fbpx
کوزه پښتونخوا مقالې نعیم خان

ملاله يوسف زۍ؛ يوه مبارزۀ که غميزه!

لیکوال نعیم خان

نيټه   ۱۲ اکتوبر ۲۰۱۲

نهم اکتوبر کال دوه زره اودولس، هغه وخت چې ملاله له مکتب څخه د کور په لور په يوه ويګن کښې روانه وه، چې دوه تالبانو د هغې د مکتب ګاډی ودرولو او په ګاډي کښې يې له سپرو نورو انجونو څخه د ملالې د پيژندګليو په هکله وپوښتل او کله چې يوې انجوني ورته د ملالې پيژندګلو وکوله نو سملاسي ورباندې ډزې پيل شوې، يوه ګولۍ د ملالې په کوپړۍ او بله يې په سټ کښې ونښته. د ملالې سره ناستې دوه انجونې هم په ګوليو ولګيدلې او ټپيانې شوې.

د ملالې د ټپيکيدلو خبر لکه د ځنګل د اور په څيرد هېواد په لوړه کوزه کښې داسې خور شو لکه تابه ويل چې د هېواد ميډيا ورته لا له مخه تياری نيولای وي، دې خبر لکه چې د ټول هېواد زړه ودرزولو او په لومړې ځل داسې وبريښدله لکه چې پاکستان ته د يووالۍ او قامپالۍ يوه نوی بنسټ ترلاسه شو. د هېواد ټولو سياستوالو، سياسي او غير سياسي ټولنو او په لومړي ځل ملاګانو هم لکه د نور کلنۍ په څير سختدريځه پاتې نه شول خو له قامي غورځنګ سره يې يووالی څرګند کړواو بريدکوونکي يې په کلکو ټکو وغندل.

ملالې بچي په هغه وخت کښې يواځنی اواز پورته کړو چې د سوات څخه ټول مخور او لوړ رتبه خلک په تيښته ول، تالبانو ښوونځي او روغتوتنونه سوځول، پلونه او دوکانونه يې ورانول، ګرين چوک مينګوره چې په يو وخت کښې د سوات تجارتي مرکز و ،د انسانانو د سرونو پريکولو په مرکز واوښت او هره ورځ به په کښې د يو ملکي غوس شوی سر د هغه تر پښو لاندې اويزان و.ملالې بچې په هغه وخت کښې د تعليم او ښوونځي ته د تللو د حق غږ پورته کړو چې د سوات ډير باتوران له سوات څخه تښتيدلي ول.ملالې يوسف زۍ نه يوازې د سوات د ماشومانو له پاره د پوهنې او روزنې دروازې خلاصې کړلې، بلکې د ټولې نيمګړي نړۍ له ماشومانو حق يې په تاريخ ومنلو.

دا د اګست کال دوه زره او اتم خبره ده چې زه خوشحال سکول ته د ضياءالدين يوسف زۍ چې د ملالې يوسف زۍ پلار دی، له ملاقات لپاره ورغلم. ضياءالدين يوسف زۍ په خپل سکول کښې ډير خفه او غم لړلی ناست و. موږ دواړو د سوات په دغه حالاتو سره خبرې وکړې او زه ډير ځهير شوم کله چې راته يوسف زۍ دا وويل چې کورنۍ يې له خطر له امله خپل کلي برکاڼا چې په شنګله پار کښې يوه کوچنی کلی دی،ليږدولې ده او په خپله هم ښوونځی تړي او غواړي چې له خپل ځان د دفاع په خاطر چيرته وکوچيږي. زه لکه د يوې شيبې لپاره ساقه شوم. د ضياءالدين يوسف زۍ سره تر لسو کالو زياتو ډيرو نژدو اړيکو په اساس ما ليدل چې هم دا کس دی چې په دې موقعه د سوات په ژور زخم پټۍ لګولای شي، د رخصت په وخت کښې مې ورته په فقط دومره وويل ٬ چې که غواړې خپل ماشوم چې خوشحال نوميږي، بچ کړې بايد د سوات هر بچی لکه خوشحال و ګڼي او په دې موقعه د سوات د هر خوشحال بچي لپاره غږ پورته کړې.

