمه يې اورتون ګرځولې ده. په لوړه پښتونخوا او قبائلي سيمو کې سياسې وژنې او دمذهب پر نامه سرونه غوڅول د معمول خبره ګرځېدلې ده. د طالب په نوم د پاکستاني پوځ روزل سوي ترهګر په ټوله پښتونخوا کې داسي ګرځي لکه شامه لېوان او هر هغه سر رېبي کوم چي د پاکستان اسټيبلشمنټ د ورانونکې پالېسيو په ضد خپل غږ پورته کوي. د يو شمېر له لارې دا وخت تر يو زر زياته هغه پښتانه قبائلي مشران او ملکان وژل سوي دي کومو چې د ترهګرۍ په ضد خپل غږ پورته کړی دی. د يو بل شمېر له لاري د عوامي نيشنل ګوند او پښتونخوا ملي عوامي ګوند چې پښتون ملتپاله ګوندونه دی تر 700   زياته کارکونکي او مشران وژل سوي دي. هم د دې وژنو له کبله په لوړه پښتونخوا او قبائلي سيمو کې قامي سياسي فعاليتونه ټپ درېدلې او تش هغه ګوندونه فعاليت لري کوم چې د پوځي اسټيبلشمنټ د خوښې سياست کوي.

د قامي سياست په ضد دا خونړۍ لوبه تر اوسه تشه په لوړه پښتونخوا کې تر سره کېده او په کوزه پښتونخواکې د سياسي ګوندو د تدبر په وجه و پوځي اسټيبلشمنټ ته دا موقع لاس ته نه ورتله چې دا لوبه هلته هم پائل کړي، خو له دې شر خوښوونکيو څخه نور انتظار و نه کړل سو او د جمعې په ورځ  (د جولائي د مياشتې پر ديارلسمه)  يې و کوټه ښار ته څېرمه ښارګوټي کچلاغ کې د عوامي نېشنل ګوند پر يو غونډه چاودنه وکه چې د ګوند د يو مشر په ګډون لږ تر لږه شپږ کسان په کې وژل سوي او د ګوند د ايالاتي مشر او د هغه د مېرمنې په ګډون يو شمېر نور ژوبل سوي دي. دا عمل د کلکې غندې ووړ او د بشري حقوقو رډ په ضد دی. د پاکستان د پوځي اسټيبلشمنټ دا ډول نور څېرې دی چې دا ډنډوره به ګډوي چې دا چاودنه طالب وکه که مالب ليا لښکر وکه که مښکر خو دا حقيقت اوس پر هر چا روښانه دی چې په سيمه کې د ترهګرۍ تر شا د پاکستان پوځ او د هغه جاسوسي ادارې دي. د پاکستان پوځي اسټيبلشمنټ د خپلو استعماري او ناوليو پاليسيو په ضد هر غږ غړبجنول، د اظهار، خيال او فکر پر ازادۍ قدغن لګول غواړي. د دې لپاره يې خپل لاس پوڅي Proxies  دطالب او د لښکر پر نامه ساتلي دي. پاکستان نن هم دا فکر کوي چې په يوويشتمه پېړۍ کې د ترهګرۍ په زور د پنځلسمې او شپاړسمې پېړۍ شانتي سلطنتونه Empires  درول شونی دی، چې زما په اند دا يو ډېره غټه تېروتنه وي. پښتون به هم په دې سر خلاسوي چې د غلام ښکر نه وي بلکه غلامان هم عام انسانان وي خو په خوله خورک کوي په سترګو ليدل او په غِوږواورېدل کوي، توپېر يې تش دا وي چې دوی د خپل ژوند مالکان نه وي او د ده بادار د ژوند لارې چارې ټاکي. دا خبره به ډېره پر ځای وي چې د پښتانه د دې موجوده ستونځو رېښې په دې غلامي کې دي. له دې څخه ځان خلاسول ډېر اړين دی.