fbpx
سالار یوسفزی مقالې

 د تحصيل علم سرچينې 

د مذکوره بحث او د مختلفو مفکرينو د تفکراتو د زياتره برخې نه مونږ دې نتيجې ته رسو چې د حواس خمسه په ذريعه انسان د دنيا او ما فيها علم حاصلولے شی خومونږ اوس هم لا پدې نه يو پوهه چې حواس خمسه مونږ ته دحقيقت علم راکولے شی ؟ او اعتبار پرې کيدے شی که څنګه ؟ عقل څه شے دے مادی دے که غير مادی ؟ شعور څه ته وائي ؟ دا د انسانی ذهن صفت دے که جوهر ؟ داصفات او جواهر دائمی دی که عارض ؟ تغير پزير دی که مستقل ؟

حواس:- حمزه شنواری حواس په دوه برخو کې ويشی ، حواس مادی او حواس مثالی ،حواس مادی هغه دی چې په عالم خواب کې معطل وی او د څه کار امکان ترې نشی کيدےاو د حواس مادی نه علاوه د انسان د پاره نور حواس هم وی چې د خوب په حالت کې الوتل ممکن ګڼی او هغه مثالی حواس دی (۱) وړاندې ليکی په خوب کې سړے د موټر يا ريل په ذريعهکراچۍ ته ځی هلته لس شل ورځې تيروی او بيا واپس راځی ليکن د خوب د دې عالم وخت د څو منټونو نه سيوا نه وی ليکن په ويخه حواس مادی د دې سفر وخت لس شل ورځې مقر ره وی د دې وجې د انسان مثالی حواس منل هم ضروری دی (۲) خو مونږ له دا کتل پکار دی چې ايا مونږ واقعی تلی و و څه ؟ څه چې راپيښ شوی دی هغه رښتيا دی ؟ حمزه صيب به هم انکار ونه کړے شی چې واقعی داسې نه ده چې کوم څيز حقيقی اورښتونے نه وی هغه باطل او نظر فريب دے دڅيزونوپه باره کې د انسان د درک انحصار د حواس په نوعيت دے حواس د څيزونو صرف بهرنی معلومات ورکولے شی ذهن ،عقل يا فکر د هغې داخلی رابطو ، صفتونو او تعلقاتوعلم فراهم کولے شی د مثال په طور دوه يو شان ګټې دی يوه نيزدی پرته ده او بله لرې .نيزدې پرته ګټه غټه ښکاری او لرې وړه ليکن ذهن ، عقل او فکر د هغوی د اصلی صورت معلومات ورکولے شی (۳)

ابيقورس وائي حسی ادراک خالص يو مادی عمل دے دټولو جسمونو د سطحې نه دهغو د شکل و شباهت په څيرپه مخه مثالونه خارجيږی او چې کله د حسن د مختلفو اعضآو په ذريعه روح ته رسی نو د احساس تخليق کوی احساس صرف د علم يواځنۍ ذريعه ده او ټول حسی ادراکات رښتونی دی (۴) لکه مفتون وئيلی دی

بې د حواس يې څه وجود نشته                           تول دنظر دے سوردے که شين دے

بصارت:- برق جيلانی وائي کله چې د ايژموجونه په جسم پريوځی نو د هغه په منفيو کي ګډوډے پيداکړی.د دې ګډوډی (هيجان) د احساس نوم بصارت دے.

ايژ:- په توره شپه کې يوجهازران د لرې نه د رڼا منارې وينی د دې منارې او جهازران ترمينځه يوه واسطه موجود ده کومه چې درڼا لهرونه دې جهازران ته رسوی د دې مينځنۍ واسطی نوم ايژدے.دمنارې رڼا په ايژ کې لهرونه پيداکوی دالهرونه د جهازران دسترګودپردو سره لږی او دماغ رڼاکوی او دليدو عمل د دماغو نه سرذد کيږی.مقناطيس د لرې نه ستن ځان ته راکاږی د ستنې او مقناطيس ترمينځه څه واسطه تسليمول غواړی او د هغې نوم ايژدے (۵)

حمزه شنواری ليکی ژوند چې د هرڅه نه مخکې خپل وجود ته ځير شو نو په هغه وخت کې عين علم وو او چې کوم وخت يې پخپل وجود کې د کثرت ننداره وکړه هغه ،فکر،شو اود دې نه پس دفکرپه حيث د خپل وجود په افرادو خورشو.پدې موقعه هغه د،عقل،صورت اختيارکړو اوهغه بيخی ،تعقل،شوخو د دې نه مخکې دوجود نه د يوبل څيز (صفت) يعنې ،ارادې،اظهارشوے وو او دلته د ژوند وجودی حيثيت د تخم د هغه دانې شو کومه چې وده کوی او ورو ورو په بره روانه وی (۶)

