fbpx
سالار یوسفزی مقالې

، داکافربه څوک پړکړی ،

هغه زماخپل سکه وروردے زمادخپلې ابۍ داداراوړے ، زماوينه ، زماتن اوزما ځان.مونږدواړه يوپه يووخت پېداشوی يو.يوځائے مودژوند تودې سړې زغملی دي اويوځائے مودژوند په مېلوکښې کله په نوروپورې اوکله په خپل پورې خندلی دی.کله کله ترې زما کرکه پېداشی قارشم ورته ځان ترې خفه کړم.بدې ردې ورته ووايم خوهغه زمانه چرته هم نه خفه کېږی.اونه رانه جداکېږی.بې زما يې يوساعت هم نه تېرېږی.په هغه کښې نورې ټولې خوبۍ خوبۍ دي خودايوه پکښې خامی ده اودټولوغټه خامی چې دهغه ټولې خوبۍ د دنيا مخې ته عبث ثابتوی.دمذهب نه يې سرشين دے.د دې وجې فکرکوم چې دهغه نورې خوبۍ داسې دی لکه هندوستړے اوخدائے ناراضه.اوزه شکردے ځان ته مسلمان وايم کلمه طيبه مې نصيب شوېده.په جنت اودوزخ يقين لرم .مونځ اودس که پنځه وخته نه کوم خوبيا هم کوم يې.چې کله په مانځه ودرېږم دے راته مخې ته کېښنی ، خاندی راپورې .چې روژې نيسم دے هم څه نه خوری اوځان راسره وږے ساتی .زه په جنت اودوزخ عقيده لرم اودے نه.زه دشېطان دنجس وجودنه کرکه کوم دهغه دشرنه پناه غواړم اودهغه خيال دے چې جنت اودوزخ دويرولواولالچ ورکولودڅېردوه مخونه دی.اوچې کوم سړے بد عمل کوی دبدعمل کولوپه وخت کښې پخپله شېطان دے.

زما اودهغه اکثرپدې ديوبل سره شرواروی.زه ورته وايم کلمه درسته کړه مسلمان شه دنيا اواخرت دواړه به دې ښائسته شی.هغه راغبرګه کړی کلمې وئيلوته مسلمانی وائی ؟ زه وايم د دې سره سره د دې کلمې لاندې ژوند تېرولوته.هغه وائی د دې کلمې لاندې ژوند تېرولوته مسلمانی وائې ؟ يعنې خدا يودے اومحمد دهغه پېغمبردے اوبس ! د دې کلمې وئيلوخدائے ته ضرورت شته ! زه وايم نا هغه وائی خدائے ته ترې څه فائده شته ؟ زه وايم نا .کائينات ، مخلوقات ، انسان يا ټولنې ته ترې څه فائده ده ياترې تاته . . . ؟ خدائے دې پخېرکړه پدې کلمه کښې مونږد خدائے سره وعده کړېده چې خدايه ستا حکمونه به منودنبیء په طريقوبه ژوند تېروو.د خدائے نه به دکېدواودمخلوق نه د نه کېدو يقين جوړو.هغه وائی نه خوپدې کلمه کښې د داقسمه وعدې څه ذکرشته اونه زه خبريم چې کله ، کوم ځائے ولې اوڅنګ ما داوعده کړېده .دروغژنه ! زه وايم علما اوتبليغيان داسې وائی.هغه وائی داعلما اوتبليغيان انسانان دی ؟ زه وايم هو.وائی دهغوی هره خبره منل لازمی ده زه ويم نا چې د قران اوحديث نه دهغوی وېنا ثابته وی هغه د هرمسلمان لپاره منل ضروری دی.هغه وائی قران اوحديث به د علماواوتبليغيانوخبره ثابتوی که علما اوتبليغيان به د قران اوحديث په رڼا کښې دخپلې وېنا د صحت پخلے کوی.روزانه زما اود ده دامارېزې وی.دے تل زما خبره الوول کړی اوزما مخې ته يې په نورومعنوکښې کېږدی ځان رانه خلاص کړی اوما په جاخه ماشوړه کښې نختے پرېږدی.

