fbpx
پښتیان مقالې

نړيوال سياسي حالات د پاکستان په هينداه کښې

لیکوال پښتیان
د يو هيواد د سياسي حالاتو د پايلې په اړه وړاند وينه ډېر ګران کار دئ. دا وړاند وينې په دوو حالاتو کېدآيسي، لومړی چې د شنونکي اړيکې له هغو خلګو سره وي د کومو په لاس کې چې د حالاتو مهارونه وي، دوم چې په هغه هيواد کښې حالات له سياسي نظرياتي اصولو سره سم روان وي نو يو شنونکی په دې پوهېدلای سي چې حالات کوم اړخ ته روان دي. زه نه له هغو خلګو سره اړيکې لرم د چا په لاس کې چې د پاکستان د سياسي حالاتو مهارونه دي او نه د پاکستان حالات له کوم سياسي نظرياتي اصولو سره سم روان دي چې سړی بې وړاند وينه وکړي. بهرحال زما دا لاندينې توري کومه سياسي شننه نه ده بلکه هغه وېره ده کومه چې د ګړنديو بدلېدونکو نړيوالو حالاتو له کبله زما پر مغزو سپره ده.
که څه هم دا پېښه زما تر زېږيدو ډېر کاله لومړي سوې ده خو شايد ډېرو لوستونکو ته به ياد وي چې په 1977 کې د پاکستان يو شمېر سياسي ګوندونه د بوټو د خلق ګوند په ضد سره يو ځای شول (Pakistan National Alliance – PNA) او په پاکستان کښې يې يو داسې سياسي بحران رامېنځته کړ لکه کوم چې نن په نظر کېږي. په ښکاره خو هغه سياسي بحران يو عادي سياسي عمل او د پاکستان کورنۍ ستونځه وه ليکن د هغه بحران پايلې دومره خطرناکې او ورانونکې وې چې اغېزې يې د يووشتمې پېړۍ پر سياسي حالاتو نن هم له ورايه ښکاري. د پي اين اې بحران پخپل ځان کښې ډېر سپېڅلی وو ليکن د دې بحران تر پلو لاندې چې د امريکا په مشرۍ کې چې نړيوالو بدماشانو کومه پلان عملي کړ هغه د نړۍ تاريخ بدل کړ.
اصل لوبه دا وه چې د ستر استعمار امريکا په مشرۍ کې نړيوالو بدماشانو له شوروي اتحاد سره د اخرينۍ جګړې پرېکړه کړې وه. د دې جګړې لپاره يې د افغان خاوره ټاکلې وه. د دې جګړې په صحيح توګه تر سره کولو لپاره په پاکستان کښې د يو ځانګړي ډول دولت رامېنځته کول ډېر اړين وو. همدا يې لامل وو چې د پي اين اې د بحران په ترڅ کښې ضياالحق مارشل لا ولګوله او له هغه وروستو چې په راتلونکې يوه لسېزه کښې څه څه وسول دا د هر چا په مخ کښې دي.
که ننني نړيوالو سياسي حالاتو ته وکتل سي نو د امريکا په مشرۍ کښې نړيوال استعماري قوتونه تر هغه له ډېر بيړني حالت سره مخامخ دي کوم چې د اويايمې لسېزې په پای کښې وو. د اويايمې لسېزې په پای کښې امريکې ټلوالې ته ښه مالومه وه چې شوروي اتحاد له ډېرو سياسي او اقتصادي ستونځو سره مخ دئ او دا شونې نه ده چې تر ډېره وخت دي بشپړ ولاړ وي. د دې باوجود دوئ – جهادي پروژه – د دې لپاره پيل کړه چې له شوروي اتحاد څخه ژر تر ژره ځان خلاس کړي.
بل لوري ته نن پر نړيواله کچه سياسي حالات پر داسې لوري روان دئ چې ډېر شونی دئ چې نړۍ به د متحده ايالاتو او اروپايې هيوادو له لوټمار، شوکې او بدماشۍ خلاسه سي. د دې يو بېلګه د بريکس هيوادو (Brazil-Russia-India-China-South Africa—BRICS ) له لوري د ای ايم ايف (International Monetary Fund) ليا نړيوال اقتصادي صندوق په ضد د يو بل بانک ليا صندوق پرانستنه ده. د امريکا په مشرۍ کښې نړيوالو سامراجي هيوادو د ای ايم ايف له لاري هر کال له غريبو او بې وزلو هيوادو په ميليارډه ډالر لوټل. د بريکس بانک پرانستنه يواځې اقتصادي پايلې نه بلکه اوږد مهالې سياسي پايلي لري چې سل په سل کې د امريکي ټلوالې په زيان دي.