اراده:-شوپنهارو وائي اراده دراصل دفکر بنياد او ترجمانه ده.اراده دمقصد حاصلولو په کوشش کې د جذبې او زړه لږخ په ذريعه په شعور انسانی کې يوالے پيدا کوی زمونږ تصورات او فکرونه يو مرکز ته راغوڼډوی او مدام د با قاعده هم آهنګۍ په صورت کې ورسره يوځائے وی جسم هم د ارادې تخليق دے د ژوندی اوسيدو ارزو د ارادې دويم نوم دے څه رنګ چې د يوڅيز نيولو ارده اخر انسانی لاس تخليق کوی ېا دخوراک اراده آلات هضم پيداکوی دغه شان دعلم ذده کولو اراده مازغه پيدا کوی. حقيقت دادے چې دا جوړې (دارادې شکلونه اودغوښې صورتونه ) د يو عمل ياحقيقت دوه مخونه دی (۷)مونږ پدې سوچ مجبوره ېو چې ايا اراده په ذهن کې څنګه پيداکيږی ؟ څه سبب يا علت ته محتاجه ده که ضرورت نه لری.دا دمزغو پيداوار دے که دذهن نه مخکې وقوع پذير شويده.که د مزغو نه مخکې وقوع پذيرشوې وې نو څنګه او په څه کې؟ اراده دتصوراتو تخليق دے که تصورات او فکرونه د اردې پيداوار؟ د خارجی موجو داتو نه تآثر اخلی د څه پيښې را مخې ته کيدو سره اراده پيداکيږی،فعال کيږی او کله کله عملی کيږی؟ او که خپل يو مستقل وجود لری او موجودات خارج تخليق کوی او اراده پخپله څنګه پيدا کيږی؟

الجيلی وائي د فرد اراده بلا علت وقوع پذير کيدل يوه غلطی ده صرف دعالمګيرې ارادې فعال کيدل بغير د علته وی(۸) دلته زمونږ پوښتنې نورې هم پراخه کيږی چې عالمګيراراده او اراده انسانی يا انفرادی اراده د يو بل سره څه نسبت لری او په يو بل اثر انداز کيږی که څنګه؟ اشراقی هم لږپه بدلو ټکو د الجيلی سره متفق دے څې د فکر انسانی دپاره نا ممکن ده چې دتصوراتو دا لامحدود قسمونه دخپلې پوهې په ذريعه راونيسی د کومو په ذريعه چې نور اولا غير نور والا څيزونه روښانه کوی (۹) خو الجيلی زياتوی چې تصورات هغه مواد دی چې کائينات ترې جوړ شوے دے.فکر او ادرک هغه مواد او مساله ده چې د فطرت رغوڼه ترې شويده (۱۰) شفيق بلخی ، ابراهيم ادم او رابعه بصری حقيقت انتهائي اراده ګڼی او کائينات دارادې معمولی غوندې کار ګڼی (۱۱) لکه رحمان بابا وائي      کار همه په ارده د خدائے موقوف دے           هيڅ موقوف نه دے دچا په انتظار  او غنی خان وائي

