fbpx
سیمه او افغانستان کوزه پښتونخوا مقالې

 د انگریز زوړ فورمول: عبدالقادر اندړ

لیکوال افغان جرګه

د ای ایس ای گمارل شوي خبریالان د پښتون/افغان خواخوږو په جامه کې

دوښمن چې کله یو ملت نیول غواړي تر اغېزې لاندې یې راوستل غواړي نو په هغه ملت کې فرق اچول، مخالفتونو ته هوا ورکول، ملت په بیلا بیلو برخو ویشتل او بیا دغه ویشلې برخې له یو بل سره په ټکر کې راوستلو ته بل تر هرڅه لومړیتوب ورکوي. د فرق اچولو، او د ملت د تقسیمولو کار بیا بل هیڅوک دومره په موثره توگه او په لنډ وخت کې نه شی ترسره کولای څومره چې یې د هغه قوم خپل خلک، په تېره بیا داسې خلک چې ځانونه د خلکو خواخوږي بولي او خلک د خپلتوب باور ورباندې ولري، ترسره کولای شي.

په تېرو دوو پېړیو کې چې کله بریتایه په ټوله نړۍ کې د بریا په نشه کې ډوبه وه نو مخامخ یې د افغان په خاوره ور ودانگل، او ژر پوه شو چې سر یې د خیبر او هندو کش له دنگو غرونه سره ټکر شو، خو ورسره په دې هم پوه شول چې افغانان ځینې نمگړیتاوې لري – مذهب او قبایليت د افغان ملت خوږ گوتې دي. د مخامخ جگړې په ځای که افغان ملت له دغو دوو لارو وویشل شي نو نیول به یې ډیر اسانه شي، او هم هغسې یې وکړل – په لومړي سر کې یې د افغانستان له گوټ گوټ څخه ملایان، سیدان او پیران د افغان ملت د ویښ په دنده وگمارل، د دولت خلاف یې وکارول او بیا یې د افغان ملت پېوسته ټولنې له غلجي او دراني نیولې، د خیتځ او لویدیځ، کلي په کلي او قبیلې په قبیلې  وویشلې. تردې چې دغه فورمول یې د افغانستان د واکمني کورنۍ په مینځ کې وکارولو او شاه شجاع یې له ځان سره ملگری کړ، خپل گمارل شوي ملایان او پیران یې ورسره ملگري کړل او افغانستان یې دومره باندې کمزوری کړ چې څو کاله وروسته یې د افغانستان نیمايي برخه چې دا وخت د پنجاب تر ولکې لاندې ده له افغانستان نه بیله کړه.

 

:پاکستان د انگریز فورمول تر انگرېز هم په موثره توگه کاروي

د انگریز دغه کارول شوی فورمول دا وخت ای ایس ای او پنجاب تر انگریزانو هم ډېر په اغېزمنه توگه کاروي. د ډیورنډ په توره کرښه د لر او بر وېښ دا وخت تر مذهب او قبایلت هم د افغان ملت په بدن غټ پرهر دی، او ای ایس ای د خپلو لیکوالانو د قلم په زور د رسنیو، په تېره بیا د سوشل مېډیا له لارې په دغه پرهر داسې گزارونه کوي چې سم په ناسور بدل کړي.

د ای ایس ای گمارل شوي پښتانه لیکوالان او خبریالان په داسې چل ول خپلې لیکنې کوي او رپوټونه برابروي چې د ډیورنډ د تورې کرښې یوې خوا یا بلې خوا پښتنو ته پکښې سپکاوی شوی وي او بلې خواته ډیر درناوی پکښې څرگند شوی وي. کله چې د هغې غاړې ساده پښتانه چې په لیکنو کې سپکاوی ورته شوی وي، دا لیکنې ولولوي نو وینه یې په جوش راشي او هغې بلې غاړې ته په شکنځلو او سپکاوي خپل پړسېدلي زړونه تش کړي.