همدا ډول په دې تيره يوه لسېزه کښې چې د نړۍ په بېلا بېلو هيوادو کښې پر بېلابېلو نومو کوم سياسي بدلونونه راغله (عرب سپرلی او د اوکرين بحران) ليا د کومو بدلونونه مخه ونيول سوه (لکه سيريا) له دې داسې ښکاري چې امريکي ټلواله له سختو بيړنيو حالاتو سره مخ ده. امريکي ټلواله د بريکس هيوادو په تېره بيا د چين او روس مخامخته پر روڼ او سپين ډګر نه سي کولای، له دوئ سره تر ټولو اغېزمنه وسله دا وخت صرف او صرف ترهګري پاته ده. همدا خو يې لامل دئ پر ځای د دې چې د سترو سترو جګړو (عراق او افغانستان) په پايله کښې ختمه سي، ترهګري ورځ په ورځ نوره غښتلې کېږي او د نړۍ په يوه او بل ګوټ کښې پر يوه او بل نامه راټوکېږي.
تر کومه بريده چې د پاکستان د سياسي بحران خبره ده په دې اړه وړاندوينه ډېره ګرانه ده. زه چې په کوم څه تر هر څه زياته باوري يم هغه دا دئ چې د دې کړکېچ ريښې له واشنګټن او لندن سره تړلې دي. ډېره شونې ده چې دا بحران د راتلونکې يو بل غټ بحران لپاره يو تمرين وي او دا کړکېچ بې له کومې پايلې د جوړ جاړي او پوخلاينې له لارې سر تر ورسېږي. دا هم شونې ده چې ګډوډي، اخ و ډب او مالي او ځاني تاوانونه رامېنځته شي او په پايله کې يې پوځي مارشل لا ولګېږي. که چېرته د 1977 په شان پوځ حالات پخپل لاس کې واخېستل نو د دې متلب به دا وي په سيمه کښې د يو بلې اوږد مهالې – ورانونکې سياسي پروژې – پيل وسو. پاکستان په اصل کښې د لوېديځ سياسي چکله (Political Brothel) ده. که چېرته څوک د لوېديځ په نړيوالو سياسي موخو ځان پوهول غواړې د دې يو ښه هينداره پاکستان دئ. په پاکستان کښې پوځي دولت هغه وخت رامېنځته کېږي کله چې لوېديځ پر نړيواله ليا سيمېزې کچه کوم سياسي اهداف تر لاسه کول غواړي. مثلا د چين په ضد د ختيځ پاکستان (ننني بنګله دېش) د کارولو لپاره د بنګله دېش له پاکستانه بېلول اړين وو. د دې لپاره د ايوب خان او يحي خان مارشل لاوي رامېنځته شوې. دا يو بېله خبره ده چې له بنګله دېشه کوم کار اخيستلو لومړي د چين او شوروي اتحاد تر مېنځ اړيکې ترينګلې سوې او دا پروژه په نيمې کې پاته سوه. همدا ډول په افغانستان کښې د شوروي اتحاد په ضد د – جهادي پروژې – د پرانستلو لپاره د ضياوالحق مارشل لا راوستل سوه. او د 9/11 د ډرامې ترسره کولو او بيا د هغې په پايله کښې تر خپلو اهدافو د ځان رسولو لپاره لوېديځ د مشرف مارشل لا راوستله.
ډېره شونې ده چې که اوس ليا يو څه وخت وروستو په پاکستان کښې کوم دا ډول بدلون راسي نو د دې متلب به دا وي چې امريکي ټلوالې يو بله – جهادي پروژه – پرانستله. د دې پروژې مېنځی (مرکز) په زموږ خاوره (محکوم او ازاد افغانستان) وي. دا پروژه به تر هغو دوام ولري تر څو چې په دوو نړيوالو قوتو (چين – روس او امريکي ټلواله) کښې يو له مېنځه لاړ نه سي او ليا جګړه يو بل شکل وانخلي. په کوم رفتار چې د داعش او د چيني ترکستان د بېلتون ِغوښتونکو په شکل کښې – جهادي سنګرونه – پرانستل کېږي له هغه داسې ښکاري چې په نړۍ په تېره بيا په سيمه کښې به امن تر ډېره وخته نه وي.