fbpx
سالار یوسفزی مقالې

انتها پسندي اوپرمخ تګ

انتهاپسندي د یوکار کولویاموخې ترلاسه کولولپاره د ممکن او ناممکن ترحده تللوته وائي اتهاپسندي یوه جذبه ده یا یوجذباتي تصوردے چې د یوفرد د ځاني غوښتنوګټو خوندي کولو یاډېروالي په هڅه کښې یا دتاوان دویرې د اثره زېږي.دایوه شعوري حیواني جذبه ده یا یو نرګسیت دے چې د ځان نه پرته بل هیڅ هم نه ویني د یو فرد اراده اوجذبه د خپلو ځاني غوښتنو ګټو اوتصوراتوښکېل شي یعنې دغه فرد یواځې په ځان خپلوغوښتنواوارادوکښې ورک شي د ښه اوبد تمیزکول ورته ګران شي او د ضد په لومه کښې ونخلي. انتها پسندي په ځانګړې توګه د قدغن نه تودوخي اخلي.
د اتهاپسندۍ محرک د شخصي ګټې اوتاوان د اثرلاندې پېل کېږي اودغه پېلامه اکثر د غټانو ، طاقتورو افرادو اوریاستونوله لوري وړاندې کېږي اوعملي کېږي خوچونکې قانون هم ددغه طبقې د مفاداتودتحفظ اوډېروالي لپاره سازېږي له دې وجې د هغوي دلاسه دکمزوروخقوق تروړل کومه بدي نه شي شمارلے کېدے اونه ورته څوک پاملرنه کوي خو ددغه زورورغاسب د لاسه زپلے شوے ، رټلے شوے ، اولوټلے شوے کمزورے اوبې وسه چې د خپل تروړلي شوي حق لاس ته د راوړلولپاره هره ممکنه حربه پکار راولی نودغه انتها پسندي بللے کېږي.
د ریاست ، حکومت ، یا د ادارو او د ادارو د افرادو سیکیوریټي ادارومنصفو ادارو وغېره ته خپله انتها پسندي انتها پسندي نه ښکاري د هغوي د لاسه په کمزوروټولې ناشونې روا وي د دغه کمزوري فرد ، ادارې، حکومت یا ریاست د خپل حق لاس ته راوړلو یا د زورورو نه د ژغورلو هڅوته دغه شتمن خلق د انتها پسندۍ نوم ورکوي.
په ننۍ ټولنه اوتصورکښې انتها پسندي د وحشت او تشدد په معنو کښې اخستے کېږي تصورکېږي اوپېلامه کېږي.خو دغه د انتها پسندۍ افاقي تصور یا بڼه نه ده.بلکې د نن وخت د راوتلونتیجوپه بڼه انتها پسندي د تشدد سره تړلے کېږي
د انتها پسندۍ معني دي تر اخره پورې تلل پدې کښې ښې اوبدې پېښې دواړه راتلے شي د ښه پېژندلو لپاره د نمونې په طور یومنزرے په څه اراده یاغېرارادي ځنګل پرېږدي اوابادۍ ته راځي دا یو قسم انتها پسندي ده د قوانین فطرت نه سرغړاوےدے دويم اړخ ته د کلي خلق په ویره کښې دي چې ازمرے دوي مات نه کړي دغه ویره هم انتها پسندي ده اودريم یوتن راپاڅي دغه منزرے وژني یا پرې نور ظلم کوي دابادۍ نه یې بهرته اوباسي چې چاته نقصان ونه رسوي دغه هم انتها پسندي ده.
یوسړے وږے شوے دے اود لوږې ماتولونورې لارې ورسره شته خوهغه راپدؤ کېږي یوه چرګه نیسي اوحلالوي یې دا هم انتها پسندي ده.یوتن په غلطۍ یا په اراده مړے کوي انتها پسندي ده عدالت او جج ددغه سړي د مرګ فېصله کوي دا هم انتها پسندي ده.
د اتها پسندۍ ابتدا کېدائے شي په شوروکښې د خپل شخصي وجود د بقا نه پېل شوي وي یعنې خپل ځان د لوږې د مرګ نه ژغورل یاد وحشی ځناورونه ژغورل . دغه هم ځاني ګټه وه چې انسان یې به انتها پسندۍ مجبوره کړے دے اود وخت تېرېدوسره دغه غوښتنې اوګټې نورې ژورې شویدي اود انتها پسندۍ رنګ ورسره نور هم شوخ شوے دے.چې کله زرعي انقلابي دور سترګې وغړولې نومونږته په دې دورکښې د هرې خوبۍ او خامۍ زېلې په ډاګه په نظرراځي چرته چې د غوښتنود ډېروالي اوخوندي کولو انبارونوخلې وازې کړې هم دا وخت دے چې د فسون ګرۍ اوتوهم پرستې ابتداکوي د مذهب خط وخال څانګونه څپړي.د هندومت دا پېلونه ده چې اسوروانتها پسندي شورو کړه اومهادېودهغوي د چقولولپاره د انتها پسندۍ سره لاس ورکوي په مصرکښې انتها پسندي عام کېږي اوخداوند امون رع د دغه انتهاپسندۍ په قابوکښې د ساتلولپاره خپل محبوب حمورابي ته شریعت ورکوي.چې د انتها پسندۍ اعلی نمونه ده. خداوند یهواه د تخلیق ادم انتهائي قدم اوچتوي ملېکې هم اتهاپسندانه رویه خپلوي او په تخلق ادم خپل شکونه برسېره کوي .د تخلیق ادم وروستو شېطان د خپلې رتبې دحق تلپۍ په وجه بغاوت کوي او دغه انتهاپسند د خداوند له لورې په انتهائي اقدام د تل لپاره مردودکولے شي. ادم د انتهاپسندۍ ښکارکېږي او حکم عدولي کوي اود انتهاپسندۍ جواب په انتهاپسندۍ سره مومي او د جنت نه راشړلے کېږي . د من ویزدان انتها بسندۍ کمال ته رسېدلې وي خېر ازلي اوشر ازلي د یو بل سره نختې وي چې زردشت راځي اود دواړوترمینځ روغه کوي.سقراط ، عیسی ، برونواوحلاج منصورد انتها پسندۍ پاسلونې کوي اودزوروروانتهاپسندود انتها پسندۍ ښکارکېږي.عالمي جنګونه هم ددوؤ انتهاپسندو د انتها يسندۍ نتېجې دي د افغانستان جګړه هم د دوه انتهاپسندو ترمینځ نختې وه یعنې د انقلابیانواود انقلاب پر ضد د راپاڅېدونکوانتهاپسند مجاهدینو.په غټه پېمانه دوه نورانتها پسند روس او امریکه د یویو شاته ودرېږي او د جنګ بازار لا تودوي.که اسامه انتها پسند وو صدربش دهغه نه زیات اتها پسند وو.
په لنډو ټکو مونږ داوئیلے شوچې انتها پسندي یومحرک دے چې د نتیجونه بې پروا وي یا ناخبره وي د یو انقلاب پېلامه ده د څه کولوجستجو ده او د پرمختګ اوخوځښت روح روان دے
سالاریوسفزے