 ؛ د زنې خال ؛

په خپلو ګوتو ايرې کړی پورته             په ښکولوګوتو پکې تلاش کړی

لالونه ګورې ته په ډيران کې               ليلا دا ته يې دا چې مجنون دے

چې دې مړباغ کې ګلونه ګوری          دا ستا مستی ده او ستا جنون دے

زه؟زه يم څه!ستا تخيل يم                           ستا خوبونه ستا ارمان يم

بې خودی ځه ستا دهوش يم                      ستا چشمې له زه طوفان يم

چې ستا زړه مئين په نور شو                    زه شوم شمع زه مشال شوم

چې تا ځان سرور له ورکه                        نو زه ستا دزنې خال شوم

چې ستا خود د ساز ليوال شو                   زه سرور شوم زه بلال شوم

ته چې طمع د سبا شوې                            زه سبا شوم زه هلال شوم

ته خفه چې د ايرو شوې                    زه يو مست او ورک جلال شوم

چي تا ځان په عشق کې ډوب که              زه مستی شوم او وصال شوم

ته چې وږے دکمال شوې                          زه همه کمال کما ل شوم

چې تا ويره د تيغ وکړه                             زه قلا شومه زه ډال شوم

چې ته وږے د دولت شوې                     زه الماس شومه زه لال شوم

چې ته وږے دمستۍ شوې                    زه منصور شوم زه بلال شوم

چې تا نيت د ګټې وکه                              کله دام شوم کله جال شوم

چې تا واغشتم جانانه                           زه ښائسته شوم زه کمال شوم

چې تا وليدم دلبره                                زه هلال شوم زه مشال شوم

چې ستا زنه په کوم لور وه                      بس زه ستا د زنې خال شوم

دلته مونږ د عالمګيرې ارادې د فعليت او صادريدو په لړکې دغنی خان په فکر پوهه شو.خو سپينوزا وائي عقل او اراده يو څيز دے.د عمل قوت يا ديو کارکولو اراده په حقيقت کې يو تصويردے چې دکثرت ائتلاف په وجه د مخالفوتصوراتو د نشت والی په وجهه په شعور کې دومره پاتې شويده چې اخر يې د عمل جامه اغوستې ده.هر تصورپه عمل کې بدليږی پدې سرط چې د دې نه مخکې يو مستقل تصور د لارې خڼ نه شی (۱۲) شوپنهائر او فريډرک نيټشے که هر څو ارادې له بنيا دی مقام ورکوی خوچارلس ډارون وائي شعور،عقل او روحانی صلاحيتونه څه غيبی يا جداګانه حيثيت نه لری بلکی دوی د انسا ن دجسم اوفطرت نه په مزه مزه په پاټکو پاټکو وده کړيده.او د ډيوډ هوم فکردے چې انسان دمختلفو ادراکاتو او حسياتومجموعه ده.او دعقل په خلاف دايمان،رواياتو او جذباتو قائيل دے (۱۳) ليکن سارتر وائي په خيالاتو کې سړے دخپل ځان،دنيا اوما فيها نه يوې ډ هډې ته کړی او ځان له د يو جدا حيثيت قائمولو کوښښ کوی.

تخيل:- تخيل هغه انسانی طاقت دے دکوم په ذريعه چې انسان د تير وخت د تجربې د کليت د سردوباره رغوڼې لپاره تصورات پيداکوی .او موجود دناموجود سره مربوطوی.لکه غنی خان پخپل وجودی تصوفی فلسفيانه خيال کې وائي

؛ خيال ؛

ائنې دخيال کې دا دنيا ده

بادشاهی او فقيری د زړه سودا ده

زما خيال ده پورته کړې ښائسته کړې

که مکه که مدينه که دلربا ده

عاشقی د خوب دننه يو مست خوب دے

د دې خوب د ملک سپوږمۍ مې محبوبا ده

وخت درياب يو بې پايان او بې کنار دے

بې چپو او بې لنګر کشتۍ زما ده

ګل غوټۍ وی شی ګلاب او بيا شی خاورې

دپښو لاندې مې خوره خاوره زماده

يو ه ناسته مې په خواکې مسکۍ شونډېې

يوه ناسته مې سپوږمۍ کې دلربا ده

يوه خاندی د ګلولونو په خندا کې

يوه ناسته په تيارو که د صحرا ده

فکر:- فکر مونږ ته د قانون کشش دګيسونو دخوځښت قانون او د قدرت د قانون په باره کې معلومات راکوی د فکر په ذريعه مونږ دمعلوم نه د نا معلوم په لور سفر کوو يعنې نا معلوم معلوموو.علامه اقبال ليکی اشيآ د فطرت په تسلسل کې واقعات دی او فکر دغه واقعات دمکان په قيد کې راوړی.او د عملی مقصد لپاره يې د يو بل نه بيل اوګڼی.

تصور:- په ساده ژبه کې د لفظ تصور معنی د ذهن عکس ده.د کوم متعلق چې مونږ فکر کوو.لاک وائي تصور هغه شے دے دکوم شی چې ذهن په خپل خيال کې درک کوی.هوم يې دحسن نقل ګڼی يا هغه شے چې د حواسو لپاره واقعی موجود وی.د افلاطون په خيال تصورات ؛ اعيان ثابته ؛ يا حقيقی څيزونه دی او د کائينات تمام څيزونه د دې تصوراتو صرف نقلونه دی.د اعيانو دنيا حقيقی او ابدی دنيا ده (۱۵) او مفتون نيوکه کو چې

فکر يې نشه شو افلاطون سر په کاواکه شو

هر يو شے فريب دے که ازغی شی که ګلونه شی

سيوری د هستۍ دی کرشمې د خيال او فکر دی

چا ته لال کونجکه چاته خاورې سره ګلونه شی

مونږ که د غنی خان تصور ته زير شو نو هغه هم د خپل هاغه محبوب نه چاپيره چورلی دکوم چې په سر کې مونږ ذکړ کړے دے

