fbpx
اندېښمن شینوارئ سیمه او افغانستان مقالې

افغان کډوال دې هېواد ته ستانه شي 

له تېرې یوې لسیزې هر کال په اخر او شروع کې دا خبرونه اورو چې پاکستان وايي چې نور مونږ افغان کډوال نه شو زعملی او دوي دې نور خپل هېواد ته ستانه شي. دا ټولو ته پته ده چې پاکستان د دغه ډول بیانونو څخه مطلب یواځې همدا دی چې د افغان کډوالو پر سر چنده راټوله کړي او دا دوي لپاره هر اړخیزې ګټې لري، خو په روان کال کې له هغه وروستو چې پاکستان په سیمه کې د یواځیتوب په لوري‌رهي شوې دی نو اوس دوي د افغان کډوالو په تنګولو تر بل هر وخت زیات لاس پورې کړې دی او له دې لارې غواړي چې افغان حکومت تر فشار لاندې راولي.
افغان حکومت هم دغه مسلې ته پوره پاملرنه نه ده کړی نو ځکه خو دغه مسله همداسې جنجالي پاتې ده. تېره ورځ کله چې په اسلام اباد کې د افغان مهاجرینو لپاره د اخري نیټې د ټاکلو په موخه د پاکستان ځینې وزیران سره راغونډ شوي ول نو په دې کې د پاکستان د سرحداتو وزیر عبدالقادر بلوچ یو څو موضوع ګانو ته اشاره وکړه او زیاته يي کړه چې د افغان کډوالو په اړه د خیبر پښتونخوا کې د عمران خان د ګوند نظر سم دی او افغانان باید چې له ټاکلې مودې د مخه خپل هېواد ته ستانه شي. هغه همدارنګه وویل چې افغانان نه یواځې دا چې د پاکستان په اقتصاد تر ټولو ستر بوج دی، البته دوي د خیبر پښتونخوا سیمه ایز کلتور ته ستر زیان ور اړولې دی او دوي ټول په جرمونو مرتکب دي. نوموړي همدارنګه مخکې وویل چې د افغانانو په وتو سره به پاکستانیانو ته یو میلون وظیفې پیدا شي او دا به د کار موندنې لپاره تر ټولو غوره فرصت وي.
اصل خبره دا ده چې د یو بلوچ د خولې دغه ډول خبرې راوځي نو بیا يي سرچینه مالومه ده چې اوبه له کومه خړې دي. تر ټولو اول خو عبدالقادر بلوچ ته دا پته هم نشته دی چې افغانان په خپله خاوره میشت دي او د چا پلار يي هم له دغه خاورې په زور نه شي شړلې. بله دا چې د لراوبر پښتون ترمینځ دا کلتوري توپیر کله، څنګه او چا رامنځته کړو؟ ددې ترڅنګ د کډوالو لپاره یو نړیوال قانون هم وجود لري او نوموړي وزیر له هغه قوانینو هم نه دی خبر او داسې انګیري چې ګواکې دا هرڅه ددوي جوړ کړي قوانین دي او هیڅوک نه شته چې له دوي د دې هرڅه پوښتنه وکړي. همدارنګه په پاکستان کې میشت دوه میلونه افغانان د پاکستان خیرات ته نه دي ناست البته د میشتو دوه میلونو افغانانو تقریباً شپیته سلنه نه زیات افغانان هغه دي چې د کورنۍ غړي يي په لویدیځ، عربي ګلف او په کابل کې وظیفې کوي چې د دې افغانانو په مټ پاکستان د خپل کورني عایداتو په اندازه بهرني اسعار تر لاسه کوي. پاتې څلوېښت سلنه افغانانو کې یي تقریباً پنځلس سلنه هغه افغانان دي چې په ډېره لویه اندازه پانګونه د پاکستان په ګوټ ګوټ کې لري او د دوي د پانګونې له امله په زرهاو پاکستانیانو ته وظیفې پیدا شوې دي او د پاکستان حکومت ته تر بل هر چا زیات ټیکس ورکوي. پاتې پنځه ویشت سلنه افغانان واړه کاروباریان لکه دوکانداري، ګاډۍ، رکشه او یا هم ټیکسي واني کوي. همدارنګه د پاکستان ټولو پاپړو خرڅلاو هم یواځې افغانستان مارکېټ دی. د پاکستان ټول روغتونونه د افغانانو په سر چلېږي چې دا بیا پاکستان ته په میلونونو ډالر عاید جوړوي. د دې ترڅنګ پاکستان هر کال په میلونونو ډالر زمونږ د کډوالو په سر له یو این ایچ سي ار څخه اخلي، مونږ وایو چې تر بل هرڅه په اوس وخت کې بهتره او اړینه دا ده چې أفغان کډوال دې خپل هېواد ته زر تر زره ستانه شي چې دا به نه یواځې د اقتصاد په برخه کې پاکستان ته ترټولو لويه ماتې وي البته هېواد کې د امنیت د تامین په برخه کې به هم یو لوي پرمختګ رامنځته کړي.