fbpx
سالار یوسفزی مقالې

انسان او خدائے

انسان د تحصيل ذات د مختلفو مدارجو سرکولووروستود خدا ئے د رجې ته رسی کنه ؟ د اتلسمې پيړۍ د ټولو نه غټه پيښه دا مخې ته راغله.ګوئيټے د دې نه انکار کوی.او وائی چې د خدائے او انسان ترمينځ چې کوم درياب خڼ دے په هغې يو طاقت هم نشی پوريوتے (۱) د کانټ په فکر انسان نيم بشردے اونيم خدائے دهغه باطن کامل دے اوظاهر ناقص دے.کامل ته ناقص بيګانه اوپردے ښکاری.هغه هروخت دخپل ځان سره جنګيږی ليکن هغه دا جنګ چرته هم نش ګټلے.(۲) مارکس وائی فطرت د انسان بدن دے او که هغه مړکيدل نه غواړې نو په هغه لازم دی چې د دې جسم سره مسلسل رشته قائمه وساتی (۳) ليکن غنی خان څه وائی !

؛ آسره ؛

بنده څه دے بې هوشه ځناوردے

بنده څه کوی ؟ ارام ځان له ګوری

دے تالاش د ده د ساقې خندا

د کعبې مناره ښکلی ستوری

کل منطق ده ده فلسفه د ده

يو اميد يوارمان يو اسره د ده

د دې لوئې درياب نه چا پيره ده

کناره د ده کناره د ده

که يې سر د عرش پورې ولږییی            پښې يې ډوبې وی د غبار په مخ

دا خو،دے،دے دځانه ورک شوېدے     د جانان په مخ د دلدار په مخ

کل مذهب د ده کل ايمان د ده                 دادے رنګ او خندا او جانان د ده

دامکان د ده لامکان د ده                      دا څه روکه څه توره قيصه ده

دسبا تلاش د پرون ارمان                     يواميد يوارمان يواسره ده

دلته غنی خان مونږدانسانی خواصو،صفاتو،اسرې،اميد،تفکراتواوکردار سره اشنآ کوی.د ده دسباتلاش اود پرون اميد مونږ ته په ډاګه کوی.مونږهغه مقام ته بيايی لکه هيګل وئيلی دی خدائے په انسان کې د ننه موجود دے.د ده په نيز شعور ذات اعلی ترين الوهيت دے.ځکه چې بشر ذات د خدائے مظهردے.الوهی فطرت اوبشری فطرتجدا حقيقتونه نه دی.بلکې جدلی يووالے دے.اوتاريخ عبارت دے د محدود نه د لا محدود په لور دارتقا نه يعنې تحصيل خداتحصيل ذات دے.په انسانی صورت کې (۴) په سوره روم کې دی لکه مخکې يې ذکرشويدے يعنې الله په خپل فطرت د انسانانو فطرت وضع کړو

کرکيګارډ وائی د خدائے نزول دنيا ته د انسان په شکل کې وشو (۵) زرتشتيان روح انسانی د خدائے جزګڼی.د رياضت جسمانی په ذريعه خدائے ته نيزدې کيدل د ايتهرد کرښې نه اوړيد ل اوخالص اورجوړيد ل د دوی فکردے.(۶) د يونانيانو په عقيده يولوئ سړے ديوتا جوړيدے شی او ديوتا يو عظيم شخصيت.نيټشے وائی انسان هم دفوق البشرجوړيد و لپاره پيداکيږی او فنا کيږی (۷) الجيلی وائی د خدائے او انسان ترمينځ دافرق دے چې د خدائے تصورمادی شکل اخلی اودانسان هغه نه (۸) بل ځائے وائی د نبی اکرم نه چا تپوس اوکړو چې د تخليق عالم نه مخکې خدائے چرته وو هغه اوفرمائيل چې د تخليق عالم نه مخکې خدائے پاک په ، عما ، ( تياره) کې موجود وو.د ،عما،دويمه معنی لاشعوريت دے.لا شعوريت د ټولو حقيقتونوحقيقت دے.دا داسې خالص هستی ده چې پدې کې د پستئ اوتنزل طرفته خوځښت نه وی.په هستۍ خالص دانوم هله ايښودے شی چې کله هغه د ښکاره کيدوپه حالت کې وی (۹) غنی خان دغه ځائے ته داسې اشاره کوی