د سوات غميزه  ضياءالدين يوسف زۍ د هېواد په هر ډګر په ډيره ښه توګه د خلکو د نظر لاندې راوستله او نه دا چې په هېواد دننه خو له هېواده بهر يې هم له ميډيا له لارې د خلکو پام د سوات غميزې ته راوپارولو. بايد د سوات خلک د ضياءالدين يوسف زۍ دغه رول ته په ډيره درنه سترګه وګوري.

په څوارلس کلني ماشومي ملالې باندې خونړي بريد نه يوازې د ټول هېواد والو او حتی د نړۍ غم او غوصه راپارولې خو سره سره يې څو ډيرو پوښتنو ته ځمکه هم هواره کړې ده.

د پاکستان د مطبوعاتو وزير ښاغلي کايره صاحب په يوه ټيلي ويژيوني مرکه کښې داسې وويل چې خاموشه ملاله د يوبيلتون په څير ولاړه ده، ملالې پاکستان په دوه کتارو کښې وويشلو او د پاکستان وګړي بايد پريکړه وکړي چې په کوم کتار کښې ودريږي. کايره صاحب سره سره دا هم وويل چې د دريم کتار لپاره اوس هېڅ ځای نشته. د دې تر څنګ د پيپلز ګوند شريک مشر او د پاکستان د اولس مشر اصف الي زردادري زوي وويل چې پاکستان که د بينظير بټو په مړينه يو غږ نه شو بايد د دې ماشومي په بريد يو شي.

د ملالې بريد سره د پاکستان له ميډيا راپاريدل او د پاکستان په پارليمان کښې د ټولو لويو سياسي ګوندونو همغږه کيدل او د کايره صاحب په وينا د پاکستان په دوو کتارونو کښې ويشل د يوې لوې پيښې اړخته کوته نيسي. دا پيښه به څه وي؟ ايا دا پيښه په پاکستان کښې دننه د تګ لارې بدلون ته اشاره کوي او که په جغرافيايي توګه د منځنۍ اسيا په نقشه پوره اړه لري ځکه چې سوات ملاکنډ د يوه داسې اډي په څير موقيت لري چې ګاونډي هېوادونه لکه چاينا، روسيه، افغانستان او د منځني اسيا د منابعو څخه ډک هېوادونه ترې هم څارل کيږي او د ګلکت بلقستان صوبه په داسې حالاتو کښې رامنځته کول چې ورته اولس څه خاص ليوالتيا هم نه وه ښودلې، ايا د پاکستان د مطبوعاتو وزير ښاغلی کايره دا ټولې کړۍ په نظر کښې نيسي او اساسوي چې وخت راغلی پاکستان په دوو کتارونو کښې وويشي؟ ايا کايره صاحب په يو کتار کښې تالبان او په بل کتار کښې تالبان ضد خلک اچوي؟ ايا کايره صاحب دا ويل غواړي چې تالبان په يو قوم يا يو هېواد باندې اړه لري او دا هېواد پاکستان دی؟ پاکستان په تالب پلوه او تالب ضده کتارو کښې ويشل يوه ډيره لانجمنه خبره ده. ځکه د پاکستان اولس کله هم د تالبانو پلوي نه ده کړي او نه کله تالبانو د اولس سره څه علاقه درلودلې. اولس او اولسونه تل په يو کتار کښې ولاړ دي او هغه د امن او خوشالۍ کتار دی خو تر اوسه دا نه ده جوته شوې چې په دې بل کتار کښې څوک ولاړ دي.ايا دا تالبان دي ،پيريان دي، انسانان دي او که يا د بل ستوري څخه راغللی مخلوق دی؟ ايا کايره صاحب د هغه فکر ملاتړ کوي چې له مخه به يې د سوات ښايسته دره په جنګي اډه واړول شي؟

يو دوه کاله دمخه د ملالې پلار ضياءالدين يوسف زۍ په يوه ټيلي ويژيوني مرکه کښې هم دې دوو کتارونو ته په اشاره په اردو ژبه کښې داسې وويل ٬ په جګړې کښې تل دوه ګوندونه ښکيل وي موږ نه پوهېږو د سوات په جګړه کښې کوم ګوند د کوم ګوند سره جنګ کوي؟

