fbpx
سیمه او افغانستان کوزه پښتونخوا

ملا انګریز او امریکا یو شی دی 

لیکوال افغان جرګه
هر وخت چې ملت پاله او هیواد پاله افغانانو پښتنو د ملتپالنې او هیوادپالنې غږ پورته کړی د ملا په وسیله د خاورو لاندې شوی.
ملا په حقیقت کې په ټولنه کې ډیر کمزوری حقیقت دی خو د انګریز او امریکا د مرستو په وسیله ورڅخه لویه بلا جوړه شوې، د افغانانو لپاره لکه ملا مامد عمر اخوند،ملا مجددي، ملا فضل رامان، ملا ګلبدین، ملا رسول سیاف داسې نور او هغه نورو سره دې خدای حساب وکړي.
یو خبره باید له ویرې لرې او له زړه له کومه وکړو چې ملایانو افغانستان تباه کړو او اوس هم لګیاه دي تباه کوي یې.
په دې اړه تاریخ ته مخه کړی چې د ملا له لاسه افغانستان تباه شو، پاکستان جوړ شو ، بنګله دیش بل هیواد شو، اینډیا حیران هیواد شو او په سیمه کې بدبختي د ملا په لاس د انګریز په مټ او اوس د امریکا په مټ د ملا واک روان دی.
ددې حقیقت لپاره د ولي خان کتاب (رښتیا رښتیا دي) ولولی چې د ملا اسل درمالوم شي.
تر څو چې د ملا واک وي تر هغې به پښتون افغان په غم اخته وي.