د نفرت او کرکې په دې فضا کې ډېر په پښتو مین، ملتپاله او د پاک زړه پښتانه خپل سالم عقل له لاسه ورکړي او د ډېري په چټلتوب ځانونه ورگډ کړي. د نفرت په ککړې فضا کې له خلکو اصلي دوښمن ورک شي او د خپل ملت په مشرانو، دوستانو، خواخوږو، وروڼو او خوېندو په ښکنځلو لاس پورې کړي. او دوښمن خپل کار ته ادامه ورکړي. د انټرنیټ په دې جگړې کې کله نا کله زرهاوو پښتانه له دواړو خوا ښکېل وي او لیکوال یا خبریال یې تماشه کوي.

 

: پښتانه لیکوالان چې د نفرت اور ته لمن وهي

په افغانستان، کوزه پښتونخوا او له هیواد بهر ددغسې وړو او غټو لیکوالانو او خبرلانو شمیر څه کم نه دی، خو د څو کسانو نومونه اخیستل په دې ضرور گڼم چې په وروستیو ورځو کې یې خپلې ورسپارل شوې دندې ته ډیر زور ورکړی او هر چیرته چې گورم د لر او بر پښتانه ددوی په هدفي لیکنو له یو بل سره لاس او گریوان وي. دغو څو کسانو په فېس بوک کې زیات شمیر پښتانه په ځانونو پسې کړي دي او غږ یې د راډیوگانو او ټلویزنونو له لارې ملینونو او هم د ویپاڼو او سوشل میډیا له لارې لسهاوو زرو افغانانو ته رسي او ټول یې له یو بل څخه د کرکې، نفرت او د ویښ په بلا ککړ کړي.

د پاکستان د جیو تلویزیون سلیم صافی چې له ای ایس ای سره یې تړاو څه پټه خبره نه ده، په لر او بر کې له ای ایس ای سره د تړلو لیکوالانو او خبریالانو د کلي خان دی. د خبریالانو او انټرنیټي لیکوالانو گڼ شمیر له ای ایس ای سره دده د تماسونو په مرسته تړل شوي دي. کله چې له ای ایس ای سره د سلیم صافی تړاو بیخي بربنډ شو اوخبرې ورباندې د کوڅې او حجرې شوې نو په وروستیو کې یې داسې لیکنې پیل کړې چې پکښې د پاکستان پوځ او ایس ای په ظاهره په ځینو معاملو کې ملامتوي، هڅه یې داده چې له ای ایس ای سره خپل لريوالی یو څه خلکو ته ور وښايي. د مهاجرت په ورځو شپو کې چې کله په پېښور کې دیره وم نو سلیم صافی مې کله ناکله له نږدې لیدلو او ځینو ملگرو به ورته د ای ایس ای سره د تماس خبرې مخامخ کولې. د سلیم صافي هره ورځنۍ ناسته ولاړه نن سبا له څو متقاعدو پاکستاني جنرالانو او د ای ایس ای له افسرانو سره وي. بریگېډیر محمود شاه، بریگېډیر سعد محمد،  میجر عامر او په کابل کې د پاکستان پخوای سفیر رستم شاه مومند، په دغو کسانو کې راځې چې دا وخت د افغانستان په چارو کې د ای ایس ای سلاکاران دي.

د سلیم صافي نږدې ملگری مطیع الله عابد په واشنگټن کې د لر او بر تر مینځ د تفریق لپاره هر وخت چاړه په لاس گرځي. نوموړی په ماشومتوب کې له کندوز څخه په پېښور کې مېشت شوی او د کوځې پښتونخوا د پښتنو په لارو او کوڅو کې ډیر ښه بلد دی. لوړې زده کړې یې د پېښور پوهنتون نه کړې دي. څو ورځې له مخه یې په فېس بوک کې له خپله ځانه یوه لیکنه وکړه چې او هغه یې د یوه پېښوري پښتانه په نامه په فېس بوک کې خپره کړه. نوموړي لیکلي ول چې د پېښور یوه (پاکستاني) ده ته پېغور ورکړ چې افغانان، ماجر، کابلیان ولي په پاکستان د افغانستان د تباهۍ تور لگوي، افغانان په خپله ملامت دي، ای ایس ای نه ده ملامته، ملا د افغانستان دی، مجاهد افغان دی، افغانانو په خپله روسان را وغوښتل، په خپله یې ترکی، امین او نجیب ووژل، او اوس ملامتوئ پاکستان. داسې نورې خبرې یې له خپله ځانه لیکلې وې او د برې خوا له افغانانو یې تپوس کړی وو چې تاسو دې پاکستاني ته په ځواب کې څه وایاست؟