کله چې زه په کال دوه زره اته کښې په سوات کښې وم نو هم دا خبره کنګوسی وه چې څوک د چا ملګری دی؟ د بانډۍ په سيمه کښې يوه پير پير سميع الله سره له شپږو سوو وسله والو د تالبانو په ضد جګړه پيل کړه. هغه له پاکستاني پوځ څخه مرسته وغوښتله چې د تالبانو په ضد جګړه کښې ورسره کومک وکړي. د پاکستان پوځ په يو ميل فاصله کښې پروت و او تر پينځو ورځو پورې پير صاحب له پيريانو تالبانو سره جګړه وکړه او په پينځمه ورځ ورپسې د پاک پوځ بمبار جازونه ورغلل او پير صاحب يې سره د خپلو شپږو سوو ملګرو وويښتلو او دا رنګه دغه جګړه د تالبانو په ګټه تمامه شوه . د پير سميع الله د مړينې وروسته ځايي خلک دومره ويرې واخيستل چې يو کس هم د تالبانو په ضد ږغ پورته نه کړای شو او د سوات اتيا فيصده مځکه د تالبانو د فساد او ظلم لاندې راغله.په دې جګړې کښې تر څلورو زرو څخه زيات ملکي بې ګناه خلک ووژل شول. پيريانواو تالبانو ښوونځي، روغتونونه ، پلونه او سرکونه او ځايي مخه ور خلک له منځه يوړل، نو بلې خواته پاک پوځ په خطايي ډزو کښې څلور زره بې ګناه خلک ووژل چې ډيری خلک  په کښې په داسې حال کښې مړۀ شول چې د درملنې په خاطر روغتون ته ځکه ونه رسيدل چې په لارو کښې ورته پوځي چيک پوسټونو اجازه نه ورکوله چې د مينګورې روغتون ته ولاړ شي. خو بيا هم د سوات خلکو يوه بې ساري قرباني ورکړه او دوه ميلنه خلک له سوات ښايسته درې څخه په کډه شول تر سو پيريان، تالبان او پوځيان سره په خپلو کښې د سوات راتلونکی وټاکي. اولس هغه وخت هم په يو کتار کښې و او نن هم په هغه کتار کښې ولاړ دی خو د بلې خوا د بل کتار پيژندګلو لا تر اوسه پاتې ده.

په ملاله يوسف زۍ بريد که يو اړخته په ټول پاکستان بريد دی نو بل اړخته دا د پښتون په ناموس او پښتون ولۍ بريد دی. پښتون په ښځو او ماشومانو لاس نه پورته کوي، خو نن سبا د پښتنو څخه داسې کارونه هم کول کيږي، چې ورته په شمله کښې بمونه ټومبي او په نړۍ کښې يې رسوا کوي.

يوه پوښتنه دا راپورته کيږي چې تالبانو ولې په ماشومي ملالې بريد وکړ،لکه چې تالبانو په خپل پيغام کښې ويلي دي چې ملاله ازاد فکره  او غرب پلوه وه، خو حقيقت خو دا نه دی، نه خو ملاله ازاد فکره وه او نه ازاد پلوه، نو بيا ولې تالبانو داسې يو عمل وکولو چې ټول پاکستان ترې په يوه خوله کرکه وکړي؟ که په ريښتيا تالبان په سوات کښې د يوه نظم لاندې په کار بوخت دي، نو بيا خو بايد هغوی په ملاله د بريد پر ځای هغه تښتولې وای او په بدل کښې يې د پاک پوځ نه د هغو کسانو چې د سلګونو په شمير د پاک پوځ سره بندي دي، د را خوشي کولو غوښتنه کړې وای او يا دا که تالبانو غوښتل چې د ملالې ږغ بند کړي، نو بايد هغوی د ملالې پر ځای د ملالې پلار په نخښه کړای وای. خو هدف دا نه وو. هدف د پاکستان د وګړو احساس راپارول و، د ټولو خلکو توجه په يوه ټکي راټولول و. هدف دا دی چې بايد په سوات کښې يو بل کامياب پوځي اپريشن وکړل شي، ځکه د پاکستان پوځ په بلوچستان او وزيرستان کښې نه غواړي کاميابه شي او دوی هم هغه ځای کښې يو کاميابه اپريشن کولای شي چيرته چې دوی د جګړې مخالفه پارټي ونه لري. په دې نظر چې سوات يو نرم او په موسمي توګه د ارام ځای دی. هلته  دوی کولای شي د هر سړي يو نرخ وټاکي، او که يو تن دوه په کښې نه خرڅيږي نو د هغوی د له منځه وړل هم ډير اسان دي. هدف دا دی چې بريدکوونکي افغان وکړي او يا له افغانستان څخه راغللي افغانان تالبان وبلل شي چې د ډيورينډ کرښې دواړه خواوو ته پراته پښتانۀ د يوبل نه کرکه وکړې، هدف دا دی چې سوات د يوې پوځې اډې په څير په راتلونکي جنګ کښې په کار راولي، هدف دا دی چې د سوات ښايسته دره د سوات له اولس څخه پاکه کړل شي. هدف دا دی چې هم دا پيښه په راتلونکي ټولټاکنو کښې د يوعلت په توګه په کار راوستل شي.

