fbpx
سیمه او افغانستان

پاکستان لا اوس هم په رڼا ورځ خوبونه ویني

لیکوال افغان جرګه
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړی او د پاکستان د مشرانو جرګې غړې ښاغلې عثمان کاکړ په یوه مرکه کې سپینه کړله چې پاکستان اوس هم خوبونه ویني چې ګواکې افغانستان به ددوي پنځمه صوبه جوړېږي. هغه ووئېل چې په مري کې د طالبانو سره د روغې جوړې خبرې اترې ټولې درواغ دي، یواځې یوه نمائيشې بڼه ئې لرله. هغه چې وائي د پاکستان بهرنۍ پالیسي د افغانستان په اړه بدل شوېده، دا هم یواځې خبرې اترې دي. اصلیت خو دادی چې د پاکستان په رویه او د پاکستان په پالیسې کې زره فرق هم نه دې راغلې البته هماغه پالیسي چې پنځه لس کاله د مخه ئې لرله لاتراوسه هماغه په عمل کې روانه ده.
ښاغلي عثمان کاکړ همدارنګه د خبرو په دوران کې زیاته کړله چې ځنې خلک دا خبره چې کوي چې ګوندي پاکستان یواځې د افغانستان بهرنۍ پالیسي د خپل اغیز لاندې راولي، دا سمه ده خو دا به د پاکستان ترټولو کمزورې موقف وي. هغه موقف چې کله ددوي نورې لوبې ناکامه شي نو بیا به پاکستان د افغانستان بهرنۍ پالیسي د خپل اغیز لاندې د راوستو کوښښ کوي.
ښاغلي کاکړ هم د پخواني ولسمشر کرزي په څېر خبردارې ورکړ چې پاکستان غواړي په افغانستان د ډیورنډ کرښه ومني او دا هرڅه چې په سیمه کې روان دي ددې کوښښونه دي چې د ډیورنډ کرښه رسمي کړي.