fbpx
مقالې نعیم خان

پښتون د جنګ په ترڅ کښې

لیکوال نعیم خان

نيټه      شپږم اګست ۲۰۱۲

هڅې خو پښتون ترپيړيو پيړيو راهسې د جنګ په ميدان کښې د وخت په اوږدو کښې پاتې دی، هر جنګ ېي په ميدان ګټلی او په کور کښې بايللی دی خو نن چې پښتون د کوم جنګ سره مخامخ دی، دا د انساني تاريخ يوه ډيره عجبه جګړه ده.

کله هم چې جنګ کيږي نو ارومرو به کښې دوه تنه يا دوه ټولګي يا دوه قبيلې يا دوه هيوادونه ونډه لري. او دغه رنګ جنګ د دوو مخاليفوخلکو ترمينځ وي.خو ډيره عجبه خبره ده چې نن د پښتون په سيمه کوم جنګ روان دی د دغه جنګ ګوندونه نه دي مالوم چې څوک د چا سره جنګ کوي او په کومه خبره؟ دغه رنګ د هر جنګ په شا يوه موخه وي او يو ګوند په بل ګوند خپلې غوښتنې منل غواړي او چې نه ېي مني نو بيا جنګ کوي او بريالی ګوند په مات شوي ګوند خپلې غوښتنې په زور ورومني او دغه رنګ جنګ پای ته ورسېږي. خو له بده مرغه کوم جنګ چې د پښتون په خاروه روان دی، دا خو نه څه موخه لري او نه د پای ټکی. البته پوهان او تماشبين ښه پوه دي چې کله به دا جنګ پای ته رسيږې؟

پخوا کله چې انګريز بادار د هند په نيمه وچه حکومت درلود، ويل کيږي چې د کوزې پښتونخوا د ملاکنډ په سيمه کښې ېې يو دفتر پرانېستلی وو او د ماجب په نامه به ېي څه کارکوونکو ته هره مياشت د ماجب پيسې ورکولې او مخه ور کارکوونکي به د لرو پرتو سيمو څخه د ملاکنډ دفتر ته د ماجب ترلاسه کولو په موخه راتلل. يوه ورځ دوه ملاګان چې د ماجب ترلاسه کولو لپاره ملاکنډ ته په لاره روان ول د يو بل سره ېي ستړي مه شي وکړل دواړه ملاګان ول نو ډير زر د مزل په ترڅ کښې سره ملګري شول. يو د بل نه پوښتنه وکوله چې ته د انګريز بادار لپاره کومه دنده کوې، هغه ورته وويل چې زه خو خلکو ته وايم چې په لمانځه کښې  ٬آمين ٬  په زوره ويل کفر دی او په زوره آمين ويوونکی بايد قتل کړل شي. هغه بل چې دا خبره واريده نو حق دل شو او و ېي ويل چې زه خو خلکو ته وايم چې په لمانځه کښې په جهر سره ٬ آمين ٬ نه ويل لکه کفر دی او ويوونکی بايد قتل کړل شي. دواړه حيران شول چې انګريز بادار ماله هم پيسې راکوي او تاله هم او کارونه مو د يو بل ضد دي، په رېښتيا موږ خو له انګريز بادار لپاره هېڅ کار هم نه کوو. دواړه په دې سره صلاح شو چې هم نن به د انګريز بادار څخه پوښتنه کوي چې پيسې موږ دواړو ته راکوئ او کار مو د يو بل ضد دی. کله چې دفتر ته ورسيدو نو غوښتنه يي وکړه چې له ماجب اخيستلو وړاندې د فيرنګي بادار څخه د خپل کار په اړه پوښتنه وکوي. او د يو ژباړونکي په خوله ېي د فيرنګ بادار څخه وپوښتل چې پيسې موږ دواړو ته راکوئ او زما دنده ده چې خلکو ته ووايم چې په لمانځه کښې آمين په چپه خوله وايئ او دا بل خلکو ته وايئ چې په لمانځه کښې آمين په جهر سره وايئ نو کوم يو سم دی چې موږ هم هغه خلکو ته وايو. فيرنګ بادار ورته وويل چې زما له دې سره څه کار دی چې کوم سم دی او کوم نا سم دی.خو دواړه سم دي. ملاګانو ورته وويل چې بيا ښه ده موږ به خپلو خلکو ته ووايو چې دواړه سم دي ځکه چې هغوی هره ورځ د يو بل سره هم په دې جنګونه کوي چې زما منوننکي وايي چې آمين په زوره سم دی او د دۀ منوننکي وايي چې په چپه خوله سم دی، نو بايد موږ ورته ووايو چې دواړه سم دي. فيرنګ بادار ورته وويل چې بيا خو پيسې نشته ځکه چې ستاسې قبيلې به سره يو شي او کله چې يو شي نو موږ به په ملاکنډ کښې بيا نه يو او تاسې ته به پيسې څوک درکوي. ملاګان هم ساده خلک ول، ويل ېي چې زموږ د خپلو پيسو او دندو سره کار دی موږ په سياسي خبرو خپل سپين نيت نه شو تورولای.

