شلمه پېړۍ د قامو د آزادۍ پېړۍ وه. د دې پېړۍ په پېل کې د نړۍ تر اتيا په سل کې زياته انسانانو د غلامۍ ژوند کاوو او ټوله نړۍ پر دوه قسمه خلګو ووېشل شوې وه، اول ــــ استعمار ليا سامراج، دوم ــــ مستعمرې ليا هغه سيمې چې د استعمار او سامراج تر تسلط لاندې وې. د استعماري قوتو ظلمو، لوټ مار او د نويو سياسي فکرو لکه سوشليزم او نيشنلزم له راتګ سره يو خواته غلامو قامو د خپلې آزادۍ لپاره هلې ځلې شروع کړې بل خواته استعماري قوتو پر دې خلګو او قامو باندې خپله قبضه ته دوام ورکولو لپاره د کېپټلزم تر چتر لاندې نوې نوې لارې او سياسي تشکيلات پېل کړه، چې د سياست په ژبې کې ورته Neo Imperialism ويل کېږي. په دې سياسي تشکيلاتو کې يو غټ تشکيل واخوان المسلمين ته وده ورکول هم وو.
دا هيڅ مهيمه نه ده چې د اخوان المسلمين مخکښه څوک وو. د انګليسي ژبې يو قول دی وائي: Ends Always Justify Means د يو کار ليا عمل پائلې د هغه تګلاره ټاکي. اصلا دا د کتلو وړ عمل دی چې د اخوان المسلمين ګټه چا ته رسېږي. که څه هم د مذهب پر نامه د انسانانو د يوالي لپاره غورځنګو په هر وخت او هر ځای کې شتون لري، خو د اخوان المسلمين تشکيل په داسې وخت کې وشو، چې کله عربانو، له نورو مظلمو قامو سره سم د استعماري قوتو په ضدخپل غږ پورته کړ او د د ټول عرب Pan Arabism د يووالي خبرو زور واخيست. هم په دې وخت کې د دومې نړيوالې جګړې په دوران د نړۍ قوتو چې مخکښي يې برتانيې کوله د اسرائل د جوړېدو لپاره خپله ملا وتړله. د عرب يووالی هم د نوي استعماريت او هم د اسرائل د جوړېدو او وجود لپاره يو ګواښ وو. دې قوتو په ډېره اوښياري سره داسې کار وکړ چې هم يې اسرائل ته وده ورکړه، هم يې نوی استعماريت ټينګ کړ او هم يې د سوشياليزم او د عربو د يووالي مخه ونيوله. که چېرته د عرب نېشنلزم و مرام او مقصد او د اخوان المسلمين د مرام او مقصد ته وکتل شې نو به هر څه په ډاګه شي. عرب ملتپالي د استعماريت او سامراجيت او د فلسېطين پر مځکه د اسرائل د قبضې د مذهب په نامه نه بلکه د قام او د ملت د کلاسيکل آئيډيالوژۍ په وجه مخالفه وه. د فلسطين مځکه له پېړيو څخه د ځايې عربو وطن وو او يهوديان له يو مذهبي تفکر سره پر دې مځکه غاصبه شوه. عرب ملتپاله د اسرائل د وجود د مذهب په خاطر نه بلکه د اشغال او غصبيت له کبله مخالفه وو.
بله خواته د اخوانيانو مفکوره د مذهب پر بنسټ وه. دوئ له اسرائل څخه کرکه د مذهب پر نامه وه، او دوئ د فلسطينيو له غمه نه بلکې په دې خفا وو چې يهوديانو پر مقدسه مځکه قبضه کړې وه. هم دا هغه لامل وو او دی، چې اسرائل يې نن هم د خپل وجود د جواز لپاره کاروي. دا د يادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو په قانون د استعماريت په ضد او د مذهب پر نامه له چا کرکه کول ناسم عمل بولي. اخوانيانو په اصل کې د عربو هغه جذبې چې د استعماريت او د يهودو د قبضې په ضد په خلګو کې را خوڅېدلې وي الټا د استعماريت او د اسرائل په ګټه تمامې کړې.
دوم ـــ اخوانيان د عرب ملتپالۍ هم په ضد دي اودا د اسلام له فکر سره متصادم بولې. دا هم د يادونې وړ ده چې هيڅ مذهب د استعماريت او سامراجيت په ضدڅه فکر نه لري بلکه د تجارت تر يو ناڅرګنده نظريه لاندې ټول مذاهب د استعماريت او سامراجيت ملاتړي کوي. هم دا خو لامل دی چې دې اخوانيانو د نړۍ په بېلا بېلو سيمو کې د مذهب تر چتر لاندې هغو تاوتريخوالو ته لمن وهلې ده کومې چې استعماريت او سامراجيت ته وده ورکوي. د افغان غميزه د دې تر ټولو غټ او تور مثال دی.
په دا تېرو دوو کالو کې سامراجي قوتو ته د عرب سپرلي Arab Spring پر نامه يو ځل بيا د اخوانيانو اړتيا ورپېښه سوې ده. که څه هم د کرنل قذافي، حسني مبارک، ليا بشرالاسد اقتدراو هم خپل سياسي او اخلاقي جوازونه له لاسه ورکړي دي، خو په لېبيا، مصر، شام او نورو سيمو کې داخوانيانو فعاليتونه د دې غمازي کوي چې نوي استعماري قوتونه په نړۍ کې د مذهب پر نامه تاوتريخوالي ته دوام ورکول غواړي. د اخوانيانو دا فعاليتونه په دې سيمو کې د پرمختګ خوښونکې Progressive Ideology مفکورې لپاره ګواښ او دا به د يو داسي ريډيکل مذهبي تفکورې و مينځ ته راوړلو سبب وګرځي چې هغه به و سخت دريځه اسلامپالۍ ته وده ورکړي. سخت دريځه اسلامپالي هغه نوی پلان دی چې د کوم له لارې څخه استعماري قوتونه خپل شوم مقاصد تر سره کول غواړي، او ټوله نړۍ د قامي هيوادو پر ځائ په مارکېټو بدلول غواړي.