fbpx
سیمه او افغانستان مقالې

د ثور انقلاب هغه رازونه چي په لومړي ځل افشاکيږي

لیکوال افغان جرګه

د حفيظ الله امين نيول کېدل او د پاڼې ژول

حفيظ الله امين (1979 – 1929) په خټه پښتون ، په قوم خروټی، د کابل د پغمان د ولسوالۍ اوسېدونکی ؤ. لوړې زده کړې يې د امريکا په ايالتونو کې تر سره کړی وې. پلار يې د کابل ولايت د زندان مامورؤ. مشر ورور يې عبدالله پوځي افسرؤ، د محمد ظاهر شاه د سلطنت په وکت کې د کوم جرم له امله له اردو څخه ګوښه کړای شوی ؤ، د قطغن د ولايت رئيس تنظيمه چې په قوم خروټی ؤ او د محمد هاشم کان د صدارت په زمانه کې يې د ناقلينو په واسطه د قطغن ولايت د کرنيزو ځمکو په جوړولو او آبادولو کې ډېر لوړ خدمتونه تر سره کړی وو. وارثان يې په کندز کې ميشت وو، د هغوی له جملې څخه محمد سرور ناشر چي يو مخور شخصيت او د کندز د سپين زر شرکت رئيس ؤ او د محمد ظاهر شاه په دربار کې يې ډېر اعتماد درلود.

    عبدالله امين له پوځي د ندې څخه له ګوښه کېدو وروسته په کندز کې د ناشر څنګ ته ورغی، لومړی په سپين زر شرکت کې د سکرټر او بيا يې د شرکت د اداري مدير په حيث کار کاوه. په رسمي دنده سر بېره د ناظر په صفت يې د ناشر د ځمکو، دوکانونو، سرايونو او سينما ګانو سر پرستي هم کوله . ماهم له کال ۱۳۴۳ څخه تر ۱۳۴۹ پورې په کندز کې ماموريت درلود، له عبدالله امين سره مې ښې او دوستانه اړيکې وې. حفيظ الله امين چې د لوړو زده کړو له تر سره کولو وروسته له امريکا څخه کابل ته راغلی ؤ، د کابل د ابن سينا د ليسې د مدير په توګه يې دنده تر سره کوله، د خپل ورور د ليدو لپاره به په کال کې يو يا دوه ځل د کندز ولايت ته راته. په ځانګړي توګه د ژمي په رخصتيو کې به يې ډير وخت تېراوه. ماهم ورسره پېژندګلوي پيدا کړي وه. د۱۳۴۳ او ۱۳۴۹  تر منځ کلونه د خلقيانو او پر چميانو لخوا ګوند ته د غړو د جلب او جذب لپاره د سيالۍ يو فرصت ؤ. د حفيظ الله امين لپاره يو ښه چانس ؤ چې په کندز او تخار ولايتونو کې جلب او جذب وکړي. له يوې خوا په سيمه کي د هغه د ورور نفوذ او اعتبار او له بله پلوه ده له خپل رسمي موقف څخه په جلب او جذب د افرادو کې په ځانګړی توګه په روڼاندو کړيو کې ډېره ګټه پورته کوله . د ابن سينا د ليسې اکثره زده کوونکي د کندز ، تخار او بغلان د ولايتونو وو چي د دريو مياشتو رخصتۍ په مهال به خپلو کورونو ته راتلل او حفيظ الله امين ته د جذب او جلب لپاره چې په خپله د ابن سينا د ليسې مدير ؤ ښه فرصت په لاس ورغلی ؤ، له همدې امله د خلق ډلې زياتره غړي د حفيظ الله امين له پلويانو څخه وو.

    ماچې په کندز ولايت کې د پوليسو په نسبتاً يوه ښه چوکۍ کار کاوه، دورور دوست يې وم چي له همدې کبله ما د حفيظ الله امين سره پېژند ګلوي لر له. په هغه وخت کې زه د حزب غړی نه وم او د امن په سياسي فعاليت پسې مې هم غاړه نه وه وړی، د هغه وخت حکومت هم داسي پټ سياسي فعاليت نه تعيباوه، په ښارونو او د هغې په شاوخوا قريو او کليو کې سپورتي محفلونه او د شپې محفلونه په آزادانه ډول جوړېدل، په بغلان، تخار او کندز ولايت کې له دريو مياشتو رخصتيو څخه د حفيظ الله امين هدف همدا جلب او جذب ؤ.