څه ووچې هيڅ نه وو          نه سباوونه ماښام وو

نه رب د چا رب وو           نه بنده د چا غلام وو

بس يو بې پايانه عشق         ورک پخپل خمارکې

خوب دخپل وصال وو        په ښائسته شونډو ديارکې

تصوف :- نيازفتح پوری ليکی د خدائے پيژندودپاره انسان دوه لاري اخستې دی د يوې تعلق د زړه سره دے او د بلې د مزغوسره .چې کله مازغه ستړی شونودزړه نه يې کارواخست او چې زړه يې ملګرتيا ونه کړه نومزغوطرفته راغے تردې چې د زړه اومزغوجنګ د خدائے پيژندلوپه حقله تروسه روان دے.د مزغو يا عقل په زريعه دخدائے حکمت معلومولووالاد فلسفي اوحکمت لارواخسته.او چې کله يې پدې سرخلاص نه شو نو هغه ملحد اوکافرشو.زړه والودجذباتونه کارواخست اوهغه هم اخرکارد ما عرفناک د حده مخکې لانه ړل.د صوفياوو تعلق هم د دې جماعت سره دے.داخيال لرونکی خلق په مختلفوقومونوکې پيداشويدی.په هندوستان کې دغه څيزته ويدانت وائی په يونان اوروم کې د باطنيت په نوم اوپيژندے شول او په اسلام کې د تصوف په نوم (۱۰)

د اتمې صدۍ په اخرکې او د نهمې صدۍ په شروع کې د ژوند صوفيانه نصب العين په وجود کې راغے (۱۱) کريمر اوډوزی تصوف دايران دهندی ويدانت نه ماخذ ګڼی اونکلسن د نوفلاطونيت نه (۱۲) ويدانت د انسان اصلی ماهيت په فکرګڼی اوسامی قوم اراده د انسان جوهرګڼی.(۱۳) د صوفياوو خيال دے چې مونږله پکاردی د احساس د پوره بد لون په ذريعه عقل او اراده دواړه بدل کړو ځکه چې عقل اواراده د احساس دوه مخصوص صورتونه دی.دوی دانسان سره د محبت کولو پيغام ورکوی.د بل په خوشحالۍ کې د خپل شخصيت هيرولو تلقين کوی.د محبت په ذريعه سامی او اريا يی اصول يوځائے کوی.اوبل خواه د اسلام نه بې غوره کيږی نه.د فطرت انسانی په باره کې د دوی نقطه نظر ډير جامع دے.(۱۴) دوی د خپل نقطه نظر لپاره د سوره بقره دا ايات په دليل کې ورکوی کما ارسلنا فيکم رسولا منکم يتلو عليکم اياتينا ويزکيکم و يعلم الکتاب والحکمه ويعلمکم مالم تکونو.د دوی خيال دے په ايت کې چې کوم د حکمت ذکر راغلے دے دايې د قران په تعليم کې نه دے بيان کړے او که دے نو د خدائے ورکړے صلاحيت دے.

اقبال ليکی په قران اوحديثوکې د صوفيانه نظريې طرفته اشارات موجود وو ليکن هغه د عربو د خالص عملی ذهانت په وجه پټ پاتې شواوچې کله ورته په غير ملکونو کې حالات جوړشونود يوجدا نظريې په صورت کې راښکاره شو.قران د يو مسلمان دا تعريف کړيدے الذين يوءمنونه بالغيب مومنان هغه خلق دے چې په غيبو ايمان راړی.د غيب اصلی ماهيت نوردے لکه الله نورالسموات والارض (سوره طورايت ۳۵ ) ولې نوراولی شخصی دے څه ؟ قران د خدائے د شخصيت تصور په مختلفوعبارتونو کې ورکړيدے ليکن مختصرليس کمثله شیء.(شوری ايت ۷) پدې اياتونوصوفيانومفسرينوود کائينات وحدت الووجودی نقطه نظرجوړکړو.د روحانی تربيت لپارهه څلور منزلونه وړانې کوی.که چرې څوک د ادنی درجې نه ترقی وکړی د اشياءعالم د موڼ سره دوصل خواهش وکړی نو هغه به د څلورومنزلونونه تيروځی.۱ د غيب جستجو ، ۲ په غيبو ايمان ، ۳ علم الغيب ، تحقيق (۱۵)

غنی خان هم دغه تحقيق ، دغه پراسرايت اوپراسرارقوت او دغه د غيب جستجو په سراخستے دے او د اشياء عالم د موڼ سره بيا د يوځائے کيدو خواهش لری

، پلوشه ،

دلبردواړه دلبرانو دے دلدارزما

سرداردواړه سردارانودے سردارزما

 

