fbpx
ژباړې سیمه او افغانستان کوزه پښتونخوا

د عبدالرحيم مندوخيل او جنرل نصير الله بابر ترمينځه يو څو تاريخي خبرې! ژباړه/ نوربادشاه يوسفزئ

لیکوال افغان جرګه
عبدالرحيم مندوخيل چې کله د سينټ ممبر جوړ شو هغه وخت نصيرالله بابر د پاکستان د کورنیو چارو وزیر (وزيرداخله ) وؤ,
دغه ورځو کې د پاکستان د مشرانو جرګې کور ( سينټ هاوس) په حال کې د عبدالرحيم مندوخيل او جنرال نصيرالله بابر ترمينځه يو څو تاريخي خبرې وشوې.
نصيرالله بابر: رحيم صيب زما بچي د کابل دروازې ته رسيدلي وس به څه کوې?
رحيم مندوخيل (جواب) : جنرال بابر صيب تا يواځې معاشرتي علوم لوستلی دی. تا د افغانانو تاريخ نه دی لوستلی, د کابل دروازې له چې چا هم ټک ورکړې لاس يې سيځل شوې.
نصير الله بابر: زما بچي به کابل وسيځي!
عبدالرحيم مندوخيل (جواب) : د ځان سره يې وليکه, کابل هغه کړهۍ دې چې د بهر غورځيدلی هر شۍ پکې وسيځل شي خو کړهۍ بيا هم روغ او سلامت وي,
او يوه خبره مې په ياد وساته چې ستاسو دا ليونۍ ښوئی به يو ځل د پاکستان بې وزله ولس داسې برباد کړي چې ستاسو دا نازولي به تاسو خپله و وژني.
يادونه: عبدالرحيم مندوخيل په کال 1932 کې په جنوبی پښتونخوا کې پيدا شوې وو, او نن په کوټه کې يې د دې پانې نړۍ څخه سترګې پټې کړي, ارواه دې ښاده وي, ياد يې تلپاتې.