    زه د ډاکټر شاولي د نيولو او د هغه د کور له تالاشی کولو څخه فارغ شوي وم ، د امښيي قوماندان د فتر ته ورغلم تر څو اجازه وغواړم او خپل کور ته لاړ شم، صديق واحدی او قوماندان بله پاڼه راوسپارله، چې په راسره ځواک او وسايطو سره د حفيظ الله امين په نيولو او د هغه دکور په تالاشي کولو پسې لاړ شم. له دې امله چي ما د هغه کور نه ؤليدلی، د استخباراتو د څانګي مرستيال محمد رحيم د لاربلد په توګه راسره وګمارل شو تر څو د امين کور مونږ ته وښيي. زمونږ په ګروپ کې دکارته پروان د پوليسو د ماموريت معاون محمد محسن هم زيات شو. محمد رحيم چي په رحيم چو چه يې شهرت درلود، مونږ يې دباغ بالا لمنې ته بوتللو، د هغه په لارښودنه مې يو کور محاصره کړ، د دروازې زنګ مې وواهه. يو تن چې ځان يې ښوونکی معرفي کاوه، کله چې يې خپل کور د پوليسو لخوا محاصره وليد، ډېر اندېښمن او بېړنی ښکارېده. ترې ومې پوښتل د حفيظ الله امين کور همدادی؟ په داسې حال کې چې ژبه يې بندېدله وويل: نه، حفيظ الله امين درې مياشتې کېږي چي له دې ځايه يې په خوشحال مينه کې خپل نوی کور ته کډه کړی ده زه کله امين سره هيڅ  اړيکې نه لرم. معذرت مې ورنه وغوښت او دشپې په ۳۰:۱ بجه مو د خوشحال مينې په طرف حرکت وکړ. له رحيم چو چه نه مې پوښتنه وکړه چې د امين نوی کور به د خوشحال مينې په کوم سر باندې وي، هغه ته هم پته نه وه او يا دا چې مونږ يې غلطولو. زه په شک کې شوم چې د استخباراتو د څانګي معاون چې د سياسي رجالو او د دولت د مخالفت سياسي جريانونو د سر سر رجالو سره سرو کار لري، ولې بې خبره وي، له بلې خوا رحيم چو چه مرموز شخص ؤ، او لکه چې واک ته د امين له رسېدو وروسته يې لکه د پخوا په شان په استخباراتو کې او ان چې په «کام»  کې يې په لوړ مقام باندي وظيفه اجراکولو         ( «کام» د امين د رژيم د استخباراتي دستګاه نوم ؤ). د شپې تر ۲ بجو پورې په خوشحال مينه په يوه او په بل سرک دېخوا او هغه خواته وګرځېدو. په پای کې د سمت ماموريت ته ورغلو، د پوليسو مامور فدا محمد موله ځان سره واخيست، د امين د کور دروازې ته ورسېدو، چې د همدې پوليسو د ماموريت په کوڅه کې ؤ. لکه څنګه چې لازمه وه کور مې محاصره کړ، د دروازې زنګ مې کيمانډه، د امين زوی عبدالرحمن چې د پولی تخنيک محصل ؤ دروازه پرانيستله. له عبدالرحمن سره په سوال او جواب بوخت وم چې حفيظ الله امين د دوه تنو مېلمنو سره دروازې ته راغی، چي زه يې وليدم په خندا يې راسره روغبړ وکړ، ماهم ورته د دولت تصميم او دلوی څارنوالی حکم ابلاغ کړ. په جواب کې يې راته وويل مهرباني وکړئ راننوځئ، زه کوم ممانعت نه لرم، د حکم ترمخه بايد دواړه مېلمانه هم نيول شوی وای خو امين راته وويل چې دا دوه تنه مېلمانه زما د زوی عبدالرحمن همصنفيان دی، کله کله د سبق زده کولو لپاره د پولي تخنيک له ليليې څخه زمونږ کور ته راځي، زه ستا په اختيار کې يم خو دغه دوه مېلمانه پرېږده چي خپلې ليليې ته لاړ شي. که څه هم محمد نعيم څارنوال له دې وړانديز سره موافقه نه لرله، خو ما په خپل آمرانه مسؤليت سره دوی ته اجازه ورکړه، خو وروسته معلومه شوه چې هغوی محصلين نه وو بلکې يو انجنير محمد ظريف ؤ او بل فقير محمد فقير ؤ چې وروسته بيا د امين په رژيم کې د مخابراتو او بل د کورنيو چارو وزيران وو. هغوی ولاړل او مونږ کور ته ننوتو. د امين په وړاندي مو د کور تالا شي پيل کړه. يوه زيات شمېر حزيي کتابونه او نشرات، يو ميل هسپانوۍ تمانچه چې قطر يې ۳۵. ۶ ملي متره ؤ، په المارۍ کې يو سلو څلور څلويښت زره افغانۍ نغدې، کتابونه او د حق العضويتونون له يو لست سره لاسته راغلل. دا ټول مې د محضر په پاڼه کې درج او تشريح کړل. په يوه خو نه کې چې ښځي وې نه وه تالاشي شوی او بايد تالاشی شوی وای، خوامين وړانديز وکړ چې په دې کوټه کې زما ميرمن ، زما پېغللې لوڼې، زما له سپين سرې خواښې سره چې ناروغه ده استراحت دي، داسې کوم کتاب او يا اسناد چې ستاسو د علاقې وړ وي، هلته نشته، خو بيا هم له تاسو څخه  يو تن کولای شي دغه خو نه وپلټي.