او بله دا چې په راتلونکو ټول ټاکنو کښې د ملالې بريد په څه ډول او کوم ګوند په خپله ګټه وکاروي.

په ملالې باندې بريد او ورسره د ميډيا او ټولو سياست والو او اولس څرګندونې که يو اړخته د ستاينې وړ عکس العمل دی او له دې نه هم دا ثابتيږي چې پاکستان له تالبانو څخه کرکه او بشري حقونو سره مينه لري، خو که بل اړخته وګورو نو د ملالې سره دوه نورې ماشومانې هم په دغه موقعه په ګوليو ټپيانې شوې دي خو حال دا دی چې حکومت او ميډيا له هغو دوو ماشومانو په حال چې درملنې ته اړتيا لري، هېڅ توجه نه ده کړې، نو داسې بريښې چې د ملالې بريد د يوه خاص مقصد په خاطر کارول کيږي. که ډرامه هر څومره په احتياط سره جوړه شي خو ډرامه اخير ډرامه وي او ډير خلاص سرونه او تشې ورپه کښې پاتيکيږي. د سياسي موخو لپاره يوه ماشومه قرباني کول د ډير کمزوري او ناروغه فکر کار دی. په ماشومه ملاله بريد چې څومره هم وغندل شي کم دی او هغه ټولنه چې په دې جنايت کښې ښکيله ده ، بايد د سختې نه سخته سزا ورته ورکړل. نن د پاکستان ټول اولس دا خبره په ډاګه کړله چې هيڅوک هم د تالبانو پلوي نه کوي، د هر سړي ځيني کرکه کيږي، بايد هم دغه احساسات مخ په وړاندې بوتلل شي او کومه ټولنه چې د تالبانو سره کومک کوي، هغوی د اولس د کرکې نه وويرږي او دغه ناولې دنده پريږدي. اوس په دې کښې هېڅ شک پاتې نه دی چې اولس له تالبانو څخه کرکه کوي خو دا شک پاتې دی چې تالبان څوک دي؟ د سوات خلک د تالبانو په پيژنګليو کښې د شک ښکار دي، د پاکستان استخبارات بايد دا شک د خلکو له فکر وباسي. که خلک پوه شي چې تالبان د يوه حکومتي نظامي ټولنې له مرستو برخمن نه دي، نو ټول اولس به ښه په نره سره په يو څو ورځو کښې ټول هېواد د تالبانو له وجود څخه پاک کړي.

 

په سوات کښې د کال دوه زره او اووه نه د پاکستان پوځ ميشت دی، د پاک پوځ له ترجمان له خولې په سوات کښې د شپږو نه تر اتهو سوو پورې تالبان ول او په دوی پسې پينځه څلويښت زره پوځيان راوستل شول. د دريو کالو د جګړي وروسته پوځ د خپلې کاميابه اپريشن ادعا وکوله خو له بدمرغۍ دوی د تالبانو د شبکي مشران په نخښه نه کړای شول او اوس يو ځل بيا په سوات کښې د تالبانو شتون رابرسيره شو نو ايا دا په دې مانا نه دی چې پوځ په خپل هدف کښې ناکامه شوی دی او پينځه څلويښت زره په وسله ښه سمبال پوځ شپږو سوو تالبانو ته ماتی ورنه کړای شو. که پوځ د ملالې د بريد په پلمه د يو بل اپريشن تياری نيسي نو بايد دا ځل ورسره د اولس کومک ونه شي، که داسې وشي نو دا به يو خونړی جنګ وي چې د سوات ټولې ملالې به له منځه يوسي.