؛ تصور ؛

زه يم ناست ځان له جانان يو تصور کې جوړومه

کله يې سترګې تورومه کله يې شونډې ښکلومه

زه يم ناست دغم په هاړ کې د رڼا بڅری پيمه

خم د رنګ کې لا خمار شته ، زه ترې لپې ډکومه

د سخې ګوتو دې ځار شم ، څنګه ښکلے ويش دې وکه

زه يو څاڅکے خو ځيګر کې دريابون ګرځومه

زر او زور او تخت دې واخشت ، خيشت ، نظر او خيال دې راکه

د سرور په سور طوفان کې دې کړه ډوبه لوږه طمعه

دا يو غم دويشه پاتې چرته پټ تياره کې ناست وو

رورو پټ مې زړه له راغے لکه مار دښکار په سمه

پدې هرڅه دې رضا يم د لالونو زرو خانه

غم څه مرګ مې هم قبول دے په خندا يې قبلوومه

دا خو تا اور اورکے يو د سرور ماته بخښلے

ځکه زه دې تور محل کې خپل خوبونه بلومه

خلق وائي لاړ بوډا شو غنی خپلې مستۍ او خوړ

زه يم ناست د يار ويښتو کې دنرګس ګلو نه ږدمه

مرګه ځه چرته روکيږه ، زه لا نه يم وزګار تاته

خم د رنګ کې لا خمار شته زه تې لپې ډکومه

برق جيلانی وائي تصور د څيزونو د حسی وجود خدو خال مخې ته راوړی.انسان دهغه ډڼ ياد تازه کولے شی چې کوم هغه څه موده مخکې ليدلے وی يا هغه د هاغه ډڼ تصور کولے شی دکوم په باره کې چې هغه ته وئيلے شوی وی ځکه چې د تصوراتو پخپله دار ومدار په فطری حواسودے.د څيزونو او مظاهرو هر خلقی وصف د ليدو ، اوريدو يا محسوس کولو وروستو په الفاظو کې بيا نيدے شی د نمونې په طور مونږ دبجلۍ رڼا وينو ليکن د بجلۍ بهاو د حرکت پزير بريښنا د بهاو په طور نه شو تصورکولے.مونږ څيزونه په ښکته وليدو وينو ليکن قانون کشش نه وينو د دې څيزونو لپاره مونږ ته دعقل يا ذهن اوفکرضرورت دے

ذهن.- ذهن څه شے دے مازغه دی کنه ؟ که دماغ نه دی نو بيا څه شےدے؟ او دمزغو سره يې څه تعلق ،ربط ،قربت او تآثر دے.مزغو ته څنګ ران نوځی او وځی ترې څنګه ؟ سپائي نوزا وائي چې ذهن دتصوراتو دعملونو او دهغوی ترمينځ د ربط نوم دے (۱۶) ويل ډيورانټ وائي مازغه آله او ميچن ده که ذهن مازغه وی نو د ياداشتو په هره کوتاهۍ کې په مزغو کې کټ پکاردے (۱۷)خو سپنسروائی عقل،جبلت،ذهن او ژوند يو شے دے (۱۸) حمزه شنواری ليکی چې يوانسان ډيره موده پس د بل انسان سره ميلا ويږی نو هغه يوبل ولې پيژنې؟ ښکاره ده چې جسم اوږود والے پلنوالے او مخ لری.که په هغه يوه نقشه جوړه کړے شی نودويمه پرې نه شی جوړولے.او که په جسم ځائے په ځائے نقشې جوړې کړے شی نو د نورو نقشو لپاره به پرې ځائے پاتې نه شی ځکه چې په نقشه لپاسه نقشه جوړول هغه وړمبۍ نقشه خړوی.او د پيژند ګلو يې اوڅی او د ټولو شکلونه بد ليږی.د دي وجې که قوت حافظه مادی وے او د مختلفوڅيزونو عکسونه پرې مسلسل پريوے نو هغه ټول عکسونه به پخپلو کې داسې ګډ ګاډيره کيدل چې يو به هم نه پيژندے کيده.ليکن مونږوينو چې په حافظه کې بې شماره نقشې موجودې وی اوهيڅ خلط ملط پکې نه وی (۱۹)

د ماغ.- د کائينات وجود با الذات منلو ته ماديت وائی .د فلسفه ماديت په رو سره د کائينات تمام څيزونه په خارج کې موجود دی.زمونږ دتخيل پيداوار نه دے دا څيزونه په کروړونو کاله مخکې د انسان نه موجود وو او چې اخر وی هغه د اول سبب نشی کيدے.انسان او د هغه د ماغ هم لکه د نورو څيزونو شان د مادې نه جوړ شويدی.کوم څيزته چې مونږ خيال يا روح وايو هغه په اصل کې د انسان د مزغو عمل دے دمزغو نه بهر دهغې هيڅ وجود نشته.کوم څيز چې ليدے ، اوريدے يا محسوس کيدے نشی دهغې خيال هم نه شی کيدے.

عقل.- پادری موئينزر وائی چې صرف عقل يواځنے ژوندے الهام دے دا الهام داقوت په هره زمانه کې په ټولو انسانانو کې موجود وو او وی به.روح القدس زمونږ د عقل نه سيوا هيڅ هم نه دے.عقيده د انسانی عقل بيداری ده.د عقل بيدارئ نه په انسان کې الوهی صفات پيدا کيږی (۲۰) افلاطون وائی انسانی عقل ته دا برتری حاصله ده چې هغه د رياضی سره دخپل ازلی مناسبت په وجه داعيان ثابته يا امثال د نا قابل تغير سره رابطه په ځائے وساتی (۲۱) د ارسطو په نيزانسان ټولنيز ځناور دے چې د عقل په ذريعه لاس بر لری او دا عقل به د ده د مرګ نه وروستو هم په يو غير شخصی شکل کې موجود وی (۲۲) کروچے وائی د حسياتو نه بغير مونږ عقل نه لرو (۲۳) خو مفتون وائي                            څنګه چې بلبله پاس اسمان ته ختے نشی                                  داسې عقل خوار مکان زمان نه وتے نشی