بس ساده افغانانو هم خپل خواشیني او له درده ډک زړونه  د عابد د فېس بوک پاڼې له لارې د پېښور او کوټې په پښتنو تش کړل او د کرښې له پورې غاړې بیا څو داسې احساساتې ځوانانو بر پښتنو ته هر هغه څه وویل چې په خوله یې ورتلو. څو ورځې پس چې کله لر او بر پښتانه د عابد په فېس بوک پاڼه یو بل ته په ښکنځلو ستړي شول او خبرې لږ څه سړې شوې، عابد یوه بله لیکنه وکړه، دا ځل یې د لیکنې عنوان وو (د افغانستان کمال، د پاکستاني اشنا ځواب) په دې لیکنې کې عابد ځان د افغانستان د خلکو ددفاع قومندان کړ، او د لرې خوا هغه (خیالي) پښتانه ته چې دده له قوله یې ورته گیلې کړې وې او پېغورونه یې ورکړي وو، داسې ځوابونه وویل لکه چې پېښور او لاهور لاسوهنه سره ورکړي وي او په کابل او کندهار یې گډ برید کړی وي، او مطیع الله عابد د دنگ غره په څېر ورته سینه سپر ولاړ وي او د پېښوریانو له برید نه یې ساتي.

له دې دویمې لیکنې وروسته د عابد د فېس بوک پاڼه د څو ورځو لپاره یو ځلې بیا د لر اوبر د زرگونو ساده پاده پښتنو تر مینځ د جگړې ډگر وه، یو بل ته یې رد بد ویل، د پنجاَبي غلامه، د پاړسیوان ځویه، ستاسې کله پښتو زده وه، تاسې کله پښتانه یاست، تاسې ماجر خو زمونږ په ډوډۍ را غټ شوی. دا دال خواره اوس مونږ ته افغانیت راښايي، ورک شه په هره خبره کې د جي جي خیژې، نیمه اردو او نیمه پښتو وايې، ته که ځان ته پښتون وایې د پنجابي له غلامۍ ځان خلاص کړه، دا هغه څه وو چې عابد او په پېښور کې ناست د ای ایس ای افسرانو ورته کتل او لاسونه یې ورته پړکول.

د سلیم صافي یو ځوان شاگرد عبدالحق عمري ده، نوموړي هم له ای ایس ای سره د خپلې تازه ماموریت د حق ادا کولو لپاره د لر او بر تر مینځ د فرق د اچولو هیڅ چانس له لاسه نه ورکوي. له طلوع او لمر تلویزیون سره د عمري په ورستیو رپوټونو اود هغه د فېسبوک له پاڼې د ای ایس اې د معاشخورۍ بوی له ورایه راځي.