څه د عادت نه مجبوره يم څه مې زړه سوزی ملګرے مې دے اوښه سړے نېکوکاره دے که دين داره هم شی خلاصے به بيامومی.دافکر راسره شی چې د دوزخ داوره يې بچ کړم.پدې خاطرمې ورته بياداسلام قبلولواوايمان راوړواوکليمې وئيلودعوت ورکړو.نورکله به هغه ځواب راکولو! تاچې کليمه وئيلې ده ايمان دې راوړے دے اسلام دې په وراثت کښې په برخه شوے دے کومه توره دې کړېده.ما به زړه کښې ووې دې کافرته ګوره څومره په اسانه درښتونولۍ نه سترګې پټوی.خونن خلاف توقع هغه پوښتنه وکړه چې زه اسلام قبول کړم کليمه ووايم ايمان راوړم څه دخېرکاربه وشی اوکه په شته حال ټينګاروکړم کوم کوم بد به وشی.ماوې د دې کليمې دويم مقصد اومرام په يوه نقطه راغونډېدل اومتفق کېدل دی اوديومرکزاتباع کول دی.هغه وې شپږپنځوس اسلامی ملکونه دی اوپه اربونومسلمانان پکښې مشته دی .دوي په کومه نقطه متفق دی اوپه کوم مرکزراغونډ دي؟ .ماجواب ورکړودمحل وقوع ، بين المللی تعلاقاتواوکاروباری ګټواوغوښتنوله غرضه بيل بيل دی خوټول داسلام په يوه نقطه متفق دي.هغه سکوټ تپوس وکړوشيعه مسلمان دے ماوې نه ! وې ستا دډلې نه نه دے که بله څه خبره ده ځکه دخدائے يومنل محمد دهغه نبی منل قران کلام الهی تسليمول داسلام بنيادی عقايد دی چې اهل شيوع پرې لکه ستا عقيده لری پاتې شواعمال که داثابته کړې چې اهل سنت مجموعی طورداهل شيوع نه په عملونوکښې پاک ، پاخه اوخالص دی زه به ستا په بلنه غوروکړم.ماوې هغه محمد دخدائے رسول نه تسليموی اوحضرت علی ته دخدائے رسول وائیی قران څلوېښت سپارې ګڼی اوداصحاب کراموپه شان کښې ګستاخی کوی.هغه وې دادې په کوم کتاب کښې لوستی دی ماوې ماپه کوم کتاب کښې نه دی لوستی اوخدائے دې په ما داقسمه کتابونه ونه لولۍ خوداټول خلق اوعلمان داوائی . هغه وې کوم خلق اوعلماء چې ستاد ډلې دی اوکوم خلق چې ځان ته سنيان وائی.ماوې ډلې پکښې نشته مونږمسلمانان يواودعلماوفتوه ده چې شيعه کافردے.هغه وې دغه تپوس ماپرون دشيعه نه کړے وو هغه وې سنی کافردے. برېلے ځان ته مسلمان وائی نوروته کافر، وهابی ځان مسلمان ګڼی اونورنه .وس ماته داووايه چې دکومې فرقې خبره ، دين ، مذهب اوايمان سم وګڼم. اودغه خبره نوردينونه اوپه دهغوی بې شماره فرقې هم کوی.لکه څنګ چې ته اسلام حق دين ګڼې اونورنه ، هندوان هندومت برحق ګڼی اونورناحق ، عيسايان خپل دين حق ګڼی اونورباطل اوکه څوک ووائی چې غوږدرنه سپی وتختونوزه په سپی پسې دزغاښتونه مخکې خپل غوږګورم څه دې خيال دے.

