fbpx
ساهو برلاس سیمه او افغانستان کوزه پښتونخوا مقالې

د افغان مقاومت کلتوري اساس

لیکوال ساهو برلاس
کلتور د شريک اقتصادي او ټولنيزي ګټي پر بنسټ وده کوي. دا د اوږدې مودې د فکرونو پايله نه وي، دا د ښکاره مادي ګټو پر اساس استقامت کوي. افغان کلتور هم د زرها کلونو د اقتصادي او ټولنيزي اړيکو پايله ده. د دې کلتور اقتصادي اساس په سيالي ولاړ دې. د ټولني هر وګړې د توليدي منابع (مزکه/ کرهڼه) واک لري. دا نظام به نور هم پياوړې کېدې. د شيخ ملي دفتر يې يو ښه بېلګه وه. خو بيا په لويديځ کې پانګوال انقلاب او د نړۍ د نيولو تابيا دا نظام له سترو ګواښونو سره مخامخ کړ. فطري ودي ته پرېنښودل شو. دا نظام له ماتې سره مخامخ شو (په ښارونو کې په ځانګړې توګه) خو بيا هم دومره نه شو مات چې ګوندي ټولنه له بيخه څخه بدلون ومومي او د ارتقا بل پړاو ته واوړي.
نوې نظام چې د نيواک ګرو د راتګ سره سم تطبيق شو، د ټولني ورته اړتيا نه وه، د ټولني د خپلو تضاداتو له کبله نه وو رامنځ ته شوې نو ځکه هغه نظام په څه نا څه شکل پاتې شو چې هر وګړې به سيال وي او د خپلي پرګنې په ټولنيزو چارو کې به رای لري. دا د هر وګړي، پرګنې په توليدي منابع واک، افغان کلتور ته زوروروره بڼه ورکوي.
لکه څنګه چې د ټولني په شتمنۍ کې پښتانه شريک وو هم داسي يې د ساتنو وظيفه هم د هر وګړي پغاړه وه. د خارجي او کورني يرغلګرو څخه د شتمنيو ساتنه په ميړانه، زړورتوب او د جنګ په ښه هنر کېدلې شوه نو ځکه مېړانه او زړورتوب د پښتونولي نه بېليدونکي برخه وګرځېده. په جنګ کې زړه نا زړه والې، د ژوندي راوتلو تابيا، په جنګ کې د ښکاره ماتې لامل ګرځي نو ځکه په وطن سر شيندنه د اولسي سندرو او د ټولني د افتخار برخه و ګرځېده
که په ميوند کې شهيد نه شوې
خدای ږو لاليه بې ننګۍ ته دي ساتينه
د قام مشري به هغه سړي کوله چې تر ټولو ښه تورزن، زړور، خوله ور او ميلمه پاله وو. تر خبرو او ښکاره کړه وړه و کردار ته کتنه زياته وه.
ايمان دي ښه راته مالوم دې
په رواجي برېتو دي مه وهـه لاسونه
د سپارټا په طرز، پېغلي د وطن په ننګ له زلمو سره څنګ په څنګ درېدلې. د ميوند ملالۍ، تورپېکۍ، بخت نامه، پايندۍ او داسي نوري درنې خوندي د قام په ننګ جنګېدلې او ښه نوم يې يادېدلۍ.
چې ښه سړيتوب زده کړي او له روحي ناروغئيو څخه راوګرځي نو د پېغلو او زلمو د ناستي دود (درواۍ) په ټولنه کي رواج درلود. په داسي ناستو کې به نه يواځي دا چې د ميړاني او ښه سړيتوب خبري کېدې ورسره نازک احساسات د اولسي سندرو په ژبه څرګندول لوۍ صفت وو. ښه مجلسي (چې د خبري کولو په هنر به پوهـ وو) به نوم ګټلۍ او خلګ به ېي د خبرو اورېدلو ته له ليري راتله. دا دود ټولنه له ذهني ناروغئيو ګرځول او وګړي به يې د مېړاني و څرګندوني ته چمتو کړل (مېړانه يواځې د جنګ په ميدان کې نه — دژوند په هر ډګر کې).
هم دا دودونو، د ټولني په هره چاره کې د سيال رول لوبول، او د مزکي واک درلودل و هر سړي ته دا ځانګړې احساس ورکړ چې وطن د ده خپل دې. په پښتني ټولنه کې د وطن دفاع د خپل کور، خپل کهول (خاندان) دفاع ده. دې ځانګړي احساس (چې د مادي ګټو پر بنسټ دې) د پښتني ټولني دوه ځانګړي خاصيتونه رامنځ ته کړل.
يو دا چې پښتنو ته وطن يو مجرد تصور نه دې (لکه پرمخ تللي هېوادونو کې)، او نه د وطن د دفاع لپاره څه مجرد افکارو ته اړتيا شته چې اولس د دښمن په ضد راوپاروي (لکه د ډيموکريسي دفاع، سوشلزم دفاع). هر وګړي ته د وطن د دفاع ګټه ښکاره ده. څله چې د وطن دفاع د ده د خپل کور، کهول، شتمنيو او بچو دفاع ده.
که شينکی خال مي ميراتيږي
په وطن ننګ دې جانان نه منع کومه
بل دا چې د نورو قامونو غوندي د پښتنو د مشر ماته د ټول قام ماته نشې بللې. که د بل قام مشر ماته وخوري نو ټول قام (لا لښکر) ماته وخوري او يرغلګر فاتح شي. د مثال په توګه په کومه ټولنه کې چې فيوډالي نظام وو لکه سند. هلته به ځائي وګړو لومړی د فيوډال چوپړ وهلۍ او چې کله به يرغلګر بريالی شو نو د نوي بادار چوپړ به ېې وهلې. ځکه په داسي سيمو کې د مقاومت نخښي نشو موندلې. پښتانه د خپلي مزکي، خپلي شتمنۍ او د خپل کور د پاره د يرغل مخنيوی کوي. نو ځکه د افغان مقاومت مخنيوی کول ممکن نه دې.
نن چې په افغان وطن کې کوم غوبل پريدئيو جوړ کړې دې، دا تر ډېره نشي کيدې. دا چې نن له خپل وطن څخه کډه په سر دي، دوۍ به ارومرو فکر کوي چې د دوۍ مزکه اوس د پريدئيو په ولکه کې ده. دوۍ به د يرغلګرو په ضد ارومرو را پاڅي. په آزاد افغانستان کې يې موږ د ملي پاڅون په څېر بېلګي ليدلې شو. په مستعمره پښتونخوا کې قامي لښکر را پاڅي. پنجابی پوځ ورسره مرسته وکړي بيا يې بيرته په خپلو لاس پوڅو مړه کړي. مرام ېې دا دې چې د خلګو زړونو ته ويره واچوي چې د دې يرغلګرو په ضد مقاومت نشي کېدلې. خو د افغان تاريخ موږ ته بيل سبق راکوي. کاشکې دوۍ له تاريخ څخه زدکړه کول. د رنجيت سنګهـ د لاس وهني پايله دا وه چې پنجاب د پېړئيو د پاره د افغان مستمعره شو. 
 
(د محترم رحيم صاب مندوخېل له ليکچرز څخه په پراخه توګه استفاده شوې)