fbpx
کوزه پښتونخوا مقالې

د بشیر بلور له وژل کېدو څخه مو څه درس واخیست؟

لیکوال افغان جرګه

بریزر، امریکه

دسمبر ٢٦، ٢٠١٢

دا پوښتنه ټولو پښتنو، په  تېره ملتپاله گوندونو او په هغو کې هم بیا د عوامي نیشنل گوند مشرانو ته راجع ده. بشیر بلور په سره غرمه د پېښور په زړه کې چې د عوامي نیشنل گوند مرکز ده ووژل شو. بشیر بلور لومړی کس نه وو چې (ترهگرو) وواژه، د بې گناه پښتنو د وژنې دا لړلۍ له ډېرې مودې راهیسې روانه ده. د عادي کلیوالو، ښځینه، نارینه، ماشومانو، هلکانو نجونو، مشرانو، کشرانو، استادانو او سیاست پوهانو هیڅ فرق نه کیږي. تر بشیر بلور له مخه په بنیر کې فتح خان ووژل شو، تر هغه له مخه په سوات کې ماشومه ملالۍ د وژل کېدو په هڅه کې ټپي شوه، څه وخت له مخه په چمن کې د عوامي نشنل گوند یو تن مشر جیلاني خان اڅکزی ووژل شو، تردې چې د اسفندیار ولي خور، د ولي خان لور د ډاکټرې گلالۍ د وژل کېدو هڅه هم وشوه، د میان افتخار یواځینی ځوان زوی هم د (ترهگرو) تورې گولۍ و خوړ. داسې بې شمیره نور چې نومونه یې یاده ول دلته گران کار دی.  هر پښتنانه ته چې د (ترهگرو) توپک سم شي بې له کوم سوچ، بې له کومې وېرې ورباندې وار وکړي، نه یې څوک تپوس کوي، نه څوک ور باندې احتجاج کوي او نه څوک ورته بد وايي. هو بد وايي خو بد (ترهگرو) ته وايي، د پاکستان پوځ- تالیب- ای ایس ای- پنجاب، په خوله نه یاده وي. دا یوه بلا چې څلور مخونه لري، دا نه مني چې دوی ترهگر دي. نو ځکه چې کله ترهگر یاد شي دا توره پښتون دوښمنه بلا داسې سوچ کوي چې خبره دوی ته نه ده متوجه، بلکه تش په هوا کې ډزي کیږي. په دوی باندې کومه اغیزه نه کوي.

اوس لر او بر ټولو افغانانو ته دا ډیره ښه مالومه ده چې د پاکستان پوځ، تالیب، ای ایس ای او پنجاب یو شی دي، او د زرهاوو پښتنو مشرانو وژنه او په لر او بر افغان وطن کې د گډ وډۍ پور د هم دغې څلورمخې تورې بلا په غاړه ده. د عوامي نینشل گوند مشران خو بل تر هر پښتانه په دې خبره ښه پوه دي. خو هیڅ کله د دې تورې څلور مخې بلا نوم څرگنده نه اخلي. د گوند مشرانو یواځي خپل مخونه د تورې بلا څپېړو ته نیولي دي، او د تش په نامه د عدم تشدد یا نه غال تر شا یې پناه اخیستې ده.

د عوامي نینشل گوند ټول مشران د پنجاب، ای ایس، ای، پوځ او تالیب د تورې څلورمخې بلا په نښه دي. دوی که هر څومره کوښښ وکړي چې ځانونه د عدم تشدد تر دیوال شاته پټ کړي، یا د پاکستاني پوځ، ای ایس ای او د تالیب د خوشالولو هڅې وکړي، نه شي خلاسېدلای.

د بشیر بلور ورور، غلام احمد بلور د پوځ د خوشاله ولو لپاره په پېښور کې د پاکستان دېرش گزه اوږد بېرغ ځواړند کړ، بیا یې د ملایانو د خوشاله ولو لپاره د اسلام د سپکاوي د فلم د پروډیوسر د وژلو په سر د دوو لکو ډالرو انعام اعلان کړ، د پوځ د نورې خوشالتیا لپاره د گوند مشرانو د خیبرپښتونخوا په پارلمان کې د ناټو  پوځ او ډرون بریدونه څو ځلې و غندل. د پاکستان د بقا، یووالي او د پرمختیا لپاره د گوند د مشرانو غږ نن سبا بل تر هر سیاسي گوند اوچت اورېدل کیږي. خو دا خبرې څلور مخې توره بلا نه شي خوشالولای. دغه بلا خپل یو هدف لري، هغه هدف یې په لر او بر افغان خاوره کې د مخورو پښتنو له مینځه وړل دي. او پښتني ټولنه بې سر او سامان، بې لاسه او پښتو پاته کول دي، او د تل لپاره تر خپلې پنجې لاندې ساتل دي.

اسفندیار ولي پرون د پاکستان په سیاسي گوندونو غږ و کړ چې د ترهگرۍ خلاف دې څرگنده دریځ خپل کړي. نو ښاغلې مشره اسفندیاره، د ترهگرۍ او د پښتون وژنې خلاف ترټولو لومړی باید تاسي د پښتنو د مشر او مخکښ په هیڅ خپل دریځ څرگند کړۍ. او د څرگنده دریځ ترټولو لومړی شرط دادی چې تاسي له دې وروسته د پښتنو دوښمن ته یواځي (ترهگر) و نه وایاست، بلکه د پنجاب، پاکستاني پوځ، ای ایس ای او تالیب په جامه کې توره څلور مخې بلا ووایاست. هله به پښتنو ته هم لاره مالومه شي، په تاسي پسې روان ملتپاله پښتانه به نور د (ترهگرو) په نامه نه غولیږي، او د خپل وار هدف به یې هغه دوښمن شي چې تاسي یې مخ ور بربنډ کړۍ.

ستاسو د څرگنده دریځ په هیله::– ټوکېدلي، کړېدلي، ترسېدلي، دردېدلي، زړه چاودلي، بې کوره، بې لارې او بې پته شوي پښتانه!!!