fbpx
جلال بازوان سیمه او افغانستان کوزه پښتونخوا لیدلوري نړۍ

سیمه، افغانستان او یو نامالومه راتلونکی (لومړۍ برخه)

لیکوال جلال بازوان

په هېواد کې د سیاسي او نامنۍ روان بهیر او په سیمه کې د نوو او زړو نیواکګرو رقابتونه مو په داسې یو کشمکش کې راګېروي چې د راتلونکي په اړه ویل راته خورا سختوي. د هېواد حالاتو: نامنۍ، بې روزګارۍ، د ولسي او نظامي مرګ ژوبلې ګراف ورځ تربلې لوړېدل مو اندېښنې لاپسې زیاتوي.
د زړو نیواکګرو په موجودیت کې اوس تر بل هر وخت زیات ترهګر په افغانستان کې عملیات کوي. ویل کېږي چې په افغانستان کې شل تروریستي ډلې ټپلې دا مهال تروریستي بریدونه کوي، تروریستي ډلې کوښښ کوي چې دلته خپل پټنځایونه ولري او د ملي امنیت مشاور مطابق تروریستي ډلې ټپلې کوښښ کوي‌چې د افغانستان د تاریاکو او مخداره موادو مارکېټ تر خپل کنټرول لاندې راولي ترڅو له دې لارې دوي خپل تروریستي اهدافو لپاره مالي ضروریات پوره کړي.
د ډیپلوماټ د تېر کال د یوی مقالې مطابق افغانستان کې دا مهال د نړۍ ۹۰ سلنه مخدره مواد تولېدېږي او ددې ترڅنګ د نورو کلونو په پرتله اوس په افغانستان کې ۴۰ سلنه د کوکنارو کرکیله نوره هم زیاته شوې ده. ویل کېږي چې د افغانستان د مخدره موادو څخه کلنې عاید ۶۸ بیلینه ډالره دی چې په دې کې ۴۰۰ میلینه ډالر یواځې د طالبانو جیبونو ته ځي. د کوکنارو کرکیله یواځې په هغو ولایاتو او سیمو کې کېږي چې د طالبانو او د نورو تروریستي ډلو د واک لاندې دي. له بلې خوا که د ملي امنیت مشاور خبرو او د مخدره موادو کاروبار تاریخ ته لږ نظر وکړو نو د سي ائی ای پخواني کارکوونکي او په انګولا هېواد کې د سي ائی ای د (Task Force) پخواني مشر (John Stockwell) پخپل کتاب (In Search of Enemies “A CIA story”) کتاب کې د مخداره موادو کاروبار د ویتنام په جګړه کې د سي آئی ای لخوا شروع شوی ؤ. دغه کاروبار د سي ائی ای لخوا پرمخ ځي او له دې لارې په میلونونو ډالر لاسته راوړي. په افغانستان کې هم ورته حالات کېدای شي. افغانستان ته د امریکایانو راتګ د ترورېزم ضد جګړې پرته یوه بله لویه وجه دمخدره موادو مخنېوی ؤ، مګر د امریکا په راتګ سره نه یواځې دا چې په دې هېواد کې تروریستانو ته ماتې ورنه کړل شوه، بلکه د مخدره موادو تولید تر بل هروخت زیات شوی دی.
له بلې خوا په سیمه کې د چین لخوا د یو لار یو کمربند په نوم د راشروع کړل شوې پروژه ده. په دغه پروژه کې یو سټراټیجیکه نقطه افغانستان دی، مګر په ورته وخت کې لوي خنډ هم د افغانستان روان حالات ګڼل کېږي. د روانې میاشتې په ۱۴ او ۱۵ تاریخ په بېجینګ کې د ۲۸ هېوادونو د مشرانو برسېره د نړۍ ګڼو هېوادونو لوړپوړو چارواکو ګډون وکړو. د ټولو هېوادونو مشران له پخوا څخه راغوښتل شوې ؤ مګر د دغې لوي غونډې څخه یواځې دوه ورځ د مخه افغانستان دې غونډې ته راوبلل شو چې په هغه غونډه کې د افغانستان استازیتوب په چین کې مېشت سفیر جانان موسی زي وکړو. پوښتنې دلته راولاړېږي کچېرې افغانستان په ریښتینې ددغې پروژه کې مهم رول لوبوي نو بیا ولې افغان ولسمشر او یا هم اجرایه رئیس دغې غونډې ته لکه د نورو ۲۸ هېوادونو د مشرانو په څېر را ونه بلل شول؟ ایا د افغان او چین حکومتونه ترمینځ همغږي نه شته که څنګه؟ ایا چین لاتراوسه د افغانستان په مسله کې د امریکا او د ناټو د حضور له وجې نه غواړي‌چې زیاته دلچسپي وښايي که نور څه وجوهات هم شته؟
زه نه پوهېږم چې څومره نورو سره به هم دا ډول ورته پوښتنې راولاړېږي او ددې په اړه به سوچ کوي، ځکه زه چې کله د یو لار یو کمربند پروژې ته ګورم او بیا په افغانستان کې ددغې پروژې په اړه د هېڅ مالوماتو او پلټنو نه شتون مې یو څه ګنګس کړي. ما چې کله په چین کې مېشت افغان سفیر نه ددې په اړه وپوښتل چې په افغان رسنېو او ځوانانو سره د دغې پروژې په اړه کافي مالومات ولې نه شته؟ نو هغه راته وویل، نه، بلکل کافي مالومات وجود لري، خو زما د پوښتنې اصلي مطلب دا دی چې ددغې پروژې ترشا ډېر سیاسی، جیوپولېټیکل، پوځي، اقتصادي او ډېر نور اهداف شته چې افغانان ددې په اړه مالومات نه لري.
له بلې خوا په هند کې د کلنۍ بودېجې پر مهال « ورېښمو نوې لار» پروژه د هند او امریکا د ګډې همکارې په شروع کولو سره اعلان کړه. هندي رسنۍ وايي چې د ورېښمو نوې لار به د جنوبي اسیا هېوادونه له جنوبي ختېځو اسیايي هېوادونو سره ونښلوي چې په دې کې بیا هم افغانستان یو مهم او سټرټیجیک ځای دی. هندي رسنۍ وايي چې د ورېښمو نوې لار د چین د یو لار یو کمربند لار د مخنیوي په خاطر کوي. اوس دلته نوي پوښتنې راولاړېږي او هغه دا چې په سیمه کې د نوو او زړو نیواکګرو مقابله چې میدان به يي بیا هم افغانستان وي. مونږ په اصل کې د دواړو یو لار یو کمربند او د ورېښمو نوې لار هرکلی کوو، مګر په دې شرط چې یو سالم رقابت وي، مګر دا بېرته ناممکنه ښکاري او هغه ځکه چې امریکا د اسیا د (Rebalancing) یا د واک په توازن کولو په تکل کې ده. اوباما کوښښ وکړو چې ټي پي پي معاهدې له مخې د جنوب ختیځې اسیا نوې راټوکېدلي اقتصادي هېوادونو سره ازاد تجارتي اړیکې ولري او هلته د دغو هېوادونو په مرسته په سیمه کې د چین مخه ونیسي، مګر د ټرمپ لخوا هغه معاهدې څخه انکار د اوباما پالیسي ناکامه کړه، خو امریکا د ۲۰۱۱ کال سټراټیجي خپله کړه. دغه پالیسي د ۲۰۱۱ کال د هیلري کلینټن لخوا د هند په چنايي ښار کې وړاندې شوې وه چې د ورېښمو لار به بېرته رغوي.
نور بیا…..