زما نه پټ کله شغله کې د سپوږمۍ شی جانان

کله لاله شی کله بيا ښائسته لولۍ شی جانان

 

کله رامبيل کله د سورګلاب غوټۍ شی جانان

ورته به وايم چې بيا ما سره يوځائے شی جانان

 

دلبرد واړه دلبرانودے دلدارزما

 

يا لمرخاته کې خماری سترګې راپورته کړی

سپينه سپوږمۍ شی موسکۍ خوله د جانان لورته کړی

ما په خندا خندا د غم له کندو پورته کړی

 

دلبردواړه دلبرانوو دے دلدارزما

سردارد واړه سردارانودے سردارزما

مونږوليدل چې د غنی خان دلبراوسردارد عالم کائينات خالق هغه ته کله په سپوږمۍ کې په نظر راځی اوکله په لاله کې کله رامبيل اوکله د سروګلو غوټۍ شی غرض په هرښکلی اوښائسته څيزکې غنی خان د خپل جانان د ښائست او ښکلا ننداره کوی.دا ننداره خوشحال بابا هم کوله لکه وائی

په هرڅه کې ننداره د هغه مخکړم

چې د ډيرې پيدايئ يې نا پديد شو

د شنکراچاريه په نيزانسان د برهما جزدے (۱۶) ايا انسان پخپل طبعي ژوند کې د خدائے جزجوړيدے شی او يا په مثل دهغه ! اوکه شی نوڅنګه ؟ مے تهيوارنلډ وائی د روحانی کشف لمحات زمونږپه قابوکې نه وی انسان ربانی پخپله دخپلې هستۍ د راز نه پخپله خبريږی خو چې کله دا خاص روحانی تحقيق ختم شی انسان انسان پاتې شی اوخدائے خدائے.دبعدالطبيعات په وخت کې دخدائے سره يوځائے شوے انسان ژوندے وی ؟ په قول د کپيلآ سړے د پراکرتی سره د يوځائے کيدونه وروستوهم ژوندے اود ميچن شان خوځيدونکے وی (۱۷) برهمن وائی برهما صرف يولامحدود حقيقت دے.د انسانوجدائی يوفريب دے.چې ته کله دامحسوس کړې چې ستا شخصيت وليکيږی اوته په سمندرکې مطمين لامبو وهې اود دې جذب نه علاوه هرڅيزتا ته کم ترمعلوميږی نوتاته به معلومه شی چې مذهب څه شے دے اوخدائے ! اوته به پخپله د خدائے د وجود يوجزجوړشې (۱۸) عبدالقادرجيلانی وائی چې د مخلوقات د علائقواوذاتی خواهش اوارادې د قيد نه اذاد شی اودالله دفعل اوارادې تابع شی.ستا هره وينا اوکارد خدائے د حکم مطابق وی داحالت په ذات الهی کې د ورکيدوحالت دے (۱۹)

ههرسړے د خدائے سره اتصال کولے شی ؟ او څنګه ؟ اوډې اتصال نه وروستوبه په څه حالت کې وی ؟ عبدالقادرجيلانې وائی په نفس عماره دقابوموندلو وروستوپه ذکروعبادت کې دمشغولتيا په برکت انسان ولايت ته ورسيږه.خدائے هغه د خپل اولياء خاص په زمره کې داخل کړی.داولياءالله جوړيدووروستوهغه بذات خود دالله تعالی اراده بلکې دهغه مراد جوړشی.(۲۰) چې د کوم سړی ټول کارونه يعنې اوريدل ، ليدل ، وئيل ، نيول ، ګرځيدل ، ويده کيدل ، پاڅيدل الغرض تمام اعمال د رضا الاهی مطابق وی اودخدمت دين اونعمت لپاره وی.داسې بنده مومن د خپل نفس نه فانی او د ذات الاهی سره تل باقی اوژوندے پاتې کيږی (۲۱) دحديث قدسی په روسره دا هغه وخت دے چې خدائے دهغه غوږونه جوړشی.چې په هغې هغه اوری ، دهغه سترګې جوړې شې چې په هغې هغه ليدل کوی اوژبه يې جوړه شی چې په هغې هغه وينا کوی.(۲۲) لکه حمزه وائی