هم هغه د اتلسمې پيړۍ خبره ده نن هم راونه ده، د بادارونو او ملاګانو څيرې او نومونه بدل شوي دي خو کار روان دی.

په سوات کښې د تالبانو او پنجابيانو تر منځ درې کاله جنګ وشو او نه په کښې تالب مړ شو او نه پنجابی، البته ځايي وګړي به په کښې په خطايي ډزو وژل کيدل او دومره سخته جګړه وه چې دوه مليونه خلک په کښې د پنجابي بادار په امر له خپلو کورونو څخه بې کوره کړل شول، ځکه بنجابي بادار ويل چې زما په خپلو ډزو قابو نشته او ټول وګړي بايد وويشتل شي نو که څوک غواړي چې و نه ويشتل شي بايد دا سيمه ماته بې له جنګه پريږدي.او هم دغه پښتون وو چې په خپله خاوره يې تل سر ورکړی وو ډير په قلاره او اينکسارۍ سره کډه په سر شو او پنجابي بادار بې له څه جنګه ميدان وګټو.

دا جنګ به تر هغه وخته دوام کوي چې يا خو پښتون خپله خاوره پنجابي بادار ته سپارلي نه وي او يا پرې په خطايي ډزو مړ شوی نه وي.

که په دې نطر ورته وګورو نو جنګ هم مالوم دی، د جنګ ګوندونه هم مالوم دی او د جنګ موخې هم مولومې دي. او که داسې ووايو چې جنګ د تالب،پنجابي او فيرنګي تر منځ دی نو بيا خو نه د جنګ اهداف پيژندلای شو او نه د جنګ ګوندونه.

دلته زه د امريکه د باندينو چارو له وزيرې څوک چې په سيمه کښې د ترهګرۍ په ضد جګړه پر مخ بيايي، له خولې يوه وينا تاسې ته وړاندې کوم او بايد هم دا يوه جمله د پوهانو لپاره بس وي. اغلي هليري کلنټن په پاکستان کښې د خپلې روستۍ کتنې پر مهال د پاکستان ملکي ټولنې سره د يوې مرکې په ترڅ د يوه سوال په ځواب کښې داسې وويل. لاندې ټرانسکريپشن وګورئ.

“thank you, you know I,I,I will certainly admit that a much of what we see that needs to be done in the region, may at first appear inherently contradictory”.

Please click on the link below for more details of the interview.

http://www.awaztoday.com/playshow/17405/Hillary-Clinton-spoke-to-senior-journalists.aspx

دا ډول تضادات بايد په ډير احتياط او ژور نطر سره وکتل شي دا فقط تضادات نه دي دا د پښتون د ژوند او مرګ مسله ده.

پښتون بايد د کلي او محلت په سر د يو پښتون ځلمي په څير راجګ شي، يو شي يو موټی شي او د شر کوونکو په لار کښې ودريږي، نو باداران په خپله پوه شي. بيا به نه بادار وي او نه به ېي يار وي.

پښتون به ميدان ته په ګډه سره راوزي او د جنګ پر ځای به د امن بيرغ پورته کوي او هر جنګ کوونکي ته به  د پښتون  وژونکي په سترګه ګوري. لنډه دا چې څوک هم جنګ کوي پښتون وژني. پښتون به د جنګ په ضد جنګ کوي، ګنې لاړو بې له ميدانه مړۀ شو. وخت د پښتون مشر په سر لويه ذمه واري ايښودي ده. بايد پښتون پوه کړل شي.