fbpx
شریف شیرانی مقالې

قامنامه (لومړۍ برخه)

لیکوال شریف شېرانی
قامونه په ترتيب