fbpx
جلال بازوان مقالې

زمونږ ملاله او د چین خوا مولان (花木兰)

لیکوال جلال بازوان

پرون ورځ له خپلې استادې سره په کتابخانه کې ناست وم، د چېنائي ژبې د فنه ټیکس درس ئې راکولو، له یوې خوا ډېر ستړې وم نو له بلې خوا درس هم ضرور ؤ، د درس په یو برخه کې یو په زړه پورې تاریخي واقعه هم تکرار شوه چې هغه د چین د اتلې اغلۍ جنرال خوا مولان په اړه وه، استاد مې راته ډیر په شوق او په غرور سره کیسه وکړه خو زما زړه هم بې صبره ؤ له یوې خوا دی اغلۍ مولان په اړه کېسه او له بلې خوا د خپلې ملالې کیسه راته په ذهن کې ښکته پورته کېدله چې زه هم ورته خپله ملاله وروپېژنم، د استادې د کېسې له خلاصېدو سره سم ما هم ورته خپلې ملي اتلې ملالې په اړه ووئېل، او هغه واقعه او جنګ حالات مې ورته ټول بیان کړل او ددې هغه نارې او لنډېو په اړه مې هم ورته ووئېل چې په ځوانانو کې ئې لکه د مسیح بیا ساه واچوله او وینه ئې په جوش راغله چې د ښمن ته ئې داسې تاریخي ماتې ورکړه چې تر ننه پورې میوندي فتحه ټولو استعمارګرو ته یو درس پاتې شوېدی او وي به. ما ورته د خپلې ملالې په اړه خبرې کولې او هغې راته خپلې نورې ملګرې هم راوغوښتې او رانه ئې بیا له سره وپوښتل چې که د ملالې په اړه راته تاریخي واقعه بیا بیان کړې ترڅو ئې مونږ خپلې ژبې ته وژباړو او له نورو خلکو سره ئې شریکه کړو، که څه هم زه په تاریخ کې دومره وارده نه یم البته خپلې افغاني شملې اوچتونکې ملالې کیسه مې ورته وکړله او له ځنې تاریخي واقعیتونو او افغاني انجونو او پېغلو په اړه مې ورته معلومات ورکړل. دا چې دا کیسه مې ورته پرون کړې وه نو نن هغې هغه ټوله کیسه په چېنائي ژباړلې وه او ما ته ئې هم راښکاره کړه، د هرې خبرې سر به ئې ملاله وه. ما هم حقه وګڼله چې تاسې ته چېنائي قهرمانه اغلۍ جنرال خوا مولان دروپېژنم، دغه لاندې ژباړه مې له ځنې کتابونو او له انټرنيټ ځنې کړېده او په لنډه توګه ئې تاسې ته مخې ته ږدم چې له دغې تاریخي مېرمنې څخه هم خبر شې!

مولان په اړه به تاسې ته پته وي یا نه، خو زه به ئې درته ووایم. مولان ده څوک؟ او د چین خلک پرې ولې دومره ویاړي؟

خوا په اصل کې چېنائي کې ګل ته وائي او خوا مولان بیا د ګلونو یو ډول دی چې ډېر ښکلې دی او دلته په چین کې ډېر خلک ورسره مینه هم لري او ډېر رازرغونېږي هم. د خوا مولان د زېږېدو په اړه کره شواهد نشته خو بیا هم د چينائي پخواني لیکوالانو، ادیبانو څخه په رانقل شوو خبرو کې داسې څرګندېږي چې مولان د (368- 534) زېږدیزو کلونو په منځ کې زېږېدلې ده. ډېر پخوا په (Wei,Sui او یا هم Tang) نومونو کوم ښار کې چې مولان اوسېدله نو ددوي په سلطنت باندې حمله وشوه چې (barbarious Tuji) د حالاتو د قابو کولو لپاره کوښښونه شروع کړل، د بلې خوا د وخت شاه او یا هم امپراطور د خپلې امپراتورې د بچ کېدو لپاره د خلکو نه غوښتنه وکړه چې هره کورنۍ دې د جنګ لپاره یو یو کس ورکړي، دا چې د مولان پلار د مخه فوځي ؤ او اوس تقاعد شوې ؤ نو حکومت بېرته خپلې وظېفې ته وغوښتلو، مګر دا چې هغه ډېر زوړ شوې ؤ او نور جنګ کول د ده د وس خبره نه وه د بلې خوا نه ئې ورور ماشوم ؤ نو هغه هم د جنګ ته د تګ اجازه نه درلوده، نو مولان غوښتنه وکړه چې د پلار په ځای به دا جنګ ته لاړه شي، دا چې پلار ئې پخوانې فوځي ؤ نو خپلې لور ته ئې ټول فوځي تاکتیکونه ورښودلې ؤ، نو هماغه ول چې په فوځ کې بېرته د پلار ځایناستي نیولو لپاره ئې ازموینه ترې واخسته چې په هغه کې کامیابه شوه او د امپراطور لخوا هم ومنل شوه چې دا لمړۍ ښځه ده چې په جنګ کې د سرحدونو د ساتلو لپاره د خپلې خاورې ځنې دفاع کوي.