کله چې څو میاشتې له مخه د تورخم په ناترسه دروازه د ډیورنډ د تورې کرښې له پورې غاړې افغانان پېښور ته را روان ول، نو د پاکستان پنجاپي پوځ د معمول په شان د هغوی د ځورولو لپاره د هغوی مخه ونیوله او یو دوه ورځې یې د تورخم دروازه دوی ته بنده وساتله. ددې کار په نتیجه کې څو افغانان چې ماشومان هم پکښې ول، او پېښور ته د علاج لپاره روان ول، مړه شول. خبره د ځینو رسنیو سرلیک شوه، او هم دا وو چې عمري ځان ور ورسولو او په خپل رپوټ کې یې ټولو افغانانو ته په وازه خوله داسې وویل ((گورۍ دا خلک چې د کرښې هغې غاړه په قبایلو کې پراته دي، دوی د پاکستان پاسپوټونه لري، او ځانونه پاکستانیان بولي، که مونږ هرڅومره دوی دځان وبولو دوی ځانونه افغانان نه بولي)). عمري په دې ډیر ښه پوهیدلو چې قبایل بل تر هرچا د پاکستان د پنجابي پوځ او ای ایس ای د وحشت ښکار دي. هغوی نه د ډیورنډ توره کرښه په خپله خوښه جوړه کړې ده، نه یې د تورخم منحوسه دروازه، او نه یې د دروازې په بندولو او خلاصولو وس رسي. دوی په خپله د کرښې څخه پورې غاړه د تللو اجازه له پنجابي پوځ څخه اخلي، د افغان ماشومانو د مرگ پړه د قبایلو په غاړه اچول او د پنجاب مخ مینځل یواځې د یوه خاص هدف لپاره یو پښتون خبریال کولای شي.

عبدالحق عمري هم دا رنگه په تېرو ورځو کې له پښتون ملتپاله سیاستوال افراسیاب خټک سره مرکه وکړه او هغه یې داسې ایډیټ کړه چې دغه ډیر زړور او افغان دوسته پښتون سیاستوال یې د پنجاب یو مزدورکار ثابت کړ. له عمري سره په خبرو کې افراسیاب خټک د خپلو خبرو په ادامه داسې ویلي وو چې (د ملا فضل الله په مشرۍ ځیني پاکستاني طالبان په نورستان کې پراته دي او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه کوي). د افراسیاب خټک مقصد هیڅ کله دا نه وو چې ددې کار پړه په افغانستان یا په افغانانو واچوي، افراسیاب په دې خبر دی او د خبرو مقصد یې هم دا وو چې دغه طالبان هم ای ایس ای افغانستان ته لیږلي دي او له هغه ځای د ای ایس ای په خوښه په پاکستان کې د ای ایس ای د گټې لپاره ځینی خلک وژني. خو عمري دې خبرې ته داسې رنگ ورکړ لکه افراسیاب چې د پاکستان دفاع کوي او افغانستان ملامتوي. خبره یې بیخي سرچپه وکړه. او افراسیاب ته یې پاکستانی سیاستوال وویل. دې خبرې هم د برې خوا په پښتنو کې ډیره غوسه را وپاروله او ډیرو له افراسیاب سره سره د کوځې خوا پښتنو ته رد بد ویل. خبر په لمر او طلوع تلویزیون هم خپور شو چې ملینونو افغانانو به لیدلی وي او خدای خبر څومره ښکنځلې به یې د کوځې خوا پښتنو ته کړې وي، خا مخا به یې ویلي یې (دا یې هغه ملتپاله پښتون چې په کلونو په کابل کې پروت وو او د افغانانو نمک یې خوړلو، اوس په افغانستان پسې داسې خبرې کوي)

د عمري ناسته پاسته هم د پورته یادې شوې ډلې سره هره ورځنۍ ده او شاگردي یې ورو ورو په پخېدو ده.

 