ماوې دخدائے اودهغه دبرحق رسول ! وې شابه د خدائے اودهغه درسول خبره راته وکړه که ګټوره وی زه دې ملګرتياکوم .ماوې اول دخدائے عبادت کول د هغه اودهغه دخوږنبی حکمونه په خپل عملی ژوند کښې راوړل.هغه وې خدائے انسانی عبادت ته څه اړتيالری ؟ نعوذ بالله دخدائے دانسان عبادت ته څه ضرورت دے . خودخدائے دعبادت کولوسره په انسان کښې ښه اخلاق اودفرمانبردارئ اوصاف پېداکېږی.دبدوکارونونه راګرځی پخپله هم نېکی کوی بل ته هم دښه کولواوبدونه  کولوترغيب کوی.دخدائے دمخلوق په خدمت کښې ورته سکون مېلاوېږی اود خدائے مخلوق ته ترې فائده رسی.ماچې څنګ خپله خبره خلاصه کړه هغه په ټک تپوس وکړو.

تاکليمه وئيلې ده ماوې بې شکه اوبيا مې کليمه درسته کړه لا اله الله محمدالرسولله ، وې شاباش ! مونځ کوې ، روژې نيسې ؟ ماوې الحمدالله . وې رښتيا وايه غاړه به دې نيولې وی په درغو ! غلاکوې کنه زه يوساعت چپ شوم خوځان راته ملامته ښکاره شوچې نن خورښتيا ووايه کېدئے شی دابې دينه زما درښتيا وينانه متآثره شی اواسلام قبول کړی ، ماوې زه انسان يم انسان کمزورے دے خطا ترې کېږی زمانه هم شوېده اوکېږی.هغه وې دروغ وائې ماوې نن مې په وړمبی ځل رښتيا ووې .وې غېبت کوې ماوې خوږه مشغولاده.وې ګاونډی دې ازارکړے دے ماوې زه دهغه نه څه کم خونه يم .وې دمورپلارخدمت کوې ؟ ماوې که دښځې په زړه مې جوړه وی نوکله کله يې تماشې له ورځم اودښځې نه پټ ورسره لاس اخلاص کوم.صله رحمې ساتې ؟ ماوې دښځې دخپلوانوسره.وې نشې کوې ؟ ماوې دالت راته دوړوکوالی نه لږېدلے دے . وې دچانه ! ماوې دملګرونه .وې هغه مسلمانان وو؟ ماوې او! وې خانه داراته ووايه زه دې غل ، نشئي ، دروغژن اودموراوپلارنافرمانه خوښ يم ! ماوې نا ما کله تاته وئيلی دی چې ته دغه بد عملونه خپل کړه زه خووايم اسلام ښکلے دين دے اومسلمان غوره امت دے چې ته پدې غوره امت کښې داخل شې دنيا اواخرت دواړه به دې ښائسته شی .وې چې زه ستادعوت قبول کړم خوکوم عملونه چې ته کوې زه به هم هغه کوم.ماوې چې زما عمل ښه وی هغه شان عمل کوه اوچې بد وی دهغې نه ځان ساته . وې تروسه چې ته کوم عملونه کوې اواقراردې هم وکړودغه خوڅه ټولنې ته هيڅ ګټه نه ورکوی اوپاتې واړه بد دې.خبره يې مخ په وړاندې بوتله ځه خېرخپل ښه عملونه راته په ګوته کړه چې زه يې کوم.زه ! زه ! زه ! مادڅه وئيلوډېرکوښښ وکړوخوژبه مې ګونګه شوه ساه مې لنډه لنډه شوه مازغومې ملګرتياپرېښوده او! او! او ۰۰۰؟

هغه وې که خبره دنېک عمل وی خوته ناکامه يې که دمذهب وی خوته ناکامه يې ځکه چې ته دعوی کوې ، زه مسلمان يم ، په يوخدائے يقين لرم اودهغه حکمونه منم خوپه عملی ژوند کښې ته دهغې برعکس روان يې اوکه ستادوېنا مطابق د مذهب منلوسره سړے ښه جوړېږی اود نه منلوسره بد نوپکارده چې تا ښه عملونه کولے اومابد.

خوته مذهب دبدوعملونونه راونه ګرځولې اوزه يې د نه منلوباوجود بد عمله نه کړم.په مسلمان ، هندو يا عيسائی جوړېدوسړے نه ښه کېږی او نه بد کېږی بلکې د ښه کېدويابد کېدوپېمانه ښه يا بد عمل دے !۰۰۰

ماوې داکافربه څوک پړکړی .