fbpx
سالار یوسفزی مقالې

د سبا ستوري څلورم فصل (پنځمه برخه )

د نور کله په شان نن بیا مونږ د تاؤده بېلر نه چاپېره شوی یو د بېلر چار چاپېره نغرے د ایرو ، ښځلو، او نسوارو د وچو او لمدو چونډو او پېړو ډک دے. دزمکې نه د کوټې د چته پورې ټوله خلا د چرسو او سیګرټو لوګو پوره کړېده. د ټول ټاکنو ورځې دي ځکه چې امیر المؤمنین د دیارلس کروړه مؤمنانو منتخب حکومت له لته ورکړېده سره له دې جوازه د ملک او قوم د ابادئ ، خوشحالئ او د غلو رهزنونه د خلاصی هم دغه یوه اخری لار وه هم د دغه مقدس امر په نیتجه کښې په هر دېوال ، هره لاره ، هر ګاډي او هر بېنر د سور انقلاب ، شین انقلاب او اسلامی انقلاب نعرې ولیکلے شوې او د دغه انقلابونو په هر لور اوازه ده. هر سیاسی او غېر سیاسی فرد یې پخپله رنګینه غېږه کښې د ځان سره هم اواز کړے دے.تر دې چې زمونږ په محفل یې خپل څادر خورکړے دے.تل ودان بیلر ته نېزدې په بستره پروت دے یو بالخت ته یې ډ ډه وهلې ده او بل یې د غری لاندې کړے دے بختور ته یې مخ کړو او وې وئیل! بختوره څه دې خیال دے دا انتخابات به څوک ګټي؟. بختور نور هم بېلر ته رانېزدې شو لاسونه یې د تودولو په غرض بېلر ته نېزدې کړل. او وې وئیل هم هغه زاړه خلق ! یا په خپلو څېرو کښې او یا په بدلو څېرو کښې.
تل ودان :- څه مقصد ؟
بختور:- مقصد مې دا دے چې په دې ملک د یو څو غټانو او د هغوي د تالي څټو راج دے که په هر صورت وی او هر رنګ کښې وی هم دغه خلق به په مونږ حکمرانی کوي ساده اولس ته صرف شنه باغونه ښائي ، په خوږوپستو نعرو اودروغژنو لاپو یې تېرباسي. او چې کله کرسئ ته ورسي نو بیا یې د اولس شونډ لیدل هم بدي شی او تاسو وینئ نن سره د نرو اوښځو په هره دروازه هره کوڅه ، هر مېدان او کور کلی کښې په نظر راځي . په هره ښادئ او غم کښې د هر چا خېر خواهان دي لیکن د انتخاباتو وروستو بیا په دوربین کښې هم په نظر نه راځي.
تل ودان:- دا خبره خو دې ټیک ده لیکن دا خو جمهور یت دے او هر چا ته دا حق حاصل دے چې د خپلې مرضئ سړی ته ووټ ورکړی. او هغه کامیاب کړي په دوي خو چا زور نه دے کړے دا خو د دوي کار دے چې کوم څوک غوره کړي هغه به د دوي مشر وي که هغه دوي ښه غوره کړ ے وي او که بد. سیاست خو د حقوقولاس ته راوړلو اصولی جنګ دے او هر سړے د خپلو حقوقو د حصول په چکر کښې دے.
پسې بیا