خبرې ډېرې او سر یې یو، که د ای ایس ای د انډیوالانو په جملې کې که د میرویس افغان نوم یاد نه کړو ډله به نیمگړې پاتې شي. میرویس افغان چې کله په زابل کې د بي بي سي سره خبریال وو د پېښور له ډلې سره یې ضعیفې اړیکې وې، خو څو کاله له مخه لندن ته د تلو په وخت یې د پېښور له ډلې سره اړیکې په ټینگېدو شوې او هغه وو چې په لومړي سر کې یې د پنجابي لیکوال حامد میر په څېر د ای ایس ای د ځینو ډېرو کلکو ملگرو لیکلنې په خپلې پاڼې (خبریال ډاټ کام) کې په پښتو ژباړل پیل کړې. د میرویس افغان کار له عابد او عمري څخه یو څه فرق لري. عابد او عمري دواړه په نورو رسنیو پورې تړلي دي، او سلیم صافی بیا په جیو کې د جرگې په نامه ځانگړې خپرونه او ځانته ډیر لوی مقام لري، خو میرویس افغان د ای ایس ای په مرسته په پښتو ژبه خپله خبري ویباڼه پرانستله. کله چې خبریال ټکی کام د حامد میر په ترجمه شویو مقالو په افغانستان کې ډیر لیدونکي پیدا نه کړل، نو ای ایس ای یې مرستې ته ورغله او په یوه اونۍ کې دننه خبریال ټکی کام د رسنیو سرخط، د کور، د جومات او د حجرې د خبرو مرکز جوړ شو. ای ایس ای چل دا وکړ چې خوشی تشی یې په خبریال ټکي کام پاڼې باندې په پاکستان کې بندیز ولگولو او د پاکستاني رسنیو له لارې یې اعلان وکړ چې دا پاڼه د پاکستان د گټو خلاف لیکنې کوي. ریښتیا دا وو چې خبریال نه یواځي د پاکستان خلاف لیکنې نه کولې بلکه هغوی خو د حامد میر او سلیم صافي ټولې لیکنې ټکي په ټکي په خپلې پاڼې کې په پښتو ژباړلې.، او بله دا چې خبریال پاڼه چا پېژندله هم نه. په دغې یوې بې لاسه بې پښو ویباڼې باندې د یوه دولت لخوا بندیز ډیر خلک حیران کړل. په خبریال باندې د بندیز خبر په ټول افغانستان او پاکستان کې د ځنگله  د اور په څېر خپور شو، خبر د نړیوالو او ځايي رسنیو سرټکی شو، او په لنډ وخت کې د ویباڼې د لیدونکو شمیر د بي بي سي پښتو تر ویب پاڼې جگ شو. په فېس بوک باندې دا وخت د خبریال ټکي کام د لیدونکو/خوښوونکو شمیر د بي بي سي پښتو، پژواک خبرې اژانس او تاند په شمول د پښتو تر هر ویپاڼې/خبرې اژانس جگ دی.

کله چې خبریال ټکی کام د شهرت هدف ته ورسېد پاکستان هم په ویباڼې باندې بندیز لرې کړ او میرویس افغان د خپلو پاکستاني انډیوالانو خدمت ته دوام ورکړ.

 

: پېژندل یې اړین ده، ښکاره دي که پټ

په کوزه پښتونخوا کې د سلیم صافي او میجر عامر د شاگردانو شمیر څه کم نه دی. د خیبر تلویزیون یو شمیر خبریالان هم ډیر په مکارۍ د لر او بر پښتنو تر مینځ او بیا دننه په افغانستان کې د پښتنو او غیر پښتنو تر مینځ د نفاق په پیدا کولو شپه او ورځ بوخت وي. خو له نیکه مرغه په خیبر تلویزیون د ای ایس ای او د پاکستاني پوځ ټاپه ډیره غټه لگېدلې ده، په دې خبره اوس نږدې ټول پښتانه خبر دي چې د خیبر تلویزیون مالک یو پنجابی او د پاکستان د پوځ یو پخوانی افسر کامران حمید راجا دی، نو ځکه خلک ژر نه باندې غولیږي.

خو د پښتنو/افغانانو په جامو کې نغښتي د ای ایس ای گمارل شوي خبریالان، لیکوالان او د سوشل میډیا رضاکاران په گوړه کې پښتنو ته زهر ورکوي او د ډیورنډ د تورې کرښې دواړه خوا یې گزارونه ډیر کاري دي. دغه ډول لیکوالان هم د هغو طالبانو د مورچل وروڼه دي چې توپک په لاس شپه او ورځ بې گناه افغانان وژني، یواځنی فرق یې دادی چې ددې ډول طالبانو مورچلونه دفترونه، راډیوگانې، تلویزنونه، ویپاڼې او سوشل میډیا دي، او توپک یې خپل قلم دی. هدف د مدرسيي طالبانو او د خبریالو او لیکوالو طالبانو یو دی – لر او بر افغانستان ویشلی، کمزوری، وروسته پاتې او د پنجاب تر ولکې لاندې ساتل.