احمد شاه بابا وو، توره او د سيمي ستر ځواک، لوی او شمله ور افغان وو. خو يواځې توره نه وه، په پښتو يې د شعرونو ديوان هم پرېښود.
پير روښان چې له وراسته مغل ځواک سره په مبارزه بوخت وو نو هم د تورو توريالی وو هم د قلم ننګيالی وو.
خوشحال چې د افغان په ننګ وتړله توره نو د پښتو د مخ پلو يې هم هېر نه وو. پښتو يې ښائسته کړه.
بيا وخت بدل شو. پيرنګ راغلی. د مبارزې نوي لوري روښانه شو. د پښتنو مشران دې مبارزې ته هم اوچت شو او د افغان شمله يې هم هغسې جګه وساتله.
کاکاجي صنوبر حسين د پيرنګ او بيا پيرنګ په بل رنګ سره هم په سياسي مبارزه کې بوخت وو هم يې د قلم مبارزې ته ادامه ورکړه.
باچا خان چې د ژوند لويه برخه په زندانونو کې تيره کړه، د پيرنګ سره يې د قام د خپلواکۍ کلکه مبارزه وکړه خو پښتو يې هيره نه کړه. پښتون مجله يې خپره کړه، د پښتو خذمت ېې وکړ او يو د خپلي مبارزې د تاريخ کتاب يې پښتو ته ورکړ.
خان شهيد د سور او تور انګريز په زندانونو کې زوړ شو خو په سهېلي پښتونخوا کې ېې پښتو په خپله وينه ځوانه کړه. ژباړي، خپل ژوند ليک، ورځپاڼه، قاموس.. پښتو ژبه ېې څومره بډايه کړه.
اوس بيا وخت بدل دې. پښتو ليکل او خپرول آسانه شو. مبارزه هوسا شوه. اوس موږ — د دې مبارزينو سياسي او ادبي وارثان — د دوی هومره هم پښتو ته خذمت نه شو کولې. خبره څه ورانه غوندي ده، خو رښتيا ده. په تش شعارونو چې پښتو به ليکو، پښتو به لولو، پښتو به ستايو، د پښتو هيڅ خذمت نه کيږي.
د پښتو خذمت که کول غواړو نو پښتو ته به کتابونه ژباړو. اردو او فارسي ژبه ځکه دومره پر مخ تللې ده چې يو نوې کتاب راشي دوی يې و ژباړي. د بل د ژبي خلاس شي او خپله ژبه يې پر مخ ولاړه شي.
د پښتو خذمت که کول غواړو نو سوچه پښتو پسې به ګرځو. د پښتو ټکي به کاروو. د پريدۍ ژبي د ټکو څخه (چې څومره کيدې شي) ډډه وکړو. چې د نورو ژبو جالپاڼي ګورو د پښتو څله نه؟ چې خبرونه په نورو ژبو اورو په پښتو څله نه؟
داسي نه چې بله ژبه زده کول ارزښت نه لري. موږ نورو ژبو ته اړتيا لرو خو دا زده کول بايد چې يوه موخه ولري. چې د دې ژبي له آثارو څخه پښتو ته څومره ګټه رسېدې شي. نه دا چې هم هغه ژبه د ليک لوست معيار کړې او خپله ژبه پاتې شي.