fbpx
سالار یوسفزی مقالې

د سبا ستوري پنځم فصل (اوومه برخه)

بختور:- ایله دې د کار پوښتنه وکړه. او زما زړه دې خوشحاله کړو.
تل ودان:- نو بیا دې د اختیار د اذادئ خبره واپس واخله.
بختور:- مونږ وړمبۍ د انسان د بنیادی حقوقو د تحفظ خبره کړېده او د دغې تحفظ لپاره قوانین لازمی دي. هر سړے به د مقرره کړے شوؤ قوانینو په دائیره کښې دننه کارکوي.
تل ودان :- که د چا د اختیاراتو لپاره قوانین جوړوې او د څه قوانینو پابند کوې یې نو دې ته خو د اختیاراتو اذادی نه شی وئیلے کېدائے بلکې د یو تن اختیارات او اذادي د قوانینو په ذریعه د هغه نه غصب کول دي.
بختور:- دا صحیح ده.
تل ودان :- نو بیا د اختیاراتو د اذادئ څه مقصد؟
بختور:- هر سړے د خپلو حدودو په دائیره کښې خود مختاره دے او چې کله دبل د حقوقو حدود شورو شي د ده اختیارات هلته ختم شي. او مونږ به هیڅ کله هم چاله دا اختیارات ورنه کړو چې د بل په حقوقو ډاکه واچوي.
تل ودان:- زه پوهه نه شوم !
بختور:- ته دا منې چې یو تن مسلمان دے او هغه ته دې دا حق حاصل وی چې هغه دې یو خدائے ومني د محمد امتی دې وي د اسلام ارکان دې مني هغه ته دې د هغه ټولو احکاماتو او عباداتو پوره پوره اجازت او اختیاروي چې کوم ورته دین اسلام په ګوته کړی وي او دے پرې عمل پېرا وي.
تل ودان:- بیخي.
بختور:- ښا ! نو ته به بل چاله دا اختیار ورکړې چې هغه دې دغه مسلمان د داسې کولو نه منع کړي.
تل ودان:- بلکل نه.
بختور:- ډېره ښه ده. لیکن ته به دغې مسلمان ته دا اجازه ورکړې چې هغه دې په زور یو هندو د هندو توب نه منع کړي.
تل ودان :- نا
بختور:- نو ګنې ته زما دا ملګرتیا کوې چې که یو مسلمان خپله مسلمانی کوي نو هغه ته اختیار دے مونږ به بل هیڅ چاته دا اجازه ورنه کړو چې هغه په زور یا د قوانینو په زریعه دے د مسلمانئ نه منع کړي.
تل ودان :- زه دې ملګرے یم.
بختور:- ډېره ښه ده ! خو د دې سره سره مونږ دغې مسلمان له دا اجازت هم نه شو ورکولے چې هغه غېر دینه یا بې دینه په زور مسلمان کړي.
تل ودان :- نا بلکل نه.
بختور:- یعنې دا اجازت مونږ هر چاله ورکولے شو چې هغه پخپلو حدودو کښې دننه څه کول غواړی کوی دې بلکښې مونږ به د هغه مرسته کوؤ او د هغه د دغه روا عملونو د خوندی کېدو لپاره به قوانین جوړوؤ.
تل ودان:- بېخی د غسې به کوؤ.
بختور:- تل ودان ! اوس مونږ دې پرېکړې ته راورسېدو که یو هندو خپل هندو توب کوی هم د هغه په مرضۍ اډانه ده که مسلمانېږي هم دهغه خوښه ده او که چرته بل خوا ځی هم د هغه خوښه ده. او بل هیڅ چاله به دا اختیار ورنه کړو چې د ده پدغه فکر او عمل کښې د خل اندازی وکړی.
تل ودان :- خبره دې په ګل بدله!
بختور:- اوس مونږته د غوښتنو د غورچاڼ لاره اسانه شوه.
تل ودان :- د کومو غوښتنو؟
بختور:- هم دغه د دنیا د امن او بې امنۍ!
تل ودان :- هو رښتیا مونږ په خبرو کښې دومره لرې لاړو چې زما خو هډو دغه خبره له پامه وتې وه.
بختور:- هم د دغه موخې لپاره خو مونږ دومره اوږود بحث وکړو.
تل ودان وس پوهه شوم.
پسې بیا