fbpx
شاه مامود کوزه پښتونخوا مقالې

بلوڅ به له استعمارګرۍ څخه لاس اخلي

لیکوال شاه مامود

د بلوچستان په نوم د موجوده پاکستان ايالت دم ګهړۍ د پښتون بلوڅ يو مشترکه وطن دی. په دې کې هيڅ دومه خبره نسته چې په دې ايالت کې پښتون پر خپل تاريخي وطن چې له سيوۍ څخه رانيولې بيا بره د شمال پر لور پرته سيمه باندي له زرګونو کالو څخه ميشت دی. د وختونو په بهير کې د يو څه ټولنيزو، سياسي او معاشي ستونځو له کبله د پښتنو پر يو څه قبائلو د ګوانډيو قامو د ژبو او کلتور اغېزه راغلې ده چې يو عمومي جغرافيائي او انتهروپولوژيکل پېښه ده.

له بده مرغه په ۱۹۷۱ کې چې کله د يو ناواړه سياسي تېروتنه له کبله د سهېلي پښتونخوا يو شمېر سيمې چې هغه وخت د برټش بلوچستان په نوم يادېدې په يو نوي ايالت کې ضم کړل سوې او دې ايالت د بلوچستان نوم ورکول سو، نو پر ځای د دې چې بلوڅ له سياسي بلوغت څخه کار اخيستی وای او له پښتانه سره يې د برابرۍ او ورورګلوۍ چلند کړی وای دوئ پښتون او پښتني سيمې د بلوڅ مستعمرې دا نوی ايالت د پنجابي لخوا يو سوغات (Gift) وګاڼه او له پښتانه سره يې د غلام رويه خپله کړه. خوشبختانه هغه وخت د خان اودول سمد خان شهيد په مشري کې د سهېلي پښتونخوا پښتنو خپل يو غورځنګ پائل کړ او د خپلو هلو ځلو او توان مطابق يې د پښتانه د دې ناروا تقسيم او د بلوڅ د رويې په ضد خپل غږ پورته کړ، تر دېره حده يې د پښتانه د حقوقو تحفظ وکړ او نن هم لګيا دي کوي يې. په دې سياسي بهير کې د پښتانه او بلوڅ تر مينځ يو څه خونړۍ نښتې هم وسوې چي يو شمېر نامتو سياسي مشران يې شومه سوه. چې کله د پښتانه په ضد د بلوڅ دسيسو زور واخيست او يو شمير بلوڅ مشرانو د پښتانه سياسي زور متولو لپاره پر يوه او بل نامه قبائلي ګوندونه جوړ کړل نو ستر پښتون ملتپاله مشر شير غلي باچا و بلوڅ ته د واړه استعمار  (Mini Imperialist/Colonist) نوم ورکړ.

که څه هم دا وخت پښتون او بلوڅ سياسي مشران په دې پوهېدلي دي چې د دوئ خپلمينځي جګړې بې مانا دي او دوئ ته پکار دئ چې د خپل مشترک دښمن په ضد سره يو شي خو بيا هم بلوڅ تر اوسه خپل ميني استعماريت نه دی پرې ايښی او اوس هم د تودې مبارزې په ترڅ کې د پښتانه د مفاداتو په ضد عمليات کوي. په دا تېرو څو کالو کې بلوڅو وسلوالو په بلوڅو سيمو او کوټه کې په درځنو پښتانه مزدوران، تاجران او اولسي وګړي پر نه څه وژلي دي. په يو تازه پېښه کې نن د سهيلي پښتونخوا و مرکزي ښار کوټه ته څېرمه سيمه ډيګارۍ کې اووه پښتانه مزدوران چې له سوات څخه يې تعلق دئ وژل سوي دي او بلوڅ وسلوال غورڅنګ بې ايل اې چې مشري يې د بلوڅ نواب خير بخش مري خلګ کوي د دې پړه پر غاړه اخيستي او پر سيمه يې د بلوڅ دعوا ښودلې ده. دا عمل د کلکې غندنې وړ دی او په کار دی بلوڅ ته دا يادونه ورکول شي چې د پښتانه په سيمه کې د پښتنانه مزدور وژل يو ډېر غټ ناروا او د نه زغملو وړ عمل دی، او بلوڅ دي د تودې مبارزې  Armed Struggle  په ترڅ کې له سياسي دوړو جوړولو او پر پرديو سيمو د قبضې کولو Expansionism  له عمله لاس واخلي. که څه هم د بلوڅ د دې مبارزې منفي اغېزي پر پښتانه اچولې دي او د سهېلي پښتونخوا په مرکزې ښار کې کاروبارونه ټپ درېدلي او د مځکو بيې لوېدلې دي، خو بيا هم پښتانه سياسي مشرتابه د سياسي بلوغت مظاهره کړې ده او د بلوڅ د دې مبارزې يې غير فعاله Passive  ملاتړي کړې ده او بلوڅ ته هم دا پکار دی چي د يو ذمه واره سياسي قوت په څير د پښتانه د مفاداتو خيال وساتي  او پښتون يو خپل نږدې اتحادي وشمېري. کني دا وخت نه پښتون او نه بلوڅ د دې جوګه دی چې په خپل مينځ کې لاس او ګرويوان سي سره.