نیټه مارچ ۲۰۱۴
شوده دي….!!!
په یوشتمه پیړۍ کښې نن سوات د مځکې پر مخ یوازنی هېواد دی چې په کښې نه قانون شته دی او نه په کښې د ځایي خلکو ږغ،دلته د پښتون قام د هالوکاسټ یوه داسې لړۍ پیل شوې چې په انساني مالوم تاریخ کښې یې هېڅ چیرته بیلګه په نظر نه راځي. موږ که د جنجیز خان او هلاکو خان کسې مخته کیږدو نو و به ګورو چې جنجیز خان هم ځان ته یو څه حدونه په نظر کښې نیولي ول چې ان د جنګ په تود ډګر کښې یې په دغه حدونو تیری نه کاوه او هغه دا چې په جنګ کښې به هم ښځې او کمکیان نه وژنو، دښمن سره به دښمني ساتو او قرض به نه اخلو.
خو د سوات په کیسه کښې هېڅ داسې یو شی باتي نه شو چې تیری ورباندې و نه شو، د څاروو څخه نیولي تر ښځو او ماشومانو پورې یې ورته ووژل ، پښتون چې په ننګ او غیرت تر ځانه ورتیر و، هم د هغه د سترګو وړاندې د هغه عزت تارتار شو، څادر او شمله ترې په مځکه راګزاره کړل شوه او پرې موتیازې ورباندې وکړل شوي. د خيلواکۍ هغه ټولې نخښې که و دا ښوونځي ول که روغتونونه، که پلونه ول که هوجرې وي، د پښتون ټولې نخښې یې د لمنځه یوړي.
نیکلایي مکیولي په خپل کتاب (The Prince) کښې راتونکي پاچا ته مشوره ورکوي چې د یوه محکوم قامه سره به څه رنګه چلن کوې، لومړی که ممکنه وي چې بیخي یې ووژنې، ګنې بیا ورباندې پوځي چوڼۍ جوړې کړه او که بیا دا هم د اقتصاد له مخه امکان و نه لري نو بیا په کښې واړه واړه ټولګي جوړ کړه چې د یو و بله سره د ازادۍ په نامه جګړې پیل کړي. نن دا ټولې ټوټکې په پښتون فام باندې ازمایل کیږي،خو دا اخیره جمله په کښې د ای ایس ای مشاورینو په تالبانو بدله کړه چې د ازادۍ پر څای په کښې تالبان پيدا کړئ.
تالبان څوک دي، دا د یوشتمې پیړۍ تر تولو یوه بوګنوونکې پوښته ده. په لنډو څپو کښې به دا ووایم چې تالبان د هغه فکر پیداوخت دی چې د ټولې نړۍ خپلواکي د یوه چترۍ لاندې راوستل غواړي، دا فکر ته رسیدل یوه پیړۍ دوام لري چې تالبان په کښې لومړۍ تماشه ده، څه رنګه چې دغه فکر مخ پر وړاندې تګ کوي، دغه رنګه د تالبانو نومونه، څیرې او هویتونه به په کښې بدلون مومي.
نن د دې تماشې لومړی ښکار پښتون قام دی چې د هالوکاسټ له دوره تیریږي.
ما چې په لږ وخت کښې په سوات کښې څه ولیدل او څه اورم، غواړم چې دغه د انسان د تاریخ برخه وګرځي. په دې برخه به تاسو ته هغه کیسې بیانوم چې یا خو مې په خپله لیدلي او یا د هغو له خولو وتلي چې پرې تیر شوي او یا بیا د هغه خلکو څخه چې یې په خپلو سترګو لیدلي وي، د یوې اجازې سره چې په پیښه کښې د ښکل کسانو نومونه او د ځای نومونه په هغه موخه بدلون میندلای شي چې په کښې د چا ځان و مال ته خطر پیښیدلای شي.
د کال 2008 د سپتامبر د مياشتې لومړۍ شپې ورځې وې. د سوات لويه برخه تاليبانو نيولې وه. که څه هم ټول خلګ په دې پوهېدل چې تاليب او د پنجاب پوځ د يوه شي دوه نومونه دي، خو بيا هم له تاليب سره د جګړې په نامه د پاکستان پوځ د ښار غټې غټې لارې تر خپله ولکه لاندې نيولې وې او و سړکانو ته څېرمه ټولو سيمو کې کلک ګرزبنديځ Curfew وه. يوه لوري ته د تالېب ترهګرۍ او بل لوري ته د پوځ ګرزبنديځ د شاوخوا سيمې ټول اوسېدونکي دې ته اړ کړي وو چې په خپلو خپلو کورو کې شپه او ورځ بنديان پاتې سي.
