د امریکا سره د امنیتي تړون دا دې څه درې کاله پوره کېږي، مګرهغه ژمنې او وعدی چې له افغانستان سره شوې وې لاتراوسه په عمل کې نه دې ثابته شوي. ددې ترڅنګ د افغانستان راتلونکی او امنیتي ننګونې تر بل هروخت زیات تت لیدل کېږي. د داعش د نفوذ زیاتېدل، د طالبانو په حملو کې ورځ تر بل شدیدوالی، د ملي یووالي حکومت دننه د پوزیشن او اپوزېشن ناندرۍ او ګډوډۍ، نوي ائېتلافونه او د امریکايي لنګرګوټيانو لخوا په افغانستان راتپل شوې جګړه اوس قراردادي کول هغه څه دي چې د شته نظام لپاره تر ټولو لوي سردرد او ننګونه ده.
د افغانستان د مسلې د حل په اړه د لنګرګوټيانو بهرنۍ تګلاره هغه څه ؤ چې له ډېرې مودې راهیسې ورته ټول په انتظار ول. وړاندوینې داسې وې چې ولسمشر ټرمپ به دا ځل پاکستان د شدید فشار لاندې راولي ترڅو د تروریستانو د روزنې او حمایت څخه لاس په سر شي مګر مونږ ولیدل چې د امریکا لپاره اوس هم پاکستان تر ټولو زیات سټرټیجیک اهمیت لري. نه یواځې د زړو نیواکګرو لپاره بلکه په عموم کې د دواړو نوو او زړو نیواکګرو لپاره پاکستان مهم او سټرټیجیک دی. دواړه نوي او زاړه نیواکګر د پاکستان په راخپلولو کې له یو بل سره په مقابله کې دي، برعکس افغانستان یواځې د نوو او زړو نیواکګرو لپاره د لوبې ډګر دی نور هېڅ هم نه دي. دوه اوونۍ د مخه کله چې د امریکا د کانګریس د دفاعي چارو کمېټې د جان مکین په مشرۍ اول پاکستان او بیا افغانستان ته سفر وکړو مونږ ته د افغانستان په اړه د لنګرګوټيانو رویه، هغوي ته د افغانستان اهمیت او همدارنګه په تېرو پنځلس-شپاړس کلونو کې د لنګرګوټيانو په شتون کې د نامنۍ په دې راز پوه شولو چې دوي قصداً نه غواړي چې دغه هېواد دې د امن په فضا کې ساه واخلي.
ویل کېږي چې دوه ورځې د مخه د (BlackWater) او (Dyncorp) شخصي امنیتي قراردادي کمپینو مشرانو له ولسمشر ټرمپ سره لیده کاته کړي دي. د The Atlantic د یو راپور مطابق افغانستان ته نوي او تازه دمي راتلونکي امریکايي پوځيان نه بلکه د امنیتي قراردادي کمپنیو ځواکونه رالېږل کېږي. دغه شخصي امنیتي کمپنۍ هغه دي چې په ګرده نړۍ کې يي د هرچا لپاره د پیسو په مقابل خدمتونه کړې دي. ویل کېږي چې دغه امنیتي کمپنۍ د هر هغه چا لپاره چې تر ټولو زیات روپیو وړاندیز ورته وکړي خدمت کوي. څه موده مخکې چې کله په نایجیریا کې د بوکو حرام تروریستي ګروپ باندې د نایجیریا حکومت زور ونه رسېدو نو هغوي هم له دغو امنیتي کمپینو ته قراردادونه ورکړل چې بیا دغو قراردادیانو د نایجیریا لویه برخه ځمکه له بوکو حرام تروریستي ډلې ونیوله. همدارنګه دغه قراردادي کمپنېو د چین، روس او د نورو هېوادونو لپاره هم امنیتي خدمات ترسره کړي دي. ډېری وخت دغه امنیتي کمپنۍ د هېوادونو او لویو لويو باروړنکو شرکتونو لپاره هم خدمات ورکوي او د سمندري غلو په مقابل کې د مالونو د لېږد رالېږد امنیت ساتي. تر ټولو مهمه دا ده چې دغو امنیتي کمپینو د ډېرو تروریستي ګروپونو لپاره هم د پیسو په مقابل کې خدمات ترسره کړي دي.
هغه څه چې اوس زمونږ لپاره تر ټولو د غور وړ دي هغه دا دي چې که چېرې د افغانستان جګړه قراردادي کېږي نو زمونږ ګټه او تاوان به پکې څه وي؟ په دې خو د ټولو سر خلاص دی چې د افغانستان د مسلې حل د پوځیانو د شمېر په زیاتېدو کې نه دی او نه هم د افغانستان د مسلې حل د افغانستان دننه د افغانانو د کلو په بمبار، تلاشیو او خپلسرو عملیاتو کې دی بلکه ددې مسلې د حل لپاره باید د افغانستان د سرحدونو د باندې عملیات وکړل شي. همدارنګه بل تر ټولو مهم او د غور وړ ټکی دا دی چې دغه قراردادي کمپینو کارکوونکي اکثر جرمي ریکارډ لري او دوي به افغانستان ته په راتګ سره یو ځل بیا د ولس او حکومت ترمینځ واټن پسې لا زیات کړي. له دوي څخه ډېره ویره احساسېږي چې د کندهار په څېر نه هېرېدونکې بدې پیښې به تکرار کړي او ملکي وګړو ژوند ته به خطر پیښ شي. بل دغه امنیتي کمپنۍ د روپیو په مقابل کې خدمات ورکوي، نو په دې کې هېڅ شک نشته چې هغه هېوادونه چې همدا اوس په افغانستان کې لاسوهنه کوي، هغوي به دغو کمپنېو ته د پیسو د ورکولو په مقابل کې امنیت لاپسې ښه خراب کړي.
د ملي یووالي حکومت اوس باید امریکا او لنګرګوټیانو ته په ډاګه ووايي چې دوستي به پالو مګر په چل ول نه البته ریښتینې او صادقانه ملګرتیا به کوو. د افغانستان د مسلې حل پوځي او یا هم دغه جګړه قراردادي کولو کې نه دی. د ملي یووالي حکومتي چارواکي دې په یاد ولري چې افغانستان قراردادیانو ته ورسپارلو سره نور هېڅ هم نه بلکه په افغانستان کې یو بلې اوږدمهال جګړې ته لاره پرانیستل دي چې شاید څو لسیزې دوام ومومي.
نور بیا…….