fbpx
اندېښمن شینوارئ مقالې

جنګي رسنۍ

هره ورځ چې سهار د خوبه راپاڅو د معمول سره سم د ناشتې څخه د مخه هر سړئ کوښښ کوي چې اخبار وګوري، راډیو ته غوږ شي، انټرنیټي ویب پاڼې خلاصې کړي او خپل د شاوخوا په اړه د نویو خبرونو څخه خبر شي مګر د معمول په ډول دغه عادت مو رسنېو دومره په دماغو بداثر کړېدئ چې نه د چا زړه صبرېږي چې خبرونو ونه ګوري او نه ئې هم زړه کېږي چې خبرونو وګوري ځکه چې رسنۍ اوس هغه څه نه خپروي چې باید د یو انسان په دماغ او ورځني ژوند باندې مثبته اغیزه وکړي.
زه هم د معمول په څېر چې هر کله د خوبه راپاڅېږم نو په کټ کې پروت تر ټولو لومړې کار مې هم د خبرونو کتل وي چې خدائېږو په وطن کې او په شاوخوا کې خو به مو بیا کومه پېښه نه وي شوي. د معمول په ډول هرځل مې دا ارمان وي چې نن رسنېو کوم بد خبر نه وي خپور کړې او د وطن او د خپلې ټولنې یوه ورځ په امن او سوله کې تېرېږي هم نو ترټولو لویه خبره ده. مګر د هرې ورځې د سهار د خوب تعبیر مو رسنۍ تس نس کړي، د هرې رسنۍ د خبر په کتو او اوریدو سره مو ویښته سیخ سیخ ودريږي، ټول خبرونه چې له سره تراخره ګورې نو یواځې د جنګ، جګړې، فساد، چور، چپاول، اختطاف، وژنو، قتلونو، جنسي تېریو او ټول بد خبرونه ددغو جنګي رسنېو د خبرونو سرټکي جوړوي. دغه رسنۍ دا کار د یوې ټولنې د ښه والي لپاره نه بلکه په یوه ټولنه کې د یو مالوم پلان او د سیمې د څارګرو ادارو د هغې جوړې شوې سټراټیجۍ له مخې کوي چې دوي غواړي د هغه له لارې په یوه ټولنه کې دهشت او ویره خپره وي.
د بي بي سي، اشنا غږ/امریکا غږ او د هېواد په داخل کې ټولې رسنۍ د پردیو په بودیجه سمبالې شوې رسنۍ دي او د همدې لاري مو همسایه هېوادونه، نړېواله ټولنه او د هېواد دښمنان مو هېوادولو ته بد بد خبرونه خپروي او د هغوي زړونه پرې دردوي. د هغوي ددغو خبرونو له لارې د هېواد د ځوان کهول ارادې کمزورې کوي ترڅو د روانو حالاتو مقابلې څخه خپله ناتواني وښائي او داسې ورته انځور کړي چې ګواکې روان ناورین یو ناماتیدونکئ چلینج دئ چې دوي ئې د مقابلې څخه محرومه دي.
له ټولو هېوادولو څخه مو هیله داده چې لږ تر لږه د خپل ذهني سکون په خاطر دغه ډول جنګي رسنېو خبرونه مه تعقیبوئ، دغه خبرونه دي چې ستاسې په ذهني سکون، ستاسې په روزمره کارونو او کړو وړو ترټولو غټ تاثیر کوي.
جنګي رسنۍ هم ستاسې په ژبه ستاسې پرضد ستاسې د کور دننه په تاسې باندې ویره او ترس خرڅوي. که غواړئ چې د روانو حالاتو سمه مقابله وکړئ نو لومړې کار مو هم باید له دغه جنګي رسنېو څخه د بائېکاټ په لومړیتوبونو کې شامل وي.