يا    په محدود عقل تول د انسان خو           په سورۍ تله د سين تلل دی

عبدالرحيم روغانے هم عقل د حصول علم لپاره نا مکمل ، محدود او جاهل ګڼی

،عقل،

محدود عقل دحدودو قائل عقل     لا محدود به څنګ معلوم کی جاهل عقل

په ماده کې پيدا شوے بالغ شوے      د مادې نه بهر څه کړی حاصل عقل

چې د ځان دابتدا نه خبر نه دے      په څه خله به ځان ته وائی کامل عقل

کله کله حق باطل او باطل حق کړی  دے حيران په مينځ د حق اوباطل عقل

په محسوس جهان کې ښه بهترين دوست دے  لا محسوس کې محسوسيږی غافل عقل

څه چي ګوتې نه پناه شی ترې پناه شی       شی  بې وسه په ادراک دعاقل عقل

که هر څو ځان شهنشاه او سلطان ګڼی  هدايت ته دے محتاجه سائيل عقل

د منزل لاره صفا وی روغانيه           کله کله شی په لار کې حائيل عقل

دلته عقل محدود ، دحدودو قائل ، جاهل او په ماده کې پيدا او بالغ ، د خپلې ابتدا نه بې خبره ، دمحسوس جهان ملګرے د حواس خمسه سره تړلے او پدې لپاسه عقل هدايت ته هم محتاج او داسې دشمن چې د منزل په لور په صفا لاره کې خڼ کيږی.زما په خيال روغانی صيب د عقل په پيژندلو کې د پوره فهم نه کار نه دے اخستے او بې عقلی يې عقل ګڼلے دے ځکه عقل لا محدود ، عالم ، هادی ، د مادی او غير مادی ترمينځ د رابطې پل دے.حق حق ثابتوی او باطل باطل.د محسوس او لا محسوس اندازه ښائی.چې د سترګو نه څه پناه شی کامل عقل تا د هغه شی زړی ته رسوی.د حالاتو او زمان و مکان ترمينځ زمانی او مکانی مسلسل پيښې د هغه په لور هدايت دے.د منزل په لور خچنه لار صفاکوی او نا ممکناتو ته خڼ کيږی غنی خان هم د عقل نه مطمئن نه دے او د کفر برابر يې ګڼی

؛ بس دے افلاطونه  ،

بس دے افلاطونه فلسفه دې سنبا ل کيږده

غونډ دې کړه دامونه خپل او ته دې جال کيږ ده

عقل عقل عقل څه دے ؟ کفر کفر کفردے

عقل چې يې ګير کړی دے غلام غلام زما

زه يې چې راو نيسم نو وړوکے دے زمانه

لاندې کړم د پښو څنګه د سر مقام زما

ډمه فرښته کړم وينزه کړم بی بی د هوش دکور

مرګ کړمه مالک د خيشت د مينې او د جوش دکور

ورکړم ړون بڼيا له ټول اختيار درنګ او هوش دکور

کوږه د دلال شم او خندا د ګل فروش د کور

بس دے افلاطونه خپل ډول ډبلی پورته کړه

دا مندر دحسن دے ته مخ د عقل کور ته کړه

دلته ټول بيلات بيلات دے نشته دے ګټل ګټل

دلته ژوند ورکول دی جمع کول راغونډول نه دی

دلته مينه تش يو ښکلی سند کې ډوبيدل نه دی

دلته ژود داستان دغم خندا ګډا ګټل نه دی

زر لکهه معنی که د هلال وکړې ته

نشته دے پتا کې د هلال بڅرے يو

زر زره را زونه دې کوهی کې ښکاره شويدی

نه دے خولے تاته د ارمان کمترې يو

دلته ډير خوبونه د رڼا ليدلے شويدی

نه دے خولے تاته خپلې مړې دلبرې يو

ته نيولے نشې ليونتوب ته جلال پريږده

کينه افلاطونه فلسفه دې سنبال کيږده

تا سره ده تله دسيرونو د منونو

دلته کې بحرونه دی او تور اودرانه غرونه

ته يې بيوپاری د عطرو ګوړو او چرګانو

دلته کې پرتې دی ولولې او اميدونه

تله يو قطره د شراب درياب د تورو زهرو

دلته کې پراته دی په زرګونو ډک خمونه

اے درڼا ځويه دلته لړې او خوبونه دی

ستا تله قطرې تلې او دلته دريا بونه دی

ته د ادم لاس يې دادم سترګې اوسر

ته د ده پوشاک د ده لباس د ده بستر

ته د ده وجود د ده ارام د ده بهبود

ته د ده قانون د ده آ قا د ده افسر

دلته ټول تلل دی ستا د تلې نه اوچت

غرونه د عقاب دی د بلبل نه اوچت

ستا سترګې روښانه دی خو زړه د ې درون او تور دے

تا کره روښانه ستوری نه ستوری نه دې اور دے اور دے

شيعه اسماعليه فرقه عقيده لری چې وحدت اولی خپل ځان په عقل اول ( عالمګير عقل ) کې بدل کړو او د خپلې دې بدلۍ نه يې عالمګير روح پيدا کړو دې روح د خپل اصل سره دمکمل يو شان والی د پاره د خوځښت ضرورت محسوس کړو.او د خوځيدونکی جسم ضرورت هم پيد شو.د دې مقصد لپاره روح اسمانونه پيدا کړل چې دهغوديو بل سره د امتزاج نه عالم مرۍ په وجود کې راغے .

