fbpx
پښتانه شخصیتونه سالار یوسفزی مقالې

باچاخان دامن سپاهی(دوهمه برخه)

باچا خان چې په تاریخ کښې د اسلام د پرامن سپاهی ، مسلم ګاندی ، سرحدګاندی په لقبونوسره رقم کړے شوے دے ددې سره سره د زنانؤدحقوقوعلمبردارهم وو د اسلام پوخ منونکے اوعالم هم وو.هغوی د هندوستان د ويش سخت مخالف وو کله چې کانګرس اخری صلح رد کړو(Cabinet Mission) جو
ګاندی محمد علی جناح ته د وزیراعظم جوړېدو وړاندیزپه دې ټکی ورکړوچې هندوستان به نه ماتوی خو هغوی ونه منله .کله چې کانګرس د هندوستان په ویش رضامندی ښکاره کړه باچا خان اوخدائی خدمتګار د کانګرس نه بد ظن شو او د رائې اچولونه یې ډ ډه وکړه خوبیا هم انګرېز سرکار د جوړشوی چال مطابق پښتانه د پاکستان سره شامل کړل.د پاکستان جوړېدو وروستوپه ۲۳ فرورۍ ۱۹۴۸ کښې د پاکستان د قانون ساز اسمبلۍ په وړمبۍ ناسته کښې د پاکستان د سالمیت تعمیراوپرمختګ لپاره حلف پورته کړو.په اتم مۍ ۱۹۴۸ کښط هغوی د پاکستان اذاد پارټۍ په نوم یوه پارټي جوړه کړه. په ۱۲ اګست ۱۹۴۸ کښې د پښتنو د تاریخ د ټولوبدترینه پېښه رامخې ته شوه کله چې په چارسده بابړه کښې دغیر مسلح اوعدم تشدد قائیل اومبلغ خدائی خدمتګارتحریک په جلسه د پاکستان د صوبائی حکومت د وزیر اعلی قیوم خان په حکم اود پاکستان د حکمرانانوپه صلاح بې درېغه ګولې اوورولے شوې خواوشاه شپږ سوه خدائی خدمتګارډېرپه بې دردئ سره شهیدان کړے شول اونور ډېر یې زخمیان کړل.باچا خان د ۱۹۴۸ نه د ۱۹۵۴ پورې په کور کښې نظربند کړے شو.د نظربندۍ د وخت خلاصېدونه لږه موده وروستوجېل ته ولېږلے شو.تر د ۱۹۵۷ پورې په جېل کښې وساتلے شو.د هغوی د ورور د شهادت وروستوورته په حکومت کښې د وزارت وړاندیزوشو خوهغوی رد کړو.اود خوشی کېدوسره سم بیا په ۱۹۵۸ کښې بندی کړے ددغه کال عالمی قېدی ونمانځلو.په Amnesty international۱۹۶۲ : جېل کښې ډېرزیات ناجوړه شواود ډاکټرانوپه صلاح د علاج لپاره په ۱۹۶۴ کښې اذاد کړے شو هغه افغانستان ته لاړواوچې کله په ۱۹۷۲ کښې راستون شو نوپه ۱۹۷۳ کښې ذولفقارعلی بهټوبیا ګرفتارکړو.
خوا وشاه دیارلس کاله د انګرېز لخوا اوپنځلس کاله د پاکستان لخوا په جېلونوکښې د ژوند تېرولووروستوهخرکار په ۱۹۸۴ کښط سیاستوته په مخه ښا ووئیل .
هغه د نوبل انعام لپاره هم غوره کړے شوے ووپه ۱۹۸۵ کښې هغوی ته د بین الملی تعلقاتولپاره د جواهر لال نهرو اېوارډ ورکړے شو.په۱۹۸۷کښېورته د هندوستان د ټولولوئي اعزازبهارت رتهن ایوارډ ورکړے شو.
د هندوستان د اذادئ رښیونے سپاهی ، داسلام پرامن سپاهی ، فخرافغان په انسانیت مئین او نه ستړے کېدونکی مبارزخرکارپه ۱۹۸۸ کښې په کورکښې د حکومت لخوا د نظر بندئ په حالت کښې په حق ورسېدوالله دې په ګور خپل رحمتونه اووروی.دهغوی به جنازه کښې دوه نیمولاکه خلقوګډون وکړوآوپه جلال اباد کښې خوروته وسپارلے شو.د هندوستان حکومت د هغوی په حق رسېدودهغوی په احترام کښې پنځه ورځې ماتم اعلان کړو.
ہزاروسال نرگس اپنی بے خودی په روتی ہے
بہت مشکل سے ہوتا ہے چمن میں دیدورپیدا
سالاریوسفزے
1998 کراچی