داخوته وې وس خبرشوم چې احساس د ځان مې ورک شو

دخپل ذات په ن نداره وې د صفات په آئينه کې

او چې کله مونږد غنی خان جانان ته زيرشونومونږخوبولې سترګې څه نورنورخوبونه وېنو

، جانان زما ،

نه په تا څه احسان مې د مينې شته

نه په تا څه احساس دوفا لرم

اوبادشاه دخندا اوژړا ته يې

خودازه يم چې خندا او ژړالرم

ستادسترګوښائست دے ارمان زما             ستا دروح ملک دحسن جهان زما

داستا شونډې چې ښکلې اونرمې دی         دا دمينې کمال او امکان زما

داچې زه ستا د ګوتو تصوير يمه              دا ستا ګوتې جوړئ ماته ځان زما

داچې ستا ملګرتيا ته متازه يم                  پټ دے دې کې رحيم ورحمان زما

زه به پټ ستا دمينې د شاله شم

خوبهر د دې جاله تياره طوفان

زه به پټ د خپل سوز د کماله شم

خو بهر د دې کور د ژړا ارمان

بې پرواه د جنون د وصاله شم                خومستی چې يې نه وی نووی څه ځان

څله خلاص ستا دزلفو د جاله شم             چې مې کورصحرادے يا کورطوفان

که رقيب د تياره روکيدونه وے              ما به تاله رقيب کتلے وو

که ښامار هم علاج وے د رنځ زما          ما ښاماربه طبيب نيولے وو

که بل ګل کې پيغام د بهاروے دا            د ازغو ډک به هم ماکرلے وو

ماله بس ستا نظر کې ارام دے

ما ته پروت ستا تلاش کې دوام دے

نه په تا مې احسان څه د مينې شته         نه په تا څه احسان د وفا لرم

ستا د ژوند او حواس معجزه ده دا         چې ځوانی او مستی او خندا لرم

دادے ډير بې پايانهه احسان درب         د ګوګل په پنجره کې هما لرم

باد شاهی د دې لويه به کومه وی          چې ارمان د خپل ځان مينه ستالرم

ستا د حسن جهان کل جهان زما

ستا ارمان کې خندا کړی هرشان زما

تا نه تخم به شم ، پاڼه شم ، ګل شمهه

ته پټے ته بهارته خزان زما

کله شې محبوبا د خيام د رنګ                   کله سوے شان هنګ د منصور د چنګ

کله خيثت او ارماڼ د صبا اميد                 کله توره شې تيغ شې غم او جنګ

کله مينه شې رحم بخښنه شې                    کله زوراوزياتے اوغروراوننګ

ستا په هر رنګ کې يو بې خوده جهان زما

ته پټے ته بهار ته خزان زما

د انسان او خدائے دا صفاتی راز چې جعفراچکزے د حمزه شينواری مخې ته وړاندې کوی نو حمزه يې ملحد ګڼی (انسان اوخدائے) او واقعی که پدې وينآ جعفراچکزے ملحد وی نو عبدالقادرجيلانی ته به څه وايو.برهمن خيال کوی چې په کوم سړی کې ، بده ، يعنې عقل کامل راشی هغه ته د خدائے قدرت حاصل شی (۲۴) اوزمون علما دا هم وائی چې جنتيانوته به هرڅه د هغوی د خواهش مطابق د خواهش سره سم بې د څه کړاوه ميلاويږی يعنې که دمرغو سيل په هوا روان وی اود ده زړه د دغه مرغوخوراک ته وشی په هغه ټک به ترې د ده دخواهش مطابق ورتې کړې راشیی او دسترګوپه رپ کې يا دخواهش په زړه کې د راتلوسره سم به دخواهش تکميل وشی.که دے اوغواړی چې د فلانۍ ونې دميوې دافلانۍ دانه دې دے وخوری داخبره به لا د ده په زړه کې وی چې دهغه ونې هغه څانګه به هغه ته راښکته شی .که دچاسره ليدل وغواړی د خواهش سره سم به يې دهغه سره ملاقات وشی که چرته تلل وغواړی د سترګو په رپ کې به هلته ورسی او شايد دا هغه وخت دے چې دے ووائی ، کن ، (شه) ، فيکون ، (پس هغه شی )

