fbpx
کوزه پښتونخوا مقالې نعیم خان

ښه تالبان او ورانکاري تالبان

لیکوال نعیم خان

نيټه      پنځم اګست ۲۰۱۲

نن د پاکستاني بادار په شمول د نړۍ هغه هېوادونه چې تالبان او ترهګر ېي په يوه بوجۍ کې شميرل ،هم د ښه او ورانکاري تالبانو په اصطلاګانو خولې بيرته کړي او لرې نه ده چې د تالبانو له خوا هم د دې ډول ترتيب او درجه دارۍ ادعا وشي. خو پوښتنه داده چې د ښه او بد تالبانو پيژنګلو به څنګه او څوک کوي؟ ايا دا ترتيب به په جغرافيايي توګه تنظيمول کيږي که په عملياتي توګه؟ او ايا لندن، واشينګټن ،کابل او اسلام اباد به د ښه او بد تالب په اړه يو نظره پاتې شي او که هر يو هېواد به د خپل تالب په هکله خپل جلا نظر لري؟ او دا هم امکان لري چې دا هيوادونه د وخت د اړتيا سره سم خپل خپل تالبانو ته نوي نوي څيرې او نومونه ورکوي.لکه څنګه رنګه چې تيل او تالب سره همغږي دي، بايد دواړه د غرب لپاره هم يو ډول ارزښت ولري.

داسې ښکاري لکه چې په راتلونکې کښې هر يو کس دې ته اړ شي چې يا د ښه او يا د بد تالب سره د خپل تړون ادعا وکوي، ځکه چې يو بې تالب پلوه کس بايد د ژوندې پاتيکيدو له حق څخه بې برخې کړل شي.

نن موږ په يوه داسې نړۍ کې ژوند کوو چې په کښې تالب تر ټولو لوړ بيه خرڅلاو دی.کوم کار چې غربي نړۍ له خپل عسکري قوه له لارې نه شي ترسره کولای، هم هغه له ملا او تالب له خوا ترسره کيږي.

پوښتنه دا ده چې تالب په خپله څه شی دی؟ تالب د وژنې او وژلو يوه داسې ماشين دی چې ورته له ټولې نړۍ له خوا د وژلو اجازه ورکړل شوې ده. او کوم کار چې د قانون او قوه له لارې نه شي ترسره کيدی هم دغه کار د تالب له لارې ترسره کول کيږي. تالب د ملګرو ملتو په دفتر کې د يو هېواد د اولس مشر مړی کولای شي، دی په عربي هېوادو کې د وخت پاخۀ پاخه باچاهان وژلای شي او مجال شته چې يو څوک ترې پوښتنه وکوي چې دا بې قانونه کارونه ولې کول کيږي، ځکه تالب خو هيڅ يوه قانون نه مني او نه د يو حکومت سره اړيکې لري. دوی په اصل کې د اسمان نه راغلی مخلوق دی، د دوی روزنه هم پاس په اسمان کښې کيږي او ورسره مالي او د وسلو مرستې هم د اسمان له خوا کولای شي؟؟؟

زياتره خلک فکر کوي چې ګوندي د پاکستان څارګري ادارې له دوی سره کومک کوي. په دې کښې هيڅ شک نشته چې دوی له پاکستان له خوا نازول کيږي خو دا د عکس يو اړخ دی چې ډير اسان هم دی. خو مهمه پوښتنه دا ده چې هم دغه څاګرې ادارې له چا له خوا په دغه کار اچول کيږي؟ څوک هم دغه څارګري ادرې کاروي، په دې پوښتنه هر سړی چپ دی ځکه بيا خبره د پاکستان له پلو بهر نورو هېوادو ته غزيږي او ورسره ډيره بشر خوښي او درانۀ مخونه له پردې بهر کېږي.

د مثال په توګه د سوات د ډرامې مشر لوبغاړی سيد مولانا فضل الله د چا له برکته چې د سوات دوه ملينه خلک بې کوره شول او په زرګونو مړه شول، نن د خپل پاکستاني بادار څخه مرور په افغانستان کې پټ دی او ويل کيږي چې اوس د يوې نوې بادار سره په دنده ګومارل شوی دی.

تالب که د هر چا سره په کار بوخت دی خو د دندې هدف ېي يو دی او هغه د پښتون قام بيخګونی دی. بايد پښتون قام په اشاره پوه شي چې

٬تالبان که د اشرق که د مغريب دي٬

٬ د وژلو او لوټلو کار ېي يو دی٬

پښتون د لوی سازش ښکار دی او د يوې دسيسې لاندې دا قام د پښتون تالب له امله د مځکې له مخه پنا کيدونکی دی. که د لر او بر پښتون په دې هکله فکر و نه کولو نو دا قام دې ځان په مرګ و شميري.