زړه يا قلب :- د زړه متعلق هم د هر چا خپل خپل نقطه نظر دے.څوک يې دغوښې دغه ټکړه ګڼی کومه چې د انسان په سينه کې د ن نه ده او د وينې د پاکۍ او ترصيل آله ده .او څوک يې لکه د عقل او ذهن يو پراسراره قوت ګڼی.لپس وائی زمونږ دشعور دارومدار په زړو تجربو دے کومې چې په تحت شعوری حالت کې پاتي کيږی او دهغه مشاهداتو کم چې په حسياتو کې داخليږی يو مشترکه عمل وی او د دغه مشاهداتو چې د يو وحدت په صورت کې منظم کيږی زړه ( قلب ) دے.هم دغه نظام دے چې د ليدو ، اوريدو ، ياد ساتلو او فکر وعمل تنظيم کوی او د دې په ذريعه مونږ ته د هر څه احساس کيږی ( ۲۴ ) علامه اقبال وائی زړه يو قسم پټ پرغز (وجدا ن) يا نظردے (۲۵) غنی خان چې د ګوګل دن نه د کوم قهر و غضب ، رحم و راحت ، خندا او ژړا ، کلک والی او نرم والی ذکر کړے دے هغه هم د زړه طرفته اشاره ده يا د زړه صفات په ګوته کوی.اسلامی روايت هم دے چې د انسان په سينه کې د غوښې يوه ټوټه ده که هغه ښه وی د انسان ژوند به ښه وی او که هغه بده وی دانسان ژوند به بد وی خبردار دغه ټوټه زړه دے.د مسلم شريف روايت دے بيشکه ټول زړونه د بنی ادمو د خدائے پاک د دوو ګوتو په مينځ کې دی چې کوم خواه اوغواړی هر زړه هغه خواه او هغه شان ګرځوی د مومن زړه له عرشه لوئې او له کرسۍ پراخه دے او زړونه د زړونو سره ليدل کتل کوی.خوشحا ل با با وئی

ګوره څو دی هسې زمکې                 ګوره څو هسې اسمانه

واړه ځائے دی ستا په زړه کې          اے د عرشه لوئ انسانه

د ډاکټر هاګ په خيال زړه مادی هم دے او غير مادی هم او په ظاهره دواړه نه دے بلکې د روح او نفس تر مينځ دے.او د علم اعلی ترينه آ له ده (۲۶) او ډاکټر شنکل دغه څيزونو ته د ضمير نوم ورکوی (۲۷)

نوس:- (ضمير) ادم سمت وائی نوس يو جج دے چې د هر عمل د نيک و بد فيصله ورکوی د نيکۍ لار ښائی او د بدۍ نه منع کول کوی او عقل د نوس دويم نوم دے.حمزه شنواری نوس هغه تآثر ته وائی کوم چې د انسان د بنيادی او فطری وصف نه پيدا کيږې يعنی د چا نه چې د خپل بنيادی او فطری وصف په خلاف کوم کار وشی او د هغه په وجه کوم عکس العمل پيد اکيږی (۲۸) نياز فتيح پوری ليکی نوس څه الهامی څيز نه دے بلکې د ماحول نه پيدا کيږی ځکه چې يوکار د يو قوم په نيزد بد وی او د بل په نيز ښه (۲۹) لکه اشرف مفتون وائی

زه د ضمير، ضمير غلام د ماحول        د ده وينا د خدائے وينا شی راته

خو رحمان بابا د ضمير څه بله معنی کوی

په دويۍ کې به ور نشې تر توحيده    څو ضمير دې خالی نشی له اشراک

شعور:- ما د ئين وائی شعور د ما دې وصف دے او د مادې دفطری پرمختګ نتيجه ده د شعور په ذريعه انسان د حالاتې وجود سره د مو زونيت پيدا کولو سره سره د چاپير چل علم حاصلوی.حمزه شنواری وائی د انسان وجود د رې عنصر لری.حيوانيت ، انسانيت او ملکيت.د حيوانيت نه شعور ، دانيت نه عقل او د ملکيت نه عشق پيد ا کيږی.(۳۰)په ونو بوټو کې هم يو شعوری طبعيت تسليموی (۳۱) علامه اقبال وائی د شعور کار د ژوند دارتقا په سفر کې د يوې روښانه نقطې را پيدا کول دی چې د ژوند دوړاندې تګ لاره روښانه کړی د ضرورت مطا بق را ټوکيږی او خوريږی (۳۲) وليم جيمز شعور د تخيل يو روان چلن ګڼی د بدلون يو شعوری ميلن چې تسلسل يې محسوسوی (۳۳)

