fbpx
جلال بازوان سیمه او افغانستان کوزه پښتونخوا لیدلوري

سیمه، افغانستان او نامالوم راتلونکی (څلورمه برخه)

لیکوال جلال بازوان
ډېرو افغانانو د ټرمپ د ولسمشر کېدو هرکلی ځکه وکړو چې فکر يي کاوه چې ګواکې ولسمشر ټرمپ به د افغانستان مسله حل کړي او هغه خبرې چې د ولسمشر کېدو د مخه يي کولاې چې ګواکې د هرې مسلې حل پوځي نه دی نو همدارنګه افغانانو هم داسې انګېرله چې د ټرمپ ادارې اکثرا لوړپوړي چارواکي هغه پوځي مامورین دي چې په افغانستان کې يي ماموریت ترسره کړی دی او د مسلې له هر اړخ سره خورا بلدتیا لري. مګر اوس دا ټول وړاندوینې او فکرونه ناسم راخېژي.
په رسنېو کې هم د هرې ورځ سرلیک د سیمې او افغانستان په اړه د ټرمپ د ادارې ناتکمیل شوې بهرنۍ تګلاره ده، کومه چې اوس مالومه شوه. په درېیمه برخه کې مو په برسلز کې د ناټو غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو او د امریکا د دفاع وزیر ترمېنځ د ناستې په اړه یادونه کړې وه چې مهم ټکي يي په افغانستان کې د امریکا او ناټو ماموریت به تر یو نامالومې نېټې پورې دوام ومومي او همدارنګه امریکا له ناټو غړو هېوادونو درې زره نوي سرتېري افغانستان ته د افغان امنیتي ځواکونو د روزلو په خاطر هم غوښتنه کړې ده.
په هغه ناسته کې مونږ ته د افغانستان د کشالې د حل په موخه د ټرمپ ادارې د بهرنۍ تګلارې پته ولګېده چې دوي څومره د افغانستان په مسله کې سنجیده دي، مګر د موضوع په دواړو اړخونو مونږ د دې اوونۍ د امریکا د کانګریس دفاعي چارو کمېټه چې د جان مکین په مشرۍ اول پاکستان او بیا کابل ته سفر وکړو خورا ښه پوهېدلای شو. د کانګریس د دفاعي چارو کمېټۍ د پاکستان د لوي درستیز سره د وزیرستان په دوره هم ولاړل، هلته يي‌د پاکستان د پوځيانو له کردار خوښي څرګنده کړه او همدارنګه په ډیورنډ کرښه د ازغن تار د لګولو يي هم ستاینه وکړه.
په کابل کې د ولسمشر غني سره د ناستۍ وروستو يي ولسمشر غني ته د ډیورنډ کرښې په دواړو غاړو کې د پاکستاني-افغاني ځواکونو ګډ عملیاتو(Joint Border Operations) طرحه وړاندې کړه او ولسمشر غني هم ورسره ومنله. د ارګ په اعلامیه کې چې په ټویټر خپره شوې ده هم له دغې طرحې يي ملاتړ اعلان کړی دی او ددې ترڅنګ د ډیورنډ کرښې ته د دواړو هېوادونو ترمېنځ د سرحد نوم ورکړل شوې دی، مګر نن ورځ يي د تېرې شپې ټول ټویټس ډیلیټ/ړنګ کړې دي.
مونږ له هرڅه د مخه د ملي یووالي حکومت له چارواکو یو څو پوښتنې کوو چې ایا ستاسې کامیابه بهرنۍ تګلاره او لابي په امریکا کې هم دا وه چې د ۲۰۱۴-۱۵ کال هماغه د (Border Management) معاهده مو د امریکا په خوله له پاکستان سره بیا د سره په یو نوي نوم ومنله؟
ایا تاسې د ملي یووالي حکومت ته دا پته نشته چې د پاکستان په نسبت ښه طالب(Good Taliban) اوس د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې نه بلکه په جنوبي پنجاب کې روزل کېږي او هلته يي کمپونه دي؟
ایا د ملي یووالي حکومت له یاده ووتل چې د بارډر منیجمینټ د معاهدې په اړه تېر ځل ولس کوم غبرګون ښودلی ؤ؟
ایا ملي یووالي حکومت په دې پوهېږي او که نه چې د ګډو عملیاتو په نوم چلبازي به پاکستان له نړېوالې ټولنې د فشار څخه وژغوري؟
ایا د ملي یووالي حکومت چارواکي په دې نه پوهېږي چې پاکستان د ډیورنډ کرښې د دواړو غاړو په اوږدو کې د ګډو عملیاتو په نوم د تروریزم د روزنۍ او د Cross-border terrorism بوج له خپلو اوږو ښکته کوي او افغانستان ته يي په ور اوږه کوي؟
ایا د ملي یووالي حکومت په دې نه پوهېږي چې داسې هېڅ ضمانت وجود نه لري چې پاکستان به په ریښتینې ډول د ټولو تروریستانو روزنیز کمپونه له منځه یوسي او د ښه او بد تروریست ترمېنځ به فرق نه کوي؟
تر ټولو مهمه او د غور خبره خو دا ده چې ملي یووالي حکومت په خپله دوه-درې کلنه دوره کې یو ځل هم له امریکايي او لنګرګوټي دوستانو دا پوښتنه نه ده کړې چې ولې په حقایقو سترګې پټوې؟ ولې په مونږ جنګ راتپۍ؟ ولې راسره په صداقت دوستي نه کوې؟ مونږ خو د دوستۍ ټول شرایط پوره کړې دي مګر ستاسې له لوري له مونږ سره دښمنانه چلند کېږي او مونږ دې ته مجبوروۍ چې نور ستاسې له ښو او بدو واړو توبه وباسو.
نور بیا……..