زموږ کور د مېنګورې و ښار ته نږدې و يو سړک ته څېرمه وو. شپه او ورځ د کور د بنديوانۍ له ديغته د ځان ژغورلو لپاره به زه هر ماځيګر د خپل کور بام ته وختلم او د خپلې کوټې د انګېټۍ Chimney تر شا به د سړک پر څار معمور پوځيانو څخه پټ کښېنستم او له هم دې ځايه به مې د شاوخوا ښکلو، ګل ورينو غرو او درو سيل کولئ. زموږ کور د ابادۍ په څنډه کې وو. زموږ د کور تر شا اوږدې پرتې کروندې وې. د دې کروندو بله څنډه ته يو بل وړوکی کلی دئ چې ځايې خلګ ورته شاوې وايې. د سوات د نورو ميشتو خلګو په شان د شاوې اوسېدونکې هم ډېر غريبان خلګ وو، ډېر لنډ او تنګ ګزران يې درلود او د ټولې ورځې له منډو ترنډو وروستو به هسې د دې جوګه شوه چې شپه تېره کړي. په هم دې ميشتو خلګو کې د رڼا بي بي په نوم د پاخه عمر يو خواري کښه ښځه هم وه. رڼا بي بي شودې خرڅولې. سهار وختې بې د شودو لوښی پر سر رابار کړئ وو د ښارګوټي په کوڅو کې به ګرزېده، ماښام ته بې دومره پيسې جوړې کړې چې شپه په تېره کړي او بېرته به خپل کلي ته لاړه. رڼابي بي به اکثره زموږ د کور تر مخ تېرېدله. اکثره به زموږ کور ته د اوبو د څيښک لپاره راغله او بېرته به په وچه منډه لاړه.
دا يو عادي ماځيګر وو، له معمول سره سم زه د خپل کور پر بام د انګېټۍ تر شا د غله په څير کروغ ناست شاوخوا سيمه مې څارله. ټول خلګ په خپلو کورو کې بنديوان وو او د نظر تر حده هيڅ کوم انسان شاوخوا نه ښکارېدئ. د تالېب وحشت او دهشت پر خپل ځای، پنجابي پوځ هم تر تالېب کم نه وو او په شاوخوا سيمو کې د ګرزبنديځ دماتولو په تور يو زيات شمېر کسان د پوځ له لاس وژل شوي وو. له هم دې کبله خلګو ځانونه تر خپلو کورو لنډ کړي وو. ټولې سيمې له وېرې ډک د چوپتيا څادر اغوستی وو. دا چوپتيا به کله کله د سړک په څار معمور د پنجابي پوځ د عسکرو خپل مېنځي ټوکو ماته کړه.
ناڅاپه زما پام د کروندو د پټيو پر لوري واوېښت. ګورم چې رڼا بي بي له ډېرو ورځو وروستو د شودو منګی پر سر را اخيستئ، د سړک پر لوري روانه ده. که څه هم زه د پنجابي پوځ له وحشته ښه خبر وم او دا فکر راولوېد چې دا شونې ده چې کېدآئسي پنجابي عسکر رڼا بي بي د ګرزبنديځ د ماتولو په تور ووژني، خو زما او د دې تر مېنځ د واټڼ د ډېروالي له کبله زه په دي نه شوم توانېدای چې رڼا بي بي له ګرزبنديځ نه خبره کړم او و سړک ته نږدې ورتلو څخه منع کړم. دا هم شونی وو چې که زه ږغ وکړم، نو دا عسکر ما ووينې او له هم هغه ځايه مې زربه کړي. ما هم په دې کې ځان خير وګڼلو چې خوله بنده ونيسم او د راتلونکو شېبو په ننداره سم.
منګی په سر، چې کله رڼابي بي سړک ته نږدې شوه، نو يو پنجابي عسکر په اردو ژبه په کرخت ږغ و رڼابي بي ته د درېدو امر وکړ. رڼا بي بي په اردو ژبه نه پوهېدله. د عسکر د ږغ په ځواب کې رڼا بي بي له خپله سره منګی راکښته کړ او عسکر تې د ښکاره کولو په موخه په پښتو ژبه کې وويل:
– شوده دي…!!
وحشي پنجابي عسکر په دې هيڅ سر نه خوږولو چې په منګي کې څه دي. سم دستي يې د خپل توپک ټولې مرمې د رڼابي بي په کوګل کې سړې کړې.
په سهار چې خبر سوم، د پنجابي پوځ عسکرو و رسنيو ته رڼابي بي د تاليبانو د ښځينه ځانمرګو بريد کونکو د ډلې يو غړې ور پېژندولې وه او دا دعوا يې کړې وه چې رڼابي بي د سړک پر څار معمور پنجابي عسکرو باندې د بريد پلان درلود، خو تر بريد لومړي ووژل سوه…!!
(په پام کې دي وي، چې دا يو رښتينې پېښه ده چې د ليکوال د سترګو په وړاندې سوې ده.)