fbpx
سیمه او افغانستان مقالې ناشنا شینوارئ

زه مجاهد یم

زه لا پیدا شوې نه وم چې پلار مې روسانو بندي کړی ؤ او چې څلور کلن شوم نو پلار مې له زندان نه راخلاص شو. زه اکثر دا پوښتنه کوم چې پلار مې ولې روسانو بندي کړی ؤ، نو ځواب یواځې یو مخې ته راځي او هغه دا چې: پلار مې د هېواد لپاره مبارزه کوله او نه يي‌غوښتل چې هېواد مو د چا د استعمار لاندې راشي نو ځکه زمونږ په هېواد د روسانو له تېري وروستو روسانو هغه بندي کړو. زما اوسنې پوښتنه له تاسې دا ده چې ایا زه د مجاهدۍ حق لرم او که نه؟ ځکه چې پلار مې زما د پېدایښت له مخه روسانو بندي کړو او ماشومتوب مې لکه د نورو په لس ګونه ماشومانو په څېر په کړاونو، تکلیفونو او بې سرپرستۍ کې تېر شو او همدارنګه د پلار د زنداني کېدو جرم مې دا ؤ چې هغه د هېواد لپاره مبارزه کوله او یو مجاهد ؤ نو ځکه يي د پلچرخي زندان سختې ورځې شپې تېرې کړی.
زمونږ په هېواد کې هر سړی راپورته کېږي ډیموکراسي او جمهوریت د پښو لاندې کوي. څوک وايي چې ډیموکراسي نه منم، څوک وايي کمونیزم نه منم، څوک وايي‌به چا ما جهاد کړې دی او یواځې شرعي نظام منم. زما پوښتنه د جهاد ټیکه دارانو او په شمول د اووه جهادي لیډرانو څخه دا ده چې هغه چا چې پلرونو يي‌یوه لسیزه او یا د یوې لسیزې زیات د روسانو د ظلم او جبر لاندې زندانو تېر کړې دي، د ډېریو ځوانانو پلرونه اعدام شوې دي د هغوي مبارزه سمه ده او ريښتینې جهاد یي کړې دی او که د ستاسې مبارزه او جهاد چې په نتیجه کې يي نن تاسې میلونران شوي یاست او په هېواد کې د هر نظام مخالفت تاسې د اسلام او جهادي ټیکه دارۍ په نوم سره کوئ؟
زما په اند هغه چا چې صحیح جهاد یي کړې دی، هم د روسانو لخوا رټل شوي او ربړول شوې دي او هم د امریکایانو لخوا نو هغه یواځې خلقیان دي. خلقیانو سره ددې چې د وطن لپاره يي هرې قربانۍ ته سر نیولی، هر ډول قربانۍ یی ورکړې دي او لاتراوسه دوي ستړې شوې نه دي او لا هم مبارزه کوي. خلقیانو نه سنګر چاته تسلیم کړی دی او نه يي چاته سر ټیټ کړې دی نو اوس ما سره دا سوال هم پیدا کېږي چې دا سم او ناسم جهاد کوم یو دی؟ هغه چې د مجاهدینو په نوم وطنفروشانو چې کړې دی او که خلقیانو چې د هېواد په لار کې يي د هیڅ ډول قربانۍ څخه تېښته نه ده کړی.‌
که خبره د اسلام او د جهاد وي نو بیا راځئ چې دا هم وڅېړو چې د اسلام په نوم د اسلام ټیکه دارانو څه څه ونه کړل، اوس هم هره ورځ د جهاد نارې وهي، واک کې هم دوي دي او د دې وطن د قربانیو کریډټ هم دوي اخلي. هېره دې نه وي چې نورمحمد ترکي او حفیظ الله امین خو پردي هیڅوک هم دې هېواد ته رانه وستل مګر د جهاد او د سنګر ټيکه دار د روس په مقابل کې امریکا، ناټو او ټول عربي هېوادونه سیمې ته راوستل او هېواد یي ورباندې لوټه لوټه کړو.
زه د یوویشتمې پېړۍ د متمدنې ټولنې د یو ځوان په صفت د خپلو سوالونو ځوابونه غواړم چې جهاد چا کړی؟ قربانۍ چا ورکړې؟ هېواد چا ساتلې؟ سختۍ او تکلیفونه چا ګاللي؟ او څوک يي نن ثمره خوري او د هغه د پاسه هم نن دوي د اسلام، جهاد او مجاهد کریډټ اخلي. هم په نظام کې دننه دي او هم د نظام په مخالفت کې ولاړ دي.
زه غواړم چې ځانته دا مالومه کړم چې که خبره د اسلام وي نو هغه خو افغانان هسې هم د پیړېو راهیسې مسلمانان دي‌او که خبره د وطن د مینې وي نو په هغه کې خو خلقیان اوس هم مصروف دي.‌غواړم چې تاسې ته دا واضحه کړم چې نور د جهاد ټیکه دارانو په دغه بیانونو او غونډو منډو تېر نه وځئ. تاسې نور چوپه خوله پاتې کېدل او له دوي څخه دا پوښتنه نه کول چې کاکا تا کوم جهاد کړی دی؟ د څه لپاره دی کړې دی؟ او د چا په امر او د چا په اشاره دې کړی دی؟ هم یوه لویه اشتباه ده چې کوی يي. که غواړی چې هېواد مو د پرمختګ په مسیر روان شي نو ددې خلکو له دام څخه به اول ځان خلاصوئ.