fbpx
سیمه او افغانستان شاه مامود کوزه پښتونخوا مقالې

د افغانستان سرحد له امو تر اباسينه وو، دی، او وي به

لیکوال شاه مامود

يو څو کاله اول يو پښتون سياستپوه ماته د يو مرکې په ترڅ کې وويل چې د پاکستان کورنۍ او بهرنۍ پاليسي په اصل کې د افغانستان د حالاتو هنداره وي چې موخې يې په دې دورو مقاصدو کې د يوه تر لاسه کول وي:

اول ـــ پر افغانستان پورا قبضه

دوم ــــ يو کمزوری دولت

دريم ـــ سياسي اټغلاندي

دا درې تګ لارې په اصل کې په اول ځل پيرنګي خپلې کړې چې ورستو په ميراث کې د ده و شاګرپنجابي ته پاته سوې. که تاريخ وکتل شي، نو هم پيرنګي او هم پنجابي وخت ناوخته په دې درو تګ لارو کې يوه نه يوه ته په عمل کې دوام ورکړی دی. پنجابي د افغانستان په اړه خپله استعماري پاليسي ته هغه وخت زور وکړ چې کله ۱۹۷۱ کې د سر سيد احمد خان او جناح د دوو قومو نظريه TWO NATIONS THEORY  د بنګال په سيند لاهو سوه. پنجابي تر ثور انقلاب ډېر لمخه د افغان وطن پر لوري د غزېدو هڅې پېل کړې او د پاکستان د يو پوځي جنرال نصيرالله بابر په وينا په ۱۹۷۱ کې په کابل کې د پاکستان سفارت ۱۳۰۰ کورنيو ته د جاسوسۍ لپاره معاشونه مقرر کړه. په دې کې هغه خلګ هم وو چې ورستو يې د جهاد پر نامه افغانستان لوټې لوټې کړ.

د افغانستان په اړه د پنجابي نيت او تګ لاره له حالاتو او وخت سره سره بدلېږي، د داود خان په وخت کې چې افغانستان پر پښو ولاړ هيواد وو نو پاکستان خپله لاس وهنه تش د يو څو بې پته افغانانو له لاري د مذهب پر نامه کوله.  دا د سياسي اټغلاندۍ لومړنی شکل وو. خو چې کله د خلق پاڅون وشو نو دې لاس وهنې د ترهګرۍ بڼه واخيسته. بيا چې کله سوشلسټ راژيم راوپورزول شو نو اسلام اباد د  “مجاهدينو”  (اشرارو) په شکل کې يو کمزوری او لاس پوڅی دولت مينځ ته راوړ. دا چې د دې راژيم يو څه غړي د آئي ايس آئي په رضا نه تله، نو پاکستان پر افغانستان د پورا قبضې پلان جوړ کړ او د طالب په جامه کې يې د کابل له نيولو سره پر افغانستان د پورا قبضې خوب تر ډېره پورا سو.

هم دا شان له ۲۰۰۱ څخه راپه دې خوا پاکستان يو ځل بيا و خپله استعماري تګ لاره ته دوام ورکړ او د طالب، القاعدې او نورو ترهګرو ډلو پر نامه يې په افغانستان کې سياسي اټغلاندي ته لمن وهل شروع کړه. د غلامې پښتونخوا ډېرې سيمې يې د ترهګرو ځالې  وګرځولې او په دې لس کلني تاوتريخوالې کې يې په زرګونو بې وزله، جنګ ځپلي او خوار پښتانه ووژل.

دا چې له ۲۰۰۱ څخه راپه دې خوا افغانستان د هيواد په څېر له هره اړخه خورا ډېر پر مختګ کړی او دا چې د ګوانډيانو لپاره به پر افغانستان د قبضې کول يو اسانه کار نه وي، نو پاکستان د نړيوالو ځواکو د وتلو په ترڅ کې يو ځل بيا پر افغانستان د سياسي فشار راوستلو او د ډيورند کرښې په رسميت د پېژندلو لپاره يو غير انساني او وحشي تګ لاره غوره کړې ده. طالب او حقاني شبکې په جامه کې ترهګري او پر کنړ او ننګرهار راکټي بريدونه د دې تګ لارې برخې دي چې پخلی يې د افغان ملي پوځ لوی درستيز شېر مامد کريمي د مشرانو جرګې و يو غونډه ته د وينا پر محال وکړ. پاکستان تر دې لمخه هم د غلامې پښتونخوا د تېرولو لپاره په څو څو ځله دا هڅه کړې ده. چي کله د ډاکټر نجيب راژيم را وپرزول سو نو و ډيورنډ کرښې ته څېرمه قبائل سلمانخيل او مندوخېل او  دشيراني او دوتاڼيو تر مينځ نښتې پائل سوې. په ښکاره خو دا نښتې د مځکو د ملکيت جګړې وې ليکن تر شا يې د څالاکه پنجابي پلان وو چې مقصد يې د ډيورنډکرښې پخول وو. پنجابي خپل دا پلان هغه وخت بدل کړ چې د طالب په جامه کې پر کابل قابض شو. ولې چې هغه وخت پنجابي خپل سرحد له اباسينه تر امو دريا غزولی وو او د ډيورنډ کرښه د ده لپاره بې مانا وه.

د افغانستان پر ختيځ سيمو د پاکستان راکټي بريدونه او د هغو په نتيجه کې د اولسي وګړيو مرګ، ژوبله او لږدېدنه د انسانيت په ضد جنايت دی. ملګرو ملتونو او په افغانستان کې ميشت نړيوالو ځواکو ته په کار دی چې د دې په ضد خپل غږ پورته کي او د پاکستان د سفاک او وحشي پوځي جرنېلانو په ضد د انسانيت ضد د جنايتو  CRIMES AGAINST HUMANITY مقدمه وچلول سي. افغان ملت نه پرون ډيورنډ منلی وو نه يې نن مني، او پاکستان به په دې هم نه خطا کېږي تش د حامد کرزی، جنرل شېرمامد کريمي ليا د بل يو چا په پېژندنه به پنجابی د غلامې خاورې مالک شي. افغانانو د دې واک او اختيار نه و چا ته ورکړی او نه يې ورکوي. زموږ سرحد له امو تر اباسين پوری  وو، دی او وي به.