جبلت.- پوهان جبلت عمومی د څارووموجب سزاوار ګڼی چې د هغې نه څاروی دخپل نفسی بقا د تحفظ په لړ کې مد د اخلی او عبدالرحيم روغانے يې دفطرت تحفه ګڼی

جبليات چې وينې دغه ده تحفه د فطرت         دا نه د دين نه د مذهب نه عقيدی سره وه

خو جبليات هم ماحول او تجربې ته اړتيالری.ځکه که مونږ دايلۍ بچی د پيداکيدو سره سم په اوبو کې په څرکولو او لامبو وهلو قابل وينو واړه چرګوړی هم د دانو ټولو جوګه وينو نو بل خوا مونږ هغه کونترې او بلبلې هم وينو چې په شوروع کې خپل بچی له په زور خوراک ورکوی او که نوے پيداشوے ماشوم (انسان) دايلۍ د بچی او د چرګې يا زرکې د بچی شان پريښودے شی نو هغه به د ژوند نه لاس په سر شی ځکه د ده سره هغه فطری ډالۍ نشته او يا کار امد نه ده کومې ته چې مونږ جبلت وايو

پرغز:- ( وجدان ) برکسا وائی وجدان هغه جبلت دے چې هغه ته خپل شعورشوے وی.او چې هغه د خپل مقصد نه خبر شی او دهغه د پرختيا سوب جوړشی (۳۴) علامه اقبال وائی فکر او پرغز په اصل کې د يوموڼ نه ټوکيدلی ښاخونه دی او دواړه د يو بل ملاتړ کوی.فکر رښتونولۍ ته په دمه دمه ځان رسوی او پرغز ته کلی رښتيا په يو پړق ښکاره کيږی.يو د رښتونولۍ په ابدی اړخ سترګې ښخې کړيدی اوبل په زمانی اړخ (۳۵) سيد علی عباس جلال پوری وائی د حيواناتو په جبلت اوپرغز کې دومره فرق دے چې په پرغز کې د ځان پيژند نې صلاحيت پيدا شی او دهغې په ذريعه هغه د پټو رازونو ادراک کوی.دا ځان پيژند نه ښکاره ده چې په جبلت د عقل دعمل کولونه پيداکيږې.هر ذی شعور او ذی عقل د دې نه استفاده کولے شی خو حيوانات دعقل نه محروم دی د دې وجې دهغوی جبلت په اصل او قدرتی شکل وصور کې موجود وی ليکن په انسان کې د عقل وفکر کار کردګی جبلت په پرغزکې بدلوی.پدې صورت کې چې په کوم انسان کې د عقل او پوهې عمل په جبلت څومره محکم وی دومره زيات به هغه د وجدان مالک وی يعنې پرغز هغه جبلت دے کوم چې عقل او پوهې قابو کړے وی.ليکن برګسان پدې اکتفا نه کوی او وائی چې پرغز دعقل انسانی تکميل دے.دڅيزونوپه  وجود کې د داسې عناصرو ادراک کوی کوم چې نا قابل اظهاروی.او د عقل په پنجو کې نه راځی (۳۶) برق جيلانی پرغز بې د شک وشبې دعقلی صلاحيتونو يو جزګڼی .په پرغزکې داستدلال د خبرلوڅ خوځښت عمل ت ت او لنډ شی او په ،پټه،دغه عمل شوروشی او د دغې عمل ډيرې مرحلې يا جزونه فناوی.د مشوړه مسلو دحل لپاره ذهن انسانی په پټه خله کارکوی صرف اخری نتيجه يا حل د ذهن انسانی مخې ته راوړی پرغز دڅيزونو صفتونه او رشتې دهغو د ښکاره کيدو نه مخکې ښکاره کوی.د پرغزپه تخليقی پر مختګ د عقلی استدلال هغه عمل هم شامل وی د کوم چې هغه وخت اظهار کيږی کله چې د پرغز په ذريعه د معلوميدونکی حل په دليل سره ثابت کولے شی ذهن اوپرغز دا داسې خصوصيات دی کوم چې د يو بل د پاره داهميت وړ دی او د يوبل تکميل کوی.

