fbpx
جلال بازوان سیمه او افغانستان لیدلوري

سیمه، افغانستان او نامالوم راتلونکی (درېیمه برخه)

لیکوال جلال بازوان
په دوهمه برخه کې مو په اسیا کې د امریکا د راتلونکی تګلارې په اړه یادونه وکړه او په‌ځانګړي ډول د امریکا د ملي امنیت پخواني مشاور بریژنیسکي د ټرمپ ادارې ته د هغې مشورې چې د چین د نفوذ د مخنیوي او په اسیا کې د قدرت د موازنې لپاره باید څه وکړي.
د تېر زیارت په ورځ په برسلز کې د ناټو غړو هېوادونو دفاع وزیرانو او د امریکا د دفاع وزیر ناسته درلوده. د ناستې مهم موضوعات د روس څخه د ناټو غړو هېوادونو ته ورپیښو امنیتي خطرونواو چلینجونه مخنیوی او همدارنګه د تروریزم ضد جګړه ول. کله چې هم د تروریزم ضد جګړې خبرې کېږي نو ډېر فوکس په افغانستان کېږي. د لویدیځو رسنېو او شننونکو مطابق دا د امریکا او ناټو غړو هېوادونو لپاره په تاریخ کې تر ټولو اوږده او ستونزمن عملیات او ماموریت ګڼل کېږي چې لاتراوسه نه دي توانېدلي چې د افغانستان مسله حل کړي.
مونږ او لویدیځ رسنۍ او شننونکي بیا په دې خبره کې سره د نظر اختلاف لرو. هغوي یواځې دا وايي چې لاتراوسه نه دي توانېدلي مګر د موضوع اصلي اړخ په اړه خبرې نه کوي چې نه دي توانېدلي نو علت يي څه دی؟ ایا د افغانستان مسله په ریښتینې ډېره پېچلې ده او که نه دلته د امریکا او د ناټو غړو هېوادونو حالات او سناریو داسې برابره کړې ده چې په افغانستان کې ددوي ماموریت یو څه ناکام او یو څه کامیاب وښايي؟ په هر حال مونږ به هغه د چا خبره چې مونږ به خپل کار کوو او هغوي به خپل کار.
د ناټو غړو هېوادونو دفاع وزیرانو او د امریکا دفاع وزیر جنرال مټیس چې د لیوني سپي په نوم هم په لویدیځو رسنېو کې مشهور دی ناستې یو خبره روښانه کړه او هغه د افغانستان او سیمې په اړه د امریکا جنجالي بهرنۍ تګلاره ده چې د ټرمپ د ولسمشرۍ چارو د سبمالولو څخه را وروستو هره ورځ په رسنېو کې ښکته او پورته کېږي او لاتراوسه دغه بهرنۍ تګلاره لا نه ده تکمیل شوې. د ناستې څخه وروستو جنرال مټیس د رسنېو سره په خبرو کې د افغانستان په اړه وویل: هغه نه غواړي چې د جنګ د خاتمې لپاره یوه نیټه وټاکي، ځکه چې د جنګ خاتمه نه اټکل کېدونکی خبره ده. د جنرال مټیس دغه خبرې شکونه په یقین بدلوي او هغه څه چې لاتراوسه مونږ يي زړه نا زړه وايو اوس په یقین سره ویلای شو چې د افغانستان مسله کې امریکا هېڅ سنجیده نه ده او نه غواړي چې دغه مسله هواره شي. دوهم تر ټولو مهمه خبره دا چې په افغانستان کې د امریکا جګړه په اصل کې ده له چا سره؟ ایا امریکا د پنځلس-شپاړس کلونو وروستو هم غواړي چې د تروریزم ضد جګړه د افغانانو په کلو کې وکړي او دغه جګړه په افغانانو ور وتپي او که دغه جګړه به د افغانستان د پولو د باندې کوي؟ د جنرال مټیس یو بله خبره دا وه چې هغوي د افغانستان څخه د انخلا او یا هم د وتلو لپاره کوم نیټه نه مالوموي بلکه غواړي‌چې په افغانستان کې تر یو نامولوم اوږدمهاله مودې لپاره پاتې شي. دغه خبره بیا هغه څه دي چې زمونږ شکونه په یقین بدلوي. مونږ وایو چې بېشکه په افغانستان کې د اوږدی مودې لپاره پاتې شی مګر په هغو اصولو او شرایطو له مخې چې تاسې له مونږ سره د امنیتي تړون او د سټراټیجیکې دوستۍ د تړونونو له مخې کړې دي. کچېرې ستاسې موخه په افغانستان کې جګړۍ ته دوام ورکول وي او هغه وعدې چې تاسې له مونږ سره په تړونونو کې کړې دي او پوره کولای يي نشی او یا يي هم قصداً نه پوره کوی نو بېشکه هېڅ افغان دې ته نه دی تیار چې ستاسې شتون په افغانستان کې ومني.
د جنرال مټیس بله مهمه خبره د افغانستان په اړه د امریکايي سرتېرو د زیاتوالي په اړه وه. هغه وویل چې لاتراوسه يي د کره شمېرې د زیاتوالي په اړه نه ده کړی مګر که سم او پرځای مالومات ورته په لاس ورشي نو په هماغه ساعت به په افغانستان کې د کره شمېرې په اړه اعلان وکړي. مونږ بیا هم د جنرال مټیس ددې خبرې په اړه وایو چې که امریکا په افغانستان کې خپل د ځواکونو شمېر زیاتوي نو دوي يي‌ د کوم تړون له مخې دغه کار ترسره کوي؟ ایا تاسې په ريښتینې داسې ګڼې چې ګواکې په افغانستان کې د ځواکونو د شمېر په زیاتوالي سره به دغه مسله حل شي او که څنګه؟
د ملي یووالي حکومت او ولسمشر اشرف غني سره مخالفتونه هم تر ډېره د همدې له وجې دي چې په دغو مسلو کې يي چوپتیا غوره کړې ده. په هېواد کې د امریکا او ناټو د هغه رول په اړه کله هم نه غږېږي کومه چې دوي له مونږ سره د تړونونو له مخې کړې ده.
نور بیا…………..