fbpx
جلال بازوان سیمه او افغانستان لیدلوري

سیمه، افغانستان او یو نامالوم راتلونکی (دوهمه برخه)

لیکوال جلال بازوان
په تېره برخه کې مو د هند او امریکا له لوري د «ورېښو د نوې لار» ګډې پروژې په اړه یادونه وکړه او همدارنګه په اسیا کې د امریکا د واک توازن د رامنځته کولو (Rebalancing Asia)‌په اړه هم یادونه وکړه او د هماغې لیکنې په دوام به په دې برخه کې لږ پسې نور وضاحت وکړم.
په نژدې وختونو کې مو ډول ډول ګنګوسي او خبرونه تر غوږو شوې دي‌او له دغو ګنګوسیو بد بوي راځي، يانې په سیمه کې د نوو او زړو نیواکګرو ټکر. دوه اوونۍ د مخه مو د پینټاګون هغه راپور ولوستو چې د چین د پوځي قوت او په سیمه او نړۍ کې د چین د پوځي حضور په اړه پکې یادونې شوې وې. په هغه کې د سیمې لپاره تر ټولو مهم خبر په پاکستان کې د چین لخوا د پوځي اډو جوړولو یادونه شوې ده. که څه هم د چین بهرنېو چارو وزارت نوموړی راپور وغندلو او هغه يي بې بنیاده وګڼلو، مګر دلته شکونه شته دی. د چین له خوا د کمربند او لار په پروژه کې د هند د نه شاملیدو یو لوي‌علت هم په پاکستان کې د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز په سر دی. هندي رسنۍ وخت ناوخته په ګوادر ساحلي سیمه کې د چین د پوځي اډې د جوړولو په اړه راپورونه ورکوي. هند اندېښنه لري که چېرته دغسې یو کار وشي نو دا به د هند پوځي حرکات د چین او پاکستان د څارګریزو ادارو تر نظارت لاندې راولي. له بلې خوا بیا مو داسې خبرونه هم واورېدل چې امریکا په افغانستان کې د پوځیانو شمېر د زیاتولو په کوښښ کې ده، مګر دا چې د امریکا ولسمشر ټرمپ د امریکا د اقتصاد بېرته رغولو لپاره ټولې هلې ځلې کوي نو داسې ګنګوسي د چین په اړه د پینټاګون د راپور نه یوه اوونۍ مخکې تر غوږو شول چې امریکا په دې کوښښ‌کې ده چې هندي پوځيان افغانستان ته د امریکايي سرتېرو په ځای راوستوي. تر اوسه ددې خبر په اړه لا دقیق مالومات نشته، مګر په هغه صورت کې که چېرته چین په ریښتینې په پاکستان کې پوځي اډې ولري نو هند به په هر قیمت افغانستان کې د پوځي اډو لرلو لپاره خپل زور ووهي.
مونږ په سیمه کې د نوو لوبو په اړه او په ځانګړي ډول په افغانستان او بلوچستان کې د نوو رقابتونو په اړه د ملت پاله مشر افراسیاب خټک صیب وروستي تحلیلونه له پامه نه شو غورځولی کوم چې په سیمه کې د نوو رقابتونو څخه پرده اوچتوي. د مشر افراسیاب خټک په تحلیلونو کې یو تر ټولو ډېر د غور ټکې دا ؤ چې کچېرته پاکستان د تروریستانو روزنې ته دوام ورکوي او د پاکستان د واک لاندې سیمو څخه افغانستان، هند او ایران ته تروریستان ور اوړي نو لری نه ده چې دغه هېوادونه به د پاکستان ضد یو ایتلاف جوړ کړي د کوم په نتیجه کې به چې د بلوچستان د ازادۍ تحریک لاپسې ګړندی او پیاوړی شي او دغه هېواد به بلوچستان د لاسه ورکړي. هغه زیاتوي چې د بلوچستان د ازادۍ په اړه د هند وزیراعظم مودي په ښکاره د مرستې ټټر وهلی دی کچېرې پاکستان د هند پرضد تروریستانو روزلو ته دوام ورکړي.
