fbpx
مقالې

د محکومو قومو درس او تدريس

لیکوال افغان جرګه
ليکوونکی: محمود خان مندوخېل
د برازيل نامتو استاد پاولو فرارې Paulo Freire وايي، آزادي تر لاسه کول يو شريک عمل دی. دا شريک کار غواړي او په شريکه ترلاسه کيږي.
غلامان څنګه د تل دپاره غلامان ساتل کيږي. د هغوی د ازادۍ خوبونه څنګه د غلامۍ په خوبونو بدلول کيږي.
د يو قام د غلام ساتلو لپاره د هغوی د تعليمي نظام داسي جوړول غواړي چي د هغوی سوچ او فکر څخه ليري وساتل سي. 
پاولو فرارې وايي:
“They must not see the meaning of words in their real world their class rooms like should be totally divorced from their real life.”
هغوی خپله د عملي ژوند نړۍ په ټولګي کي ونه ويني او د ټولګي Class Roomدننه زدکړي په عملي نړۍ کي د بدلون دپاره استعمال نه کړي.
يعني زدکوونکی په ريکارډر وي او استاد به يو ټرانسميټر وي يا يو ږغېږدونکی مشين وي. چي ريکارډ ږغېږي هغه به د بادار د کتاب (نصاب) په بڼه کي به رليږل سوي وي.شاګرد به د استاد غلام وي او استاد به د بادار نوکر وي. شاګرد به سوچ او فکر نه کړي ، نه به خپل تخليق کوي. که يې داسي هغسي وکړه نو بادار به امتحاني بورډ جوړ کړی وي. بيا به پوښتني Questionsراليږي. چي غلام معلوم کړي چي د بادار هغه مخصوصه نصاب يې يادکړی او که نۀ.
دلته که څوک ځان ته انقلابي وايي يا غواړي چي د مظلوم يا غلام قام ازاد کړي نو دی به لومړی استاد ازاده وي. که استاد سم و روزل سي نو بيا دی دوه نصابونه لري يو عملي نصاب او بل د هغوی سوچ او فکر داسي جوړ کړل سي چي دی صرف او صرف د کلاس ماسټر، ډاکټر يا انجينئر له هر قسمه تحقيق او تخليق څخه ليري وساتل سي. د هغوی فکر او سوچ له قامي ازادي ، تحريکونو له خپلو ملي اتلانولکه احمد شاه بابا، ميروائس نيکه، فخر افغان امان الله خان ، کاکاجي صنوبر حسين، باچا خان او بابائے پښتون عبدالصمد خان اڅکزئي، غوث بخش بزنجو، ګل خان نصير، جي ايم سيد پر ځای جناح ، لياقت علي خان، چوهدري محمد علي، حالي او جالندهري ور وپيژني. د خپل کلتور پر ځای د بل کلتور ورښايي. پښتو ته سپک وايي او دليل وايي چي پښتو د ټيکنالوجي ژبه نه ده. غلام استاد د خپلي نوکرۍ دپاره د بادار ترجماني کوي که چيري دی بغاوت وکړي نو د ده نوکري په خطر کي ده. له خپل پېريډ پرته شاګردانو ته يو توری هم نه وايي او په کتاب کي نوښان ورولګوي چي داسوال پر دا صفحه باندي دی او ويې ليکۍ، سياست ته بد وايي او سياست د ټولو خرابيو بنياد ګڼي. ازاد استاد خپلو شاګردانو ته په ورين تندي سبق وايي. د خپل هېواد ملي اتلان خپل کلتور، خپل جغرافيه، خپله معاشي، سياسي او کلتوري نظام ورپيژني. له خپلو شاګردانو سره د زوی او ورور رويه ساتي. په شاګردانو کي د تحقيق او تخليق هڅه پيدا کوي. د خپلو شاګردانو سياسي او روحاني روزنه د هغه زده کوونکی به ازاد وي او دغه زده کوونکی به د نورو د ازادۍ دپاره مبارزه کوي. لکه د مثال په توګه د اسلام آباد څخه راغلي کتاب کي ليکلي دي، چي د پاکستان په کليوالو سيمو کي ډېره غريبي ده. وسنی يعني د بادار نوکر استاد به دا جمله وژباړي او خپلو شاګردانو ته به يې ووايي. چي دا جمله زده کړی. خو انقلابي استاد به د کلي انځور Imageپيدا کړي. خپلو شاګردانو ته به کليوال ژوند ور ښکاره کړي. پوښتنه به وکړي، چي په ښار کي کومي اسانتياوي دي، ښار ته د خوړولو شيان او پيسې د کومه ځايه راځي. ښاګردان به خپل ژوند او د ښار دخلګو ژوند پرتله Compareکړي. بيا د انقلابي استاد د غريبي انځور ورښکاره کړي.
سکينه د کلي يوه انجلۍ ده، هغه د کلي په لارو کوڅو کي ګرځي او سوخايي را ټوله وي او تاپۍ کوي يې يا د غريبو کورنيو ماشومانو په قطارو کي ناست دي. هغوی له ځان سره تالۍ راوړي دي، د خان خيرات دی، چي د ځان د کور دپاره خيرات يوسي. بيا د غريبۍ لاملونه Cause معلوم کړي د غريبی څخه خلګ څنګه خلاسېدلای سي. په دې به بحث وکړي. بيا به شاګردان د خپلي غريبۍ حال بيانوي لوژه، تنده بيانوي.
په اختر کي د زړو جامو اغوستلو حال بيانوي، د ناجوړه مور يا ناجوړه غور حال بيانوي چي په دې لړۍ کي د غلامۍ او ازادۍ احساس سره په جنګ کيږي. د هغه شاګرد په ځای چي د بورډ د امتحان دپاره سوالونه زده کوي. په ځای هغه شاګرد جوړيږي چي خپلو سوالونو ته خپل جواب جوړ کړي او دغو سوالونه لره جوابونه په خپل چاپېريال کي پيدا کړي.
د چپي خولې کلتور:
زموږ په مکتبونه کي ښه استاد هغه وي چي ټولګه يې چپ ناست وي او شور نه وي. پاولو فرارې دې ته Culture of Silenceوايي. دا د غلامانو جوړولو يو مهمه لاره بولي. کله چي خلګ ناست وي او د ويري له وجي يو لبله سره خبري نه سي کولای. نو دا به ليا زندان وي، ليا به جومات Mosqueوي. خو په حقيقت کي د زدکړي دپاره د دوو کسانو يا د ډېرو کسانو تر منځ خبرو اترو کي په يوه خبره په خوله کيدل. په يوه خبره اختلاف ډېر مهم دی. خو زموږ په مکتبونو کي د خبرو اجازت صرف استاد لري. چي معانا يې دا ده چي استاد علم کوهی دی او زده کوونکی تش بوکې Buckets دي هر سهار مکتب ته ځي او ماپښين برته راځي؛ دا د علم بوکې هر وخت په سکول کي ډکيږي او خلاليکيږي. يعني موږ د فوټو اسټيټ مشينان يو او د کاپيانو څخه کاپيانو جوړه وو.
ژوب جنوبي پښتونخوا.