یوه ورځ یو ځوان د خوا مولان پلار ته راغلو او ورته ئې ووئېل چې جنګونه د تانګ(Tang) ښار د ښځو کار ندې، البته هغه ته ئې یو ډول پېغور ورکړو، دا چې پلار ئې ډېر سپین ږېری شوې ؤ نو نو له یوې خوا د خپل بوډاتوب او د بلې خوا ځوانه لور دده پرځای جنګ ته ځي افسوس وکړو. مولان جنګ ته د تلو نه مخکې یو اس واخستو ، د روانېدو پر مهال ئې پر تن د سړو جامې وې، په څنګ کې ئې توره وه او یو ورسره هم ښه اس ؤ چې ددې صحنې پرلیدو ئې پلار ډېر خوښ شو.

د جنګ په دوران کې دوي له هغه نه ډېر څه کامیابي لاسته راوړه  د څه په اړه چې د وخت امپراطور سوچ او فکر کې هم  نه ؤ، بلااخره جنګ له دولسو کال وروسته ختم شو. د جنګ په دوران کې مولان له سړو هم ډېره مخکې وه او د جنګ په دوران کې د جنرالۍ تر رتبې ورسېدله، هغه څنګه دې رتبې ته ورسېدله؟ په داسې حال کې چې هغه یوه ښځه وه، د ډېرو خلکو،بحثونو او موضوع ګانو سرلیک وي.

د جنګ په دوران کې مولان له جنرال لي نه هم مخکې وه چې د همدې زړه ورتیا له امله جنرال لي پخپله هغې ته د دوستې لاس اوږد کړو. دا چې د جنګ اخري پړاو شو او دوي په یو حمله کې د دښمن باچا محاصره او بیا ئې ونېولو نو په همدې سره جنګ هم ختم شو، پدغه وخت کې ټولو فوځیانو ته انعامونه او پېسې ورکول کېدلې، خو دې له پېسو او انعام د ترلاسه کولو نه منع وکړه، خو یو خواهش ئې وکړو چې ورته یو د تېز تګ اوښ ورته ورکړي ترڅو کورته پرې ستنه شي. مولان په رسمي توګه نور له فوځ څخه استعفا وکړه او هغه هم پدې خاطر چې د لوي درستیزوال امر ؤ. لوي درسیتزوال ووئېل چې دې خپل ځان د مولان لپاره مناسب خاوند ګڼي او له هغې سره به واده کوي. هماغه ول چې لوي درستیز خپل تېز ځعلیدونکئ اوښ هغې ته ورکړو او خپل کور ته ستنه شوه.

کیسه همدلته ختمه نشوه، کور ته په رسیدو سره جنرال مولان بېرته یو عادي پېغله شوه. لوي درسیتزوال هم خپل ګران ملګرې جنرال لي د هغې کور ته په مرکه ور ولېږلو، جنرال لي  هم له ځان سره ډېرې تخفې او نور شیان ېوړل، خو دلته یو بل حېرانونکې کار دا وشو چې جنرال لي له دغه وخت نه ګټه دوه ګټې واخستې له یوې خوا ئې لوي درسیتزوال په خبرو قانع کړو چې جنرال مولان سره د واده خواهشمند دې هم دی د جنګ له دورانه چې په هر ځای کې به ورسره څنګ په څنګ روانه او ولاړه وه نو هماغه ؤ چې  د دواړو ترمنځ دوستي وشوه او غواړي چې دوستي ئې په ابدي د ژوند ملګرتوب بدل کړي.

اوس هم په چین کې درې ولاېتونه د جنرال خوا مولان د زېږیدو دعوې کوي او غواړي چې د جنرال مولان کرېډټ او ویاړ خپل کړي.