    زه د ګروپ په استازيتوب له حفيظ الله امين سره يو حای اتاق ته ننوتم، د امين ښځې چې لوی څادر يې پر سر ؤ په خپله بستره کې ناسته وه او لورګانې يې په خپلو بسترو کې ويدې وې.  سپين سرې ښځه په بستره کې استراحت وه خو ويښه وه. ورور يې عبدالله امين هم په خپله بستره کې موجود ؤ چې ګومان کېده ځان يې په زوره ويده کړی ؤ. ښځې يې هم په بستره کې کمپله اغوستی وه. ما ډېره په احتياط او خاموشۍ سره د کوټې المارۍ سر سري معاينه کړه، له کتابونو سره کومه وسله نه تر سترګو کېدله او له اتاق نه راووتم. په عبدالله امين مې هم ځان ناګاره کړ «چې ګنې نه مې دی ليدلی» که نه هغه هم بايد د محضر په پاڼه کې درج شوی او نيول شوی وای.

    کله چې د محضر پاڼه وليکل شوه، د ګروپ او په خپله حفيظ الله امين لخوا لاسليک شوه، کتابونه او اسناد وروسته له دې چې فهرست شول په دوه بوجيو کې واچول شول ، په دې وخت کې د کوټې په يوه کونج کې يو د يپلو ماټ لاسي بکس چې غره لرونکی قفل ورته پروت و تر سترګو شو. امين ته مې وويل دا لاسي بکس خلاص کړه، په دې وخت کې امين يو څه فکر من شو خو هيڅ يي ونه ويل، بکس يې بېرته کړ او ويل يې په دې کې د دوستانو ليکونه او زما د نوی کور د لګښت اسناد پراته دي. ورته مې وويل هيڅ باک نه لري، خپل شخصي اسناد له ځانه سره واخلئ. په دې وخت کې امين يوه پاڼه په نوکو شوکو په ډېره بېړه له بکس نه واخيسته، ويې شلوله او په خوله يې کړه او ويې ژوله. غږ مې ورباندې وکړ چې په دې پاڼه کې څه وو. چې په خو له دې کړه، بايد ليدل شوی وای، ويې ويل: زما د يو شخصي دوست ليک ؤ کومه مهمه پاڼه نه وه، خو بيا هم څارنوال غوسه شو، خو ما کو مه اعتنادونه کړه ځکه چې پاڼه له منځه وتلی وه. مونږ د يو تر سره شوی کار سره مخ وو. په هغه وخت کې داسې تصور کېده چي ښايي د حزب د فعالينولست او شهرت به ؤ چې مونږ په دغه وخت کې ورسره څه کارنه درلود، نور کاغذونه چې په بکس کې پاتې وو، يو شمېر يې د دوستانو خطونه او يو شمېر يې د نوي کور د لګښت صورت حساب ؤ چې پلاوي ورسره کومه دلچسپي نه لرله. له موضوع لري نه ځم د ژول شوی او شکول شوی کاغذ په برخه کې چې امين په ډېر مهارت سره له خپل ډيپلو ماټ بکس څخه واخيست، ويې ژولو او تير يې کړ له يو تر سره شوی عمل سره مخ کړو، په څرګنده مې په هغه غوسه وکړه او ومې رټلو، خو ددغې پاڼې په اړه مې دوه ډوله انګيرنه لرله:

    يو دا چې ښايي د سي آي اې له جاسوسي سازمان سره له هم هغو ارتباطي مهمو او پټو پاڼو څکه يوه پاڼه وه چې په اړه يې د پرچم ډلې د هګوی پر ضد تبليغات کول. دوهم دا چې، ښايي دغه پاڼه به د حز د فعالو او مهمو کا درونو لست او شهرت وه چې بايد د پوليسو لاس ته نه وای ورغلی، په هر صورت له دې کبله چې زه هم په هغه وخت کې د دولت په دستګه کې دننه د حزب له مخفي غړو څخه وم، له بله پلوه د خلق او پر چم ډلو په دغه وخت کې اتحاد کړی ؤ. که څه هم امين زما د حزبيتوب په اړه کومه اطلاع نه لرله خو زه چې د يو انجام شوی عمل تر شا واقع شوی وم، په دې اړه مې ډېر ټينګار ونکړ او دا موضوع مې سر سري وګڼله او د محضر په پاڼه کې مې د هغې په اړه له راپور او يادونې څخه صرف نظر وکړ.

    د تالاشۍ او د محضر د پاڼې د بشپړېدو کار د شپې د ۳۰ : ۳  بجو په شاوخوا کې پای ته ورسېد. په دې وخت کې امين له خپلې المارۍ څخه نا خن ګنير راواخيست او د خپلو نو کانو په پرېکولو بوخت شو او مونږ ته يې ويل: تاسو ډېر ستړی شوی ياست، اوس مهرباني وکړئ په همدې کوټه کې کښېنئ چې چای وڅښو. ما ورته وويل: زمونږ کار پای ته رسېدلی، اوس نو که تاسو کوم شکايت لرئ چې زمونږ د ملګرو د بې احتياطۍ له امله د کور سامان يا چيني لوښي مات يا بېځايه شوی وي حق لرئ چې په څرګنده ووايئ، اوس چې مونږ ستاسو له کوره وځو، د شک په صورت کې تاسو حق لرئ زما په ګډون زمونږ د ګروپ افسران او کسان هر يو بېل بېل تالاشي کړئ او خپل شک اوباسئ، پرته له دې سبا ته بيا د شکايت حق نه لرئ . دا ټولې خبرې زما په جيب کې په موجود ميکرو کيسټ کې ثبت کيدلې.

    امين په عاجزۍ او موسکا سره ماته وويل: تراوسه دې زما دوه وړانديزونه منلی دی، يو دا چې د ښځينه و خونې ته ټول ګروپ داخل نه شو، د ښځو او ناروغانو د زحمت باعث نه شول يوه نړۍ مننه کوم.

    دريم وړانديز دا دی چې اوس شپه ډېره تېره شوی او ګهيځ ته کم وخت پاتې دی او تاسو هم ستو مانه شوی ياست ، په همدې کوټه کې کښېنو او چای څښو، سبا کيږي او د ورځې په رڼا کې سهار په ۷  بجو يو ځای قوماندانۍ ته ځو.

    ما چې د دغه کار واک نه درلود او بل دا چې سهار ته دوه ساعته وخت پاتې ؤ، دتشناب په پلمه له کوټنې نه ووتم، مخابره لرونکی موټر ته ورغلم، دامنيې قوماندان ته مې په مخابره کې وويل: د امين د کور د تالاشي کولو کار پای ته رسېدلی، د ۲ – ۳  بوجيو په اندازه کتابونه ، نشرات او اسناد او يوه تومانچه لاس ته راغلی ده، خو اوس ستونزه دا ده چې که بوجۍ له ځانه سره وړو، په موټر کې ځای نشته، که امين له ځانه سره بيايو، اسناد به څنګه کوو، د پوليسو ماموريت هم دامين د کور تر څنګ دی ، که امين تر سبا سهار ۷ بجو پورې په خپل کور کې د سمت د ماموريت تر څارنې لاندې پريږدو، په دې اړه ستاسې لارښوونه څه ده؟ له دې امله چې قوماندان هم په قرار ګاه کې ډېر مصروف ؤ ځکه سليمان لايق او بارق شفيعي تر دغه مهاله نه وو موندل شوی، د پوليسو ټوله دستګاه هر لوري ته لالهنده او سرګردانه وه او د امينې قوماندان هم اندېښمن ؤ، په دې اړه يې کوم تصميم ونه نيولای شو، په دې اړه يې د هرې پرېکړې مسؤليت زما په غاړه واچاوه او له مخابرې ووت.