د چین او هند لخوا د «لار او کمربند» او «ورېښمو نوی لار» پروژو دواړو کې افغانستان یو اساسي رول لوبوي. هند او امریکا غواړي چې د طبعي ګازو او انرژې بډایه د منځنۍ اسیا هېوادونو څخه د افغانستان له لارې پاکستان،هند او د جنوبي اسیا نورو هېوادونو ته چېرته چې د انرژې زیات ضرورت دی نل لیکې تېرې کړي او همدارنګه منځنۍ اسیا د افغانستان له لارې له ختیځې اسیا هېوادونه سره وصل کړي. چین هم غواړي چې د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا، ایران او پاکستان سره ځان وصل کړي‌او افغانستان ددغو هېوادونو ترمینځ د وچې لارې د یو پل په حیث استعمال کړي. د دغو دواړو پروژو له برکته به افغانستان په یو ټرانزیټي هب بدل شي مګر یواځې په هغه صورت کې چې په سیمه کې د نوو او زړو نیواکګرو ترمینځ یو سالم رقابت وجود ولري، کوم چې روانو حالاتو ته په کتو سره ناشونې ښکاري.
هند په کوښښ کې دی چې د اسیا تر ټولو ځواکمن بحري قوت جوړ شي مګر دغه خوب يي‌یواځې هغه مهال پوره کېدای شي چې امریکا په دغه پروژه کې ورسره مرسته او پانګونه وکړي. د هند لخوا د ساګارمالا پروژه کوم چې د هند د پخواني لومړي وزیر واچپايي په وخت کې وړاندې شوې وه اوس د مودي په حکومت کې پرې کار شروع شو. د ساګارمالا پروژه ۴۱۵ وړې او غټې پروژې دي چې تر ټولو مهم يي هند په یو بحري لاجسټیک هب بدلول، بحري بندرونو ته وده ورکول او همدارنګه د هېواد دننه غټ ښارونه د ریل او لویو لارو په ذریعه سره وصلول دي. ددغو پروژو په تکمیلیدو سره به هند په یو لوي اقتصادي ځواک بدل شي او ددې ترڅنګ به په یو لوي بحري ځواک هم. هند دا مهال لس کاله د مخه د چین په څېر یو موقف کې ځای لري.
ما په پخوانېو لیکنو کې هم په ختیځه اسیا کې د امریکا لخوا د ټي پي پي معاهدې په اړه یادونه کړې وه، کومه چې اوباما په ختیځه اسیا کې د چین د نفوذ د مخنیوي په خاطر کړی وه مګر د ټرمپ لخوا هغه معاهده رد شوه. د چین د نفوذ د مخنیوي په اړه د امریکا نوی تګلاره د امریکا د پخواني ملي امنیت مشاور بریژنیسکي تګلاره ګڼلې شو، ځکه چې د هغه د وفات نه یو څه وخت د مخه نوموړي په یو تینک-ټینک کې د امریکا حکومت ته مشوره څه داسې وه چې امریکا باید په هند پانګونه وکړي. په پاکستان کې د چین د پوځي اډې په اړه شک د بریژنیسکي په دغه خبره کې روښانه کېږي، ځکه چې د سړې جګړې په وخت هم د بریژنیسکې مشوره د امریکا حکومت ته دا وه چې په افغانستان کې داسې حالت باید برابر شي ترڅو د شوروي اتحاد افغانستان ته راننوځي او دغه اقرار بریژنیسکي په خپله یو مرکه کې وکړو. د بریژنیسکي د خبرو په رڼا کې مونږ ویلې شو چې د امریکا ټولې هلې ځلې د همدې لپاره دي ترڅو چین په سیمه کې پوځي حضور سره راڅرګند شي.
نور بیا…………..