زه به نن دومره ووايم چې له کله مې د ناظر خندا نه ده اورېدلې بيا مې ښه ورځ نه ده ليدلې. ما د ناظر خندا د خپل ماشومتوب په ورځو شپو کې اورېدلې وه. ما ته نه اوس هغه کلونه ياد دي، نه مې بيا د “نوی کور، نوی ژوند” د ډرامې سټوري په ياد پاته شوه، نه مکالمې، نه ناظر او نه نور کريکټرونه خو د ناظر د خبرو سټايل، د هغه خندا او د هغه “له خېره سره” او “لرې دې له مخې” مې پر ذهن نقش پاته دي. دومره زيات وخت نه دی تېر شوی خو چې څومره وخت تېر شوی دی، په دې کې ډېر څه تېر شوي دي، کله کله له ځانه سره سوچ کوم چې يا خو ژوند ډېر ګران دی، يا د احساس په اور کې سوځېدل دومره زور غواړي او يا د خدای پر ځينو انسانانو دومره ذهني کړاؤ پيرزو وي.
له ما چې د “ناظر” د خندا اورېدل پاته شول او په يو لېوني رفتار د پښتنو “د نوي کور، نوي ژوند” د ليدلو د ارمان د روزلو او بيا رېژولو په سوچ او کار اخته شوم نو دومره سوې کرږي او ژړاوې مې واورېدې چې زما د ماشومتوب په ميموري کې خوندي د “ناظر” خلاصه او پُرخلوصه خندا يې سره راټوله کړه، ويې ژړوله او ويې وژله.
ما په داسې وخت کې د بي بي سي د “نوی کور، نوی ژوند” ډرامې ډېرې برخې اورېدلې وې چې ما ته د هغې په هنري ارزښت پوهېدلو ته لا ډېر کلونه پاته وو. بيا چې مې کله له ادبياتو سره يو پراخ تعلق پېدا شو نو تر اوسه پورې داسې موقع په لاس نه ده راغلې چې په غږېزه يا ليکلې بڼه هغه ډرامه بيا پېدا کړم او هنر، پېغام او متوا ته يې په سنجيدګي سره متوجه شم او خپله يوه رايه ورباندې قايمه کړم. دا خبره کول هم ضروري ګڼم چې له ادبياتو سره د کل وقتي تعلق برسېره، ما بس هم ددې يوې ډرامې “نوی کور، نوی ژوند” څه برخې په ماشوموالي کې اورېدلې وې، له دې وروسته مې بيا نه کومه ډرامه اورېدلې او نه مې کتلې ده. ما ته د خپلې دې نيمګړتيا احساس شته.
زه په تېرو څو کلونو کې پېښور ته بيا بيا تللی يم خو چې چرته هم تللی، له چا سره مې هم ليدلي، هم دا د سياست د بحرانونو، مرګ ژوبلو يا د ژبه داسې او ژبه هغسې کيسې مې اورېدلې او هم مې کړي دي، خو زه حېران يم چې ماته څنګه کله هم دا خواهش پېدا نه شو چې د “ناظر” خندا مخامخ ووينم او هم يې واورم. زه ګمان کوم چې له روانو حالاتو سره زما ذهني مصروفتيا زما په ذهن کې د “ناظر” خندا وژلې وه يا کېدای شي داسې وي چې زما په لاشعور کې به وه چې په دومره خونړيو حالاتو کې د “ناظر” خندا خوندي نه سي پاته کېدای.
لکه چې ومې وئيل چې زه په دې نه پوهېږم چې “ناظر” به پياوړی هنرمند وو که کمزوری خو ما د هغه له هنري رول سره د خپل ماشوموالي څه وخت تېر کړی دی او د هغه له رول څخه به مې حتماً څه په شعوري يا لاشعوري توګه اخستي هم وي. د دې تعلق په باب ضروري نه ده چې زه دې بوډاتوب ته انتظار وکړم او بيا دې په خپل ژوند ليک کې وليکم چې زه داسې وم او هغسې وم؟ ما به دا اورېدل او هغه به مې اورېدل؟ دا يوه تته ميموري وه، ما وليکله. که مې نه وای ليکلې نو څوک دا ګارنټي راکوي چې دا ميموري به پاته وه او ورکېده به نه؟ څوک وئيلی شي چې که ورکه شوې وای نو هم هيڅ اسمان نه رانړېدو خو چې اوس مې وليکله نو څه اسمان راونړېدو؟ څه ګټه يې ده، ددې پړپړې په لوستلو به د هغو خلکو وخت ضايعه شوی نه وي څوک چې د وخت په قيمت پوهېږي؟ څوک به د “ناظر” پر غلام پېښور د ازادۍ بېرغ ودروي يا به کوټه د پاکستان د جنګي عسکرو له يلغاره خلاصوي؟
ما نن بيا د ژمي يخه اوږده شپه سبا کړه، د “ناظر” خندا رايادېږي خو ما پرون د اسلام آباد پريس کلب مخ ته زموږ د بوري پښتنې ښځې او بوډاګان ليدلي وو چې په دې يخ او باران کې له تېرو څلورو ورځو ناست دي، احتجاج کوي، د پاکستان ايف سي د دوی کورونه ورنړولي دي او د دوی مځکه يې ورځنې قبضه کړې ده. پر ټول قام تپلې دې بې کوري، در په دري او بې وځلي ته به تر څو زموږ د ايمانونو ډيوې مړې وي؟ که “ناظر” نن ژوندی وای او ما ليدلی وای نو ما به ورته وئيل چې يو وار خو زموږ په ايمانونو پسې په خپل انداز يو داسې اوږده او په کټ کټ خندا وکړه چې نه يوازې موږ له شرمه په مځکه ننوځو بلکې د غمځپلو خدای يې هم واوري او مرستې ته يې راورسېږي.
د “بر کلي مشران خانان” دې خبر وي.
د “ناظر” روح ته احترام او سلام، له اوږدو او له کټ کټ خنداګانو ډک ابدي ژوند يې په برخه!
نوټ: دغه لیکنه د خان زمان کاکړ له وال څخه راکاپي شوې ده.