    بېرته کوټې ته لاړم، امين ته مې وويل ستا دريم وړانديز چې ډېر مهم دی، په خپل مسؤليت يې په دې شرط قبلو چې په راتلونکی کې له کومې لانجې سره مخامخ نه شو. امين چې ډېر هوښيار او د تېز هوش خاوند ؤ، په دې پوه شو چې زه څه وايم، په خندايې وويل: زه دومره ناځوانه نه يم چې د تيښتې او پټېدو له امله تاته ستونزه پيدا کړم. ما چې دا لاره ځان ته غوره کړی ده له بنداو نيولو څخه نه وېرېږم. که ماتېښته کولای نو د شپې په لسو بجو ماته اطلاع راورسېده چې د ګوند مشران يو په بل پسې نيول کيږي، په ډېره آسانۍ مې کولای شول چې ځان غاړې ته اوباسم، ځکه هغه مهال تاسو نه وئ راغلی، کور مې محاصره نه ؤ، زه ونه تښتېدم اوس چې تاسو راسره ډېر انساني سلوک وکړ او زما ټول وړانديزونه دې ومنل، زه به هيڅکله تا په لانجه کې وانه چوم، تاسو پوره باور ورلرۍ چې زه به د خپلو دوستانو په وړاندې ناشکره ونه اوسم.

    ما دپوليسو مامور فدا محمد ته دنده وسپارله چې د سباسهار تر ۷ بجو پورې دې د پوليسو په واسطه له بهر څخه د کور محاصره لکه د اوس په شان جاري وي. پخپله د پوليسو مامور دې په کور کې د ننه له امين سره وي، سبا په اووه بجې زه ټيلفون کوم، بيا د ماموريت په جيپ کې راو خوځيږي.

    په دې وخت کې امين ډېر زيات خوشحاله شو او يو ځل بيا يې له ټول ګروپ بالخصوص له ما څخه تشکر او مننه وکړه د پوليسو مامور ته مې دنده ورکړه چې تر سهار ۷ بجو پورې هېڅوک له کوره وتلی او يا راننوتلی نشي. ښوونځي ته د خپلو اولادونو د تللو په اړه امين وپوښتل، په جواب کې مې ورته وويل: ښوونځي ته د اولادونو د تګ مخه نه ده نيول شوی خو ته په خپله له کوره نشې وتلی.

    په دې وخت کې له تر لاسه شويو پيسو څخه چې يوسلو څلور څلويښت زره افغانۍ وي هغه د يو څو پيسو بېرته غوښته وکړه. که څه هم په محضر پاڼه کې ثبت شوې وې. څلور زره افغانۍ مې بېرته ورستنې کړې او په محضر پاڼه کې يې په خپله وليکل او لاسليک وکړ. دشپې په ۴۵ :۳ بجو مې له امين سره خدای پاماني وکړه ، د خپلې قرار ګاه په لوري مو حرکت وکړ او حفيظ الله امين دغه شپه يعنی د ۱۳۵۷ کال د ۵ / ۶ نېټې د چار شنبې شپه په خپل کور کې تېره کړه. په همدې شپه د امين لخوا د بنسټيز وسله وال پاڅون فعاليت تر سره شوی ؤ چې دولت او د پوليسو دستګاه له هغې څخه خبرتيا نه لرله چې په خپل ځای کې به ورڅخه بيا يادونه وکړو. ۹ تنه سياسي بنديان هريو نور محمد تره کی، ببرک کارمل، دستګير پنجشيري، عبدالحکيم شرعي جوزجاني، ډاکټر شاه ولي، حسن ضمير صافي، حفيظ الله امين ، بارق شفيعي او سليمان لايق دې په تر تيب سره له ۱ – ۹ په جدا ډول وساتل شي. بنديان په هيڅ ډول يو له بل سره تماس نشي نيولی، ان چې د رفع حاجت پر مهال دتشناب تللو ته بايد يو تن د تک اجازه ورکړل شي. له بهرنه دوستان او خپلوان د پايوازانو په نوم په مستقيم ډول يا غير مستقيم ډول د ليک او ټيلي فون له لاري له بنديانو سره اړيکي نه شي ټينګولی. د هر ډول خوړو، درملو، ميوو، سيګريټ او نسوار راوړل بنديانو ته د خپلو فاميلونو لخوا مجاز نه دی.