نفس.- د نفس نه مراد دزړه او مزغو هغه قوتونه دی چې د هغې مجموعې ته قلب وائی.افلاطونس نفس دالواحد (خدائے) سيورے ګڼی او د پيدا کيدو سبب يې د ا ښائی چې الواحد ته د خپل ځان په غوښتنه او تجسس کې بصيرت او شهود حاصيليږی کوم چې فی الحقيقت نفس دے (۳۷) دلته د افلاطونس الواحد د ابتدا نه بې بصيرته دے (د حالاتو او واقعاتو نه لکه د انسان) د خپل ځان په غوښتنه کې بصيرت او شعور حاصلوی.اکثر صوفيا هم پدې ايما دی چې ، اصل شهود و شاهد ومشهود ايک هے ،ليکن بيا هم افلاطونس تفکر اصلی علم ، تعقل معرفت او آګاهی تسليموی (۳۸) حمزه شنواری انسانی نفس په انسانی وجود کې د امر او حاکم په حيث ياد وی (۳۹) د مينې اوروح نه علاوه .د تحصيل علم په مذ کوره بحث مونږ دې نتيجې ته رسو چې

احساس او فکر روح چې يو شی سره     ژوند کې رڼا پوهه وجدان راشی

او لکه بل ځائے مفتون وائی چې حواس ، دليل او مينه د يو بل سره غاړه غړۍ شی نو پوهه ترې پيدا کيږی او پوهه د کلی روح يا کلی نور لار ښونکې ده  (۴۰) قران مجيد هم انسان ته وائی چې د،کومې خبرې د حقيقت علم درته نه وی هغه مه منئ ځکه چې د غوږونو ، سترګو او زړه د صحيح استعمالولو متعلق به درنه تپوس کيږی (۴۱)غنی خان هم پدې جنجال کې نختے دے د وتو لارې ګو درې ګوری او هيڅ په بند پيوند نه پوهيږی لکه وائی

زړه مي بې قراره بې ارامه مې دے خيال

عقل مې حيرانه او فکرونه مې جنجال

پوهه مې ده نښتې لکه لوم کي سرخکه

روح مې دے تياروکې لکه لړه کې هلال

خو ناګهانه پورې سپوږمۍ دا رنګ مسکۍ شې

سپوږمۍ مسکۍ شوه وې دا تول د څه کے

مينه کې مړه څوک تلل نه کوی

په سور بهار کې د ګلون حساب             خانه مستی کوه چرچې کوه

د دې لکها سوالونو يو دے جواب          ځه کښينه ګوډ دې د باغچې کوه

د زړه وطن کې د سرلاره نشته             دفکر تول لکه بهلول به څه کے

خانده سپرلی کې خوند ژړل نه کوی      مينه کې مړه څوک تلل نه کوی

خو غنی خان هم لکه د ابراهيمء وائی ،ولې نه زه باورلرم خو (ليطمئن قلبی) دزړه د تسلۍ لپاره او په ډير نيازمندانه انداز کې وائی ، اوښايه ماته —–

، ارنی ،

ځان له څه بهانه زه د بيګا او سبا ګورمه           خاورو کې دې ګل له د ګلونو دنيا ګورمه

سترګې مې لټئ چرته صحرا کې مناره يوه        شونډې مې لټئ دعا له ښکلې ن نداره يوه

ګرځم ماښامی کې د زهری هلال شغلی لټوم      ځه د شبنم څاڅکی له خپلوی او سلسلې لټوم

ځان له بهانه د خندا وجه د ارمان لټوم              شپې له د سبا زيرے او مينې له جانان لټوم

ځکه کله ګل کله سپرلی کله هلال له ځم           پورې ترې رڼا لټوم په وازو سترګو جال له ځم

کله د درياب ه کومه د خيام تپوس                  کړمه د غمون تلوسو نه د ارام تپوس

ځان له څه معنی زه د بيګا او سبا ګورمه

خاورو کې دی ګل له د ګلونو دنيا ګورمه

ربه!د ځوانۍ اود مستۍ خوب له تعبير لټوم     دې دنمر زرو له زه تړلو له زنځير لټوم

ربه!زه ژوندون له اومرګی له يارانه ګورم     دې ليونی سر له دمنلو افسان ګورم

ځان له څه بهانه زه د بيګا اوسبا ګورمه         خاورو کې دې ګل له دګلونو دنيا ګورمه

 

فلسفه کيا هے  :- (۳)

داستان فلسفه  :-   (۷) م۴ (۱۲) م۲۳۵ (۱۰) م۱۵۰ (۱۱) م۱۱۳ (۲۶) م۲۲ (۲۷)م۲۲

تاريخ جماليات ، وړمبے ټوک ،:- (۴)م۱۰۹ (۱۵) م۵۶ (۳۷) م۱۶۴

تاريخ جماليات ، دويم ټوک ، :- (۲۳) م۴۰۴ (۲۴)

انا اور علم :-  (۱) م۲۶ (۲) م۶۷ (۱۹)م۷۱

د خوشحا يو شعر:- (۳۵) م۵۱ (۳۱) م۸۱

ژوند :- (۲۸) م۱۱۲ (۳۹) م۱۹

په مذهبی افکارو کې نوے تشکيل :- (۲۵)م۴۴ (۳۲) م۶۱ (۳۵) م۳ (۳۳) م۱۵۷

دو قرآن :- (۵)

وجوديت:- (۱۳) م۷۹

اقبال کا علم کلام :- (۳۴) (۳۶)

سکونډارې :- (۴۰)

سوره بنی اسرائيل :- (۴۱)

من و يزدان :- (۲۹)