تېره شپه مې خپله ( پښتو مور) په خوب کې ولیده ډیره اوتره ، خپه او پریشانه وه . ما چې ورته په خوب کې په ادب سلام وکړنویې رانه مخ وګرځاوه زه ډیرخپه شومه او ورنه مې وپوښتل زما ګناه او خطا څه ده اي ګرانې او مهربانې مورې ؟
پښتو مور راته په ځواب کې وویل : ته زما سره دخبرو لیاقت او وړتیا نلری ځه ځه لاره دې وهه !
زه ورته په زاریو شومه ورته مې وویل مورې زمانه په کومه خبره خپه یې زما ګناه او خطاڅه ده ؟ راته یې و ویل یو ځل مې درته سپینه خبره وکړه چې ته ددې وړتیا نلرې چې دخپلې مور سره خبرې وکړې ستا کومه ګناه درته وښیبمه ،ته سراسر په ګناوو او خطاوو کې ډوب یې !
خوسره له دې هم زه مورته په زاریوشومه او ددې دخپګان علت مې ترې وپوښته ! پښتو مور راته وویل: ملادې ماته شه زویه ، ماخپلې شودې نه دې دربخښلي ، تا زما په حق کې ډیر ظلم کړی دی ،تازه بې قدره کړې یم ، ته زما خیال نه ساتي ، زه ناروغه یم او پر ځای لویدلې یمه .یوه ورځ دې هم زما لاس ونه نیوه او زما تپوس دې ونکړ؟
تا خپلې پښتو مورته کوم خدمت وکاوه ؟
ته دنورو میندوزامنو ته وګوره چې زامن یې ورته خدمت کوي ، ته په خپل ګاونډ کې دنورو ژبو له حاله ځان خبر کړه چې زامن او لوڼو یې شپه او ورځ پر ځانونو یوه کړې ده او ورته کارکوی ، کتابونه ورته لیکي ، ژباړې کوي او خپلې ژبې یې نړیوالو ته ورپیژندلي دي ، خو تا بدمرغه ماته څه کړي دي زه دې نه بخښم؟
ما مې مورته وژړل او خآن مې پړ او ملامت وګاڼه . تر ډیر ځنډ وروسته دپښتو مور زړه پر ما وسو او راته یې وویل : به یو شرط دې بخښم چې زما درناوی به کوې او سر له ننه به زما خدمت ته ملا تړې ، که داسې دې ونکړل نو بیا زما زوي نه یې او خدای دې درنه بیزاره شي .
ما دپښتو مورسره ژمنه وکړه،دهغې لاسو نه مې ښکل کړل او ورته مې وویل چې ګرانې خوږې او ددرناوي وړ مورې !سر له ننه زه ستاسره ژمنه کوم چې ستا خدمت ته به ملاتړمه او تاته به تل ددرناوي په سترګه ګورم .پښتو مور زما پر دې ژمنې خوشاله شوه او ماته یې دبریالیتوبو نو او دخیر دعا وکړه .