دکورنيو چارو په وزارت د ټانکونو بريد:

    له څلورم منزل (آمريت مخابرې) څخه راکښته شوم، دکابل نظار تخانې ته مې ټيلفون وکړ. لومړی څارن محمد ابراهيم راته وويل: «په ټول ښار کې ډزې دي، په نظار تخانه او توقيف خانه کې اضافي امنيتي  تدابير ونيول شول. يو شمېر وسله وال افسران او سر تېري د نظار تخانې د بامونو په سر او شاوخوا ته ځای پر ځای او مور چې يې ونيولې، د بنديانو وضع په عادي حالت کې ده.» ما ورته وويل چې « زما تر درستنېدو پورې بشپړ مسؤليت لرې، زه په داخله وزارت کې ايسار شوی يم ، عمومي قوماندان هيچاته اجازه نه ورکوي چې له وزارت نه ووځي، دلته هم د اضافي امنيتي تدابيرو د نيولو موضوع ده، مونږ ته وسله راکړل شوی ده، خو زه هڅه کوم چې د لومړی فرصت په لاس ته راتګ سره ځان در ورسوم، خپلې دندې ته متوجه اوسه.» دوهم منزل ته لاړم چې که د کورنيو چارو وزير خپل دفتر ته راغلی وي،چي د تخصيص په وړانديزورنه احکام واخلم، وزير نه ؤ راغلی. دوه ځنځير لرونکی ټانکونه، يوه عراده مخابره لرونکی جيپ او يو عراده بيردم د وزارت انګړ ته راداخل شول، او د وزارت د اصلي ودانۍ شاوخوا و درېدل او د ودانۍ څلورم منزل يې تر اور لاندې راووست . ودانی ولړزېده، د څلور منزل ښيښي ماتې شوې، مامورين او کار کونکي وار خطا شول او يوه خوا او بله خوايې منډې وهلې. چا په تشناب، چا په دهليزونو او چا د لومړی او دوهم منزل په زينو کې د ګوليو د لګېدو د خطر له ډاره ځانونه پټول. زه هم د لومړي او دوهم منزل تر منځ په دوه لاري کې ولاړ وم. له جيپ نه ديوې دنګې ونې خاوند جګتورن کلاشينکوف په لاس راکښته شو او له لوډ سپيکر څخه دا غږ وشو چې ويل يې: «د کورنيو چارو د وزارت درنو افسرانو، وړو ضابطانو ، مامورينو او کارکوونکو! انقلاب دی انقلاب، دفاع وزارت، راډيو تلويزيون او ټولې وزارتخانې د انقلابي ځواک په لاس کې دي، څوک چې مقاومت ونه کړي مونږ ورسره کارنلرو، خپلې وسلې پر ځمکه کيږدئ او د وزارت په انګړکې راټول شئ، بېځايه او بې ګټې مقاومت مه کوئ که نه نو وبه وژل شئ، په چټکۍ سره د راټولېدو ځای ته راحاضر شئ.»

 له بريد جنرال محمد طاهر سره د توفيق احمد خبرې او بحث:

 زه چې څو د قيقې مخکې د کورنيو چارو د وزارت د افسر په توګه وسله وال شوی وم، او اوس د انقلابي افسرانو سره يو ځای مې د عمومي قوماندان د نيولو لپاره د هغه په دفتر بريد وکړ، تر سترګو لاندې يې راته کتل او هيڅ يې نه ويل . شکمن ؤ چې آيازه هم نيول شوی يم او که د انقلابيانو سره به يم. کله چې د راغونډېدو ځای ته لېږدول کېده، زما له څنګه تېرېده راته يې وويل: « تاسو هم له دوی سره (هدف يې انقلابي افسران وو) يئ؟» ومې ويل:«هو» د راغونډېدو، زنګون کېژد وويل شو. جګتورن عمومي قوماندان ته وويل: «د ګوند مشران په کوم ځای کې بنديان دي؟» ويې ويل: « په وزارت کې نشته، ماته هيڅ معلومات نشته.»

