fbpx
اندېښمن شینوارئ ژباړې مقالې نړۍ

داعش د واشنګټن په خوښه رامنځته شو

په کال ۲۰۱۲ کې چې جهادي ګروپونه په سوریه کې په راغونډېدلو شول، او د سوریه پرضد ئې جبهه جوړه کړه چې په نتیجه کې ئې داعش رامنځته شو، هغه مهال امریکا چوپه خوله وه. دغه څرګندونې د امریکا دفاعي څانګې د اطلاعاتو او استخباراتو چارو پخواني مشر تورنجنرال مائېکل فلائېن د الجزیرې سره په یوه مرکه کې وکړې.
ښاغلي مائېکل فلائېن د مرکې په اوږدو کې زیاته کړه چې د سوریه پرضد جهادي ګروپونه امریکې رایوځای کړل، هغوي ئې مجهز او تمویل کړل ترڅو د بشارالاسد د رژیم پرضد وجنګېږي. ښاغلي فلائېن همدارنګه زیاتوي چې حکومتي چارواکو ددوي ایجنسې لخوا د برابر شوو راپورونو او خبروته هېڅ غوږ ونه نېولو. هغه زیاته کړه چې زه په یقین وئېلې شم چې دا ډله رامنځته کول یو پلان شوې کار ؤ، دا د امریکا حکومت په خوښه رامنځته شوه.
په کال ۲۰۱۲ د اګست په میاشت کې د ډي ائې ای(د امریکا د فاعي چارو استخباراتي څانګه) لخوا راپور برابر شو چې په سوریه کې سلفي وهابي ډله او القاعده د لویدیځو هېوادونو، عربي هېوادونو او همدارنګه د ترکیې لخوا تمویلېږي.
په راپور کې دا وئېل شوي ول چې که ددې ډلو مخه ونه نیول شي نو القاعده به بیا په عراق، سوریه او سیمه کې په یو نوي زور او قوت بدل شي. دوي به وکولاې شي چې ټول سني جهادي ګروپونه له ځان سره یوځای کړي او لدې وروسته به نه یواځې په سوریه او عراق بلکه په ټوله عربي نړۍ کې به شر او فساد جوړ کړي.
راپور مخکې زیاتوي چې داعش به په سوریه او عراق کې د اسلامي خلافت په نوم یو حکومت رامنځته کړي، سیمه به په لوي خطر کې واچول شي او بیا به دا ډیره سخته او مشکله وي چې له عراق څخه دفاع وکړاې شو.
ښاغلې فلائېن زیاتوي چې لکه څنګه چې حکومتي او استخباراتي چارواکو زمونږ راپور ناسم وبللو او هغه ته ئې اهمیت ورنکړو، نو مونږ ته هغه مهال هم پته وه چې زمونږ څارګرې ادارې او حکومتي چارواکو ټولو په راروانو حالاتو سرونه خلاص ول. ښاغلې فلائېن زیاتوي چې ما خپله ټوله توجه پدې راپور متمرکز کړه، او زه پدې پوه شوم چې زمونږ څارګرې ادارې ټول مالومات له مخکې لري.
د مرکې په اوږدو کې له ښاغلي فلائېن څخه پوښتنه وشوه: پداسې حال کې چې تاسې ته د هرڅه پته وه چې لویدیځ هېوادونه، عربي ګلف او ترکیه القاعده او نور ترورستي ګروپونه تمویلوي او هغوي سره مالي او وسلوال کومکونه کوي، تاسې ولې ددې پرضد کوم اقدام ونکړو، ولې تاسې ددې وسلو او مالي مرستو مخه ونه نیوله؟ ښاغلې فلائېن په ځواب کې داسې ووئېل: زه بده ګڼم، البته نفرت کوم چې ووایم دا زما وظیفه نه وه، خو زما وظیفه دا وه چې خپل استخباراتي راپورونه په دقت وڅارم چې څومره دقیق ول.
ښاغلي فلائېن د مرکې په اوږدو کې زیاته کړه چې هغه مهال چې مونږ د القاعده مشر په پاکستان کې ووژلو، د هغه یو کال نه ؤ تېر چې مونږ بېرته د القاعده سره په سوریه کې مرستې شروع کړې.
د ښاغلي فلائېن د مرکې وروستو چې کله رسنېو له سپینې ماڼې له ویاند څخه ددې مرکې او د ډي ائې ای راپور په اړه وپوښتل نو هغه په ځواب کې ووئېل: زه نه غواړم چې دلته د ډي ائې ای او یا هم د مائېکل فلائېن په څرګندونو وغږېږم البته زه به دا ووایم چې داعش د بشارالاسد د غلطو پالیسیو په نتیجه کې رامنځته شوې یوه ډله ده. داعش بشارالاسد په مرسته رامنځته شوه، هغه مهال چې کله د بشارالاسد حکومت ونه توانېدو چې خپل هېواد او سرحدونه خوندي کړي.