وجوديان خوهډو دا هرڅه يووجود ګڼی اورنګارنګی د دغه وجود صفات.مولانا رومی وائی زه په زمکه کې د تړواوتيګو په دنيا کې پروت ووم اوبيا په رنګا رنګ ګلونوکې مسکے شوم.بيا د ګرځيد ونکی او نا قراره وخت سره روان شوم اوپه نوی زيږون کې په زمکه ، هوا ، اوسمندراوګرځيدم اوغوپه شوم.خړپوڅې مې وکړې په منډه شوم اووالوتم.اوبيا زما د روح مخفی قوت ځان پداسې صورت کې ښکاره کړو چې ټول يې په تماشه شواو ويې کتل چې زه انسان شوم.د دې نه پس زما منزل دوريځو او اسمان نه اخواته په هغه جهان کې دے چې هلته نه مرګ شته او نه بد لون راځی.زه فرشته شوم اوبيا د شواروزدسرحد نه هم اخواه د مرګ اوژوند ، د محسوس او غيرمحسوس نه هم بيرته هلته ورسيدم چې چرته بقائې دوام وی.د واحد اوکل په شان شوم (۲۵)

حمزه شينواری وائی د حلاج نعره ، انا الحق ، وجه داده چې د هغه انائې اصغرپه انائې اکبرکې فنا شوې وه.اونعره ، انا الحق ، صرف د انا يې مطلق نه صادره شوې وه يعنې صرف زه حق اوثابت يم.هغه دحق اعلان نفسی وو.چې د خپلې موجودګۍ د علم نه عبارت دے.کوم چې دحلاج دخلې نه په الفاظو کې ښکاره شو (۲۶) بل ځائے ليکی انائې انسانی کومې ته چې په عرف عام کې روح يا نفسه ناطقه وائی په عالم امرکې په کلی طوريومجرد حقيقت دے.چې د هغه په وجود کې د ، وعلم ادم الاشيآ کلها ، د ټولوڅيزونوعلم بالقوه موجود دے.ځکه چې هغه په خارج کې د انائې اکبرپرتواوپه داخل کې عين انائې اکبردے.(۲۷) انائې انسانی يا انائې اصغرد انائې مطلق د منشاء مظهراوترجمانه او د هغه د صفاتوحامل ده.(۲۸) لکه اشرف مفتون وائی

ربه ستا د خيال تصويردے ربه ستا د نوره سازدے

که ستا خيال او نورمجرم شی ګناه ګارولې انسان شی

په اسلامی تصوف کې دا جذب و انجذاب يعنې د الله د عرفان د حاصلولو د پاره د هغه د مظا هرونه تيريدل او د هغه په باطن کې جذب کيدل.پدې عمل کې مشهود خپل د انجذاب قوت فعاله کړی او د جذب اوانجذاب د دواړو طاقتونود باهمی عمل نه دا کيفيت پيدا کيږی.ابن عربی هم د دې فکربانی او کلک معتقد وو.

نياز فتح پوری ليکی د تصوف څه علمی يا فلسفيانه اړخ نشته چې په هغې کې د زړه د اطمنان يا د حقيقت د معرفت وغيره په اصطلاح ګانوبحث وشی بلکې د دې اخلاقی اړخ بې لالچه مينه ده.د ده نعره همه اوست اود ده نعره ، زه او ته يو يو ، اوکه په عملی ژوند کې يې تفسيروکړے شی نو نتيجه يې هم دغه انسانيت پرستی راوځی.

ووم د اصل سره اصل خو چې بيل شوم

اوس پخپله خله د خپل ځان په ثنا يم       (حمزه شنواری )

 

موسی سے مارکس تک :- (۱) م۲۹۷ (۲) م۲۹۸ (۳) م۳۰۰ (۴) م۲۶۲

وجوديت :-  (۵) م۶۸

فلسفه عجم :- (۶) م۲۱ (۷) م۱۵۷ (۸) م۱۵۸ (۱۱) م۱۰۱ (۱۲) م۱۰۰ (۱۳) م۱۰۴ (۱۴) م۱۰۷ (۱۵) م۱۱۰ (۱۷) م۱۵۹

نشاط فلسفه :- (۹) م۴۱۹ (۱۸) م۴۳۸

من ويزدان :- (۱۰) م۱۵۹

اديان ومذاهب کا تقابلی مطالعه :-(۱۶) م۱۰۵ (۲۳) م۱۶۱ (۲۴) م۳۶۶

فتوح الغيب :- (۱۹) م۵۳ (۲۰) م۱۴۶ (۲۱) م۱۴۲ (۲۲) م۱۵۰

نوے تشکيل :- (۲۵) م۲۷۹

انا اورعلم :-   (۲۶) م۵۴ (۲۷) م۶۴ (۲۸) م۱۸۵

د روښان ياد :- (۲۹) م۲۷۰ (۳۰) م۲۷۴ (۳۱) م۲۷۲