    جګتورن ورباندي درې هوايي ډزې وکړې، ويې ويل: «ستاوژل راته د يوې چنچڼې دومره ارزښت نلري، ووايه چې د حزب مشران چېرته دي؟»

    عمومي قوماندان زما لوري ته اشاره وکړه او ورته ويې ويل:«هغوی په کابل ولايت کې له هغه سره دي. » د هغه مطلب د هغوی نه د کابل د امنيه قوماندانۍ او زما څخه ؤ.

    جګتورن له ما وپوښتل چي: « رښتيا مشران د کابل په ولايت کې بنديان دي؟»

    ومې ويل :«هو، هغوی د کابل ولايت په نظارتخانه کې بنديان دي.»

    ويې ويل: «چټکي وکړئ چي يو موټرونيسو او د هغوی د خلاصون لپاره کار وکړو چې ورته ضرر او تاوان ونه رسيږي.»

    په دې ترتيب د نظارتخانې په دننه کې هم له کومې ستونزې سره مخامخ نه شوو، ځکه ټول پوهېدل چې زه په خپله د نظارتخانې مسؤل يم. يوسف سحر، سيد رحيم او محمد ابراهيم لومړی نمبر اتاق ته ورغلو، سلامي مو ووهله او د نور محمد تره کي د لاس الچکونه مې خلاص کړل. تر دې د مه نور محمد تره کي نپوهېده چې څه پېښ شوی دی، مبارکي مې ورته وويله، په حيرانتيا يې ماته کتل، يوسف سحر او سيدرحيم چې زما له څنګه ولاړ ووله وړاندې نه يې له تره کي سره پېژندګلوي نه لرله. ورته مې وويل :«د انقلاب کاميابي درته تبريک وايم، تاسو آزاد ياست.» ويې ويل: «دا څه اورم انقلاب؟ کوم انقلاب؟ د اډزې د انقلاب دي؟ ښايي بله کومه توطيه په منځ کې وي.» ورته مې وويل:«هو، داډزې د انقلاب دي.»ويې ويل: «دا انقلاب د چالخوا او له کومه ځايه پيل شوی دی؟» ومې ويل :«دا انقلاب دد. خ. ا. ګوند لخوا د څلورم نمبر قواو او د زرهدار د پنځلسم نمبر قواو په واسطه پيل شوی دی د دفاع او کور نيو چارو وزارتونه نيول شويدي او محمد داؤدخان له خپلې کابينې سره په ارګ کې کلابند دي.» ويې ويل:« ما چيرته بيائي؟» ورته ومې ويل: «تاسو د افغانستان راډيو سټيشن ته بيايو.» که څه هم د دې جملو په اورېدو سره يې شېبه په شېبه رنګ کې تغير راتللو، خو څرنګه چې زه يې د موجوده رژيم د افسر په توګه پېژندلم سل په سلو کې يې باورنه کېده.» ويل يې:«زه چې په زندان کې يم او له بهر څخه هيڅ خبر نه يم.» لنډه دا چې تره کی موبهر دهليزته راووست، بايدووايو چې نور محمد تره کی او ببرک کارمل د غوايي د اوومې کودتا اووسله وال پاڅون (27اپريل 1978) څخه بې خبره وو، کله به مې چې د انقلاب دبرياليتوب تبريک ورته وايه نه به يې باوروله. بې خبرۍ او د حزب د لومړی او دوهم منشي له حيرانتيا ډکو څهرو ماته پوښتنه پيدا کړی وه چې دا لا څرنګه په خپل سر پاڅون دی چې د ګوند مشران ورڅخه بې خبره دي؟ لږ وروسته معلومه شوه چې دا پاڅون د حفيظ الله امين په نوښتګر فکر تر سره شوی ؤ، له همدې کبله وه چې د محمد داؤد د رژيم له نسکورېدو او واک ته د د. خ. ا. ګوند له رسېدووروسته حفيظ الله امين چې ځان يې د غوايي د اوومې د انقلاب اتل باله تره کی او ببرک کارمل ته يې کومه اعتنانه لرله. د ځينو لاملونو له کبله يې ونشوای کولای چې له لومړۍ ورځې نه سياسي قدرت په خپل لاس کې واخلي، تره کی او کارمل بنديان او له منځه يوسي. د شوروي اتحاد کمونست ګوند، د کی جی بی سازمان او تر يوې کچې پورې د د.خ.ا. په ټول سازمان کې يو شمېر موجود ملحوظات ددغه کار مخه نيوله. په ډاګه وليدل شول چې څه ډول يې د دريو مايشتو په موده کې کارمل او د هغه ډله فرار او له صحنې نه ګوښه کرل او يو نيم کال وروسته يې تره کي وواژه او د ګوند او دولت لومړی مقام يې لاس ته راوړ، د ثور وسله وال پاڅون د د. خ . ا. ګوند د کوم مخکښي طرحه شوی پالان له مخې نه بلکې د حفيظ الله امين د شخصي ارادې له مخې ترسره شوی ؤ.

    دوهم نمبر اتاق ته ورغلم، د ببرک کارمل الچکونه مې خلاص کړل، هغه هم خبرنه ؤ، د انقلاب مبارکي مې ورکړه، په حيرانتيا يې ماته وکتل، هغه مې هم دهليز ته رابهر کړ، په دې ځای کې دوه شپې او ورځې تره کی او کارمل يو له بله خبر نه وو په داسې حال کې چې دواړه يو د بل په څنګ کې سره په ګاونډيو اتاقونو کې وو، يو تر بله يې سره نه ووليدلی، په دې وخت کې يو تر بله سره تر غاړې وتل، په همدې توګه دستګير پنجشېري، عبدالحکيم شرعي جوزجاني ، ډاکټر شاه ولي، محمد حسن ضمير صافي، حفيظ الله امين، بارق شفيعي او سليمان لايق يو په بل پسې مې راخوشې کړل: خو حفيظ الله امين داسې لکه چې د موضوع نه يې اطلاع لر له ډېر خوښ ښکارېده. زه هم د خپلو عملياتو له ترسره کولو خوښ او خوشحاله وم. د بې احتياطۍ او احساسي کېدونه راڅخه د حفيظ الله امين د الچک کونجي ماته شوه او د هغه د لاس يو الچک بند پاتې شو، کله مې چې نهه واړه يو ځای د نظار تخانې انګړ ته راوستل ټولو يو بل سره روغبړ او يو د بل مخونه يې ښکل کړل. امين تره کی او نورو ته د انقلاب د برياليتوب تبريک ووايه. تره کی ورنه وپوښتل چې: «تاسو له انقلاب نه خبر ياست؟» ويل:«هو، کله چې دولت زمونږ او ستاسو نيولو ته اقدام وکړ، ماهم د اردو ملګرو ته د وسله وال پاڅون قومانده ورکړه، له نېکه مرغه زما د نيولو لپاره زما د ورور يو دوست او آشنا پوليس افسر راغلی ؤ، زه يې له تالاشۍ نه وروسته په هم هغه شپه په خپل کور کې تر څارنې لاندې پرېښودم، ما هم په هم هغه شپه اردو ته د انقلاب قومانده صادره کړه، چې پايله يې د سر په سترګو وينو.»

    دستګير پنجشيري تر دغه مهاله حيران او چوپ ولاړؤ، په داسې حال کې چې په سترګو کې يې ماته کتل، امين ته يې وويل:« بېشکه چې د وطن بچی او د ډګر ځوان يې.»

    دسليمان لايق له سترګو اوښکې راونې وې، ورته مې وويل: «ولې اوښکې تويوې؟» ويل: «د خوښۍ اوښکې دي، ما د دې حالت هيڅ تصور هم نه کاوه، اوس نپوهيږم چې خوب وينم او که په ويښه يم.»

په اتيا کښي نوې نوې زم زمه شوه

را روان دی نا زمين کاروان د خلقو

کار ګران او بزګران به يې سر په دار کي

څوک چي نه مني د سور نښان د خلقو

ليک: جنرل عمرزی

ژباړه:  سيد عبدالله باچا