fbpx
پښتیان مقالې

ملي اقتصاد ته کلکه پاملرنه په کار ده

لیکوال پښتیان
يو څه موده وړاندې زما د يو انډيوال له يو ملګري سره د يو خارجي هيواد يو اين جې او د بيا رغونې په کار کې د يو پروژې ژمنه کړې وه. دا کس نه ډېر لوستی وو او نه له پروپوزل ليکلو سره بلد وو نو زما ملګرې په دې اړه له ماسره تماس ونيولو. له خپلې پوهې او توان سره سم ما د پروژې د پلي کولو لپاره يوشمېرداسې منصوبې وسوچلې چې په ډېره لږ سرمايه يې نه يواځې يو زياته شمېر کسانو ته روزګار ورکولای سو بلکه د ملي صادراتو پر ډېرښت او وارداتو پر کمښت يې هم مثبت اغيزې درلودلی سوې. چې کله ما دا پروژې دې کس ته وړاندې کړې نو دې سړې په ځواب کې راته وويل چې په دې کې هيڅ شک نسته چې دا ډېرې غوره منصوبې دي خو غم دا دئ چې دا ټولې منصوبې برېښنا (Electricity) ته اړتيا لري او په هيواد کې دومره برېښنا نسته چې فابريکې وچلوي. دې کس د کندهار په يو شمېر سيمو کې د يو شمېر داسې منصوبو يادونه هم وکړه چې رغونه يې په زياته لګښت سوې ده خو د بريښنا د نه شتون له کبله بندې ولاړې دي او اوسپنو يې زنګونه نيول پيل کړي دي.
رښتيا خبره هم دا ده چې د يو اقتصاد بنسټ پر انرژي ولاړ وي. که څه هم زموږ هيواد د هر ډول انرژۍ په تېره له اوبو څخه د برېښنا جوړولو سترې مواقع لري خو بيا هم موږ برېښنا ته کلکه اړتيا لرو. کومه برېښنا چې دا وخت موږ په کورو کې د يو ګروپ ليا پکې د چلولو لپاره لرو دې ته برېښنا نه ويل کېږي. د دې برېښنا توليد په ډېزلو کېږي چې د زيات لګښت له کبله کمه توليديږي. افغانستان دا مهال د ګزارې د اقتصاد لپاره د فابريکو د چلولو لپاره د لږ لګښت برېښنا ته کلکه اړتيا لري. متاسفانه په دې ډګر کې نه موجوده دولت کوم د يادونې وړ کار کړئ دئ او نه د ولسمشرۍ راتلونکي کانديدان کوم پلان لري.
که څه هم د افغانستان په نوي نسل کې د يو ګړندي پرمخ روان ملت ټولې نښې له ورايه ښکاري خو د ولسمشرۍ په ټاکنو کې چې ځوان نسل ته کومه وظيفه ګوري، هغه تر اوسه په پام کې نه ده نيول سوې، بلکه داسې ښکاري چې زموږ ځوانان هم د پاکستان د دروغځن سياست تر اغېزو لاندې دي او د ولسمشرۍ د ټاکنو په بهير کې د عقل اوپوهې پر ځای د جذباتو، پروپېګېنډې او شخصيت پرستۍ څپو اخيستي دي. که څه هم د اقتصادي ودې په اړه يو شمېر کانديدانو يو شمېر ګړجنې ژمنې کړې دي خو ځوانانو ته په کار دئ چې له
خپله کانديده دا تپوس وکړي چې دی د انرژۍ په تېره بيا د فابريکو د چلولو لپاره د برېښنا د توليد په اړه کوم ډول منصوبه لري. بايد زموږ ځوانان دا په پام کې ونيسي چې د دې هيواد د اختيار واګې نور زموږ په لاسو کې دي. زموږ مشران ښه وو، که بد، هغو چې هر څه وکړه هغه تېر سوه اوس به موږ خپلې هلې ځلې کوو. نه پوهېږم چې د هيواد له لسګونو پوهنتونونه څخه فارغه سوي ځوانان د خپل راتلونکي په اړه څه فکر لري…؟ که چېرته هيواد د ټېټې بيې برېښنا ولري، په هيواد کې فابريکې پرانستلې شې نو د دې فارغينو يو زياته برخه د دې فابريکو په تخنيکي برخو کې ځای پر ځای کېدلای سي. يواځې دا نه بلکه دا فابريکې د هيواد د اوسېدونکو يو زياته شمېر هغه اړتياوې چې دا وخت د فابريکو د نه شتون له کبله موږ د پاکستان او نورو هيوادو و غولنو او لوړ بيه توليداتو ته اړ يو، پورا کولائ سي. که لږ همت وکړل سي دا تواليد نورو هيوادو ته هم صادريدلای سي.
دا ټول څه هغه وخت کېدايسي چې زموږ ځوانان د خپل ځان او هيواد راتلونکی په پام کې ونيسي او خپله رايه هغه کانديد ته ورکړي کوم چې د اقتصادي ودې روښانه تګلاره ولري. بايد موږ دا په پام کې ونيسو چې دا مهال يو شمېر داسې کانديدان سته چې اقتصاد پوه دي خو تر کومه حده چې د هغو د اقتصاد د ودې تګلاره ده، دا ډېره ګړجنه او افسانوي ده.