fbpx
سیمه او افغانستان لیدلوري نړۍ

د امریکې کانګرس د منځنئ اسیا د خزانؤ په باره کې پرېشان دئ

لیکوال افغان جرګه

د امریکې د کانګرس هغې کمېټې، چي مشر یې دانا روباچر دئ، په خپلې تازه ناستې کي اندېښنې څرګندې کړې دي چي د منځنئ اسیا کې چي ګازؤ، تېلؤ او نؤرؤ څیزونؤ کومې خزانې او زېرمې دي د هغؤ پر سر له نؤرؤ هیوادونؤ سره د ټکر ختره سته.

ماهران وايي چي دا هیوادونه چین او هیند کېدای سي. ځکه چي همدغؤ دوؤ هیوادونؤ په منځنئ اسیا کې پانګه اچولې ده او هم د دې سمیې ګازؤ او تېلؤ ته سخته اړتیا لري.

یاده دي وي دانا روباچر هغه ګانګرسوال دئ چي د افغانیستان د وېش نکشه یې نړئ ته وړاندي کړې وه او په دې لړ کي یې المان کي یې له افغاني جنګسالارانؤ سره لیدنې کتنې کولې. همدا سوَب ؤ چي بیا اولسمشر کرزي له افغانیستان بند کؤ.

ویل کیږي چي امریکه د کېسپېن او منځنئ اسیا تر خپل ګورت لاندي ساتلؤ لپاره په افغانیستان کې اډې غواړي او ورسره ورسره همدغؤ سیمؤ ته تالیبان ورغځول او پراخول غواړي.