fbpx
مقالې ملي پاڅون

پاکستان، اسلام او د پاکستان ملایان

لیکوال ملي پاڅون
د علامه اقبال د غازيانو، جوماتيانو او ملايانو نه دا تپوس کول پکار دي چې ستاسو جهاد پاکستان او اسلام ته کومې ګټې اورسولې او اسلام سره مو کومه ښېګړه اوکړه ۔ دا به پکې نه شمېرو چې دغه د ډالرو جهاديانو دېرش لکه افغانان او پښتانه له تېغه تېريستل او اوس يې هم له زړونه يخ نه دي خو زمونږ غوندې د خلکو په دې ډېر زړه درديګي چې تاسو د پاک خداے نوم د خپلو سياسي ګټو دپاره کاره وۍ او خپلې خېټې پرې ډکوۍ۔ دا هر څه په درياب لاهو کړه ، ځه دېرش لکه افغان پښتون مړ نه مړ خو تاسو په نړيواله کچه دې اسلام سره څه اوکړل او څه ورسره لګيا دي کوۍ ۔ د مغرب ډېرو ملکونو مسلمانانې ښځې بې ستره کړې او دا ورته په زغړده وائي چې يا خپل مخونه ښکاره کړۍ او يا دا ملک پرېږدۍ۔ ډېر مغربي هېوادونه په دې خبره غور کوي چې مدرسې بندې کړي ، جماعتونه راکم کړي او بيا يې ورو ورو اوتړي۔ دا د دې جهاديانو مهرباني ده چې د اسرائيلو سرکار د مسلمانانو خلاف سخت قوانين پاس کړل او د مسلمانانو مذهبي سرګرمۍ يې رامحدودې کړې ۔ د امريکا د اميګرېشن قوانين هم نوي خبره ده او د امريکا حکومت غواړي چې اول د مسلمانانو راتګ کم کړي او بيا يې ورو ورو له هېواده اوباسي ۔ د پاکستان د جومتيانو او ملايانو د شهد نه زيات خوږ دوست چين د سبا نه سنګيانګ صوبه کې د ښځو په ستر او د سړو په ږيرو پابندي لګوي ۔ چين اعلان کړے دے چې په دغه مسلم صوبه کې به نه کومه مسلمانه ښځه ستر کوي او نه به کوم مسلمان سړے ږيره لويوي۔ د هندوستان سرکار اعلان اوکړو چې د غوا حلاول د عمر قيد سزا ده ۔
د اسلام خدمتګارو ، د خداے او رسول مئينانو تاسو لږ دې خپل ګريوان ته سر ښکته کړۍ چې د دوو ډالرو دپاره تاسو په ځائي او نړيواله کچه اسلام کوم ځاے ته اورسولو۔ په ظامره ستاسو خلې په اسلام اسلام اوشلېدې او د دننه نه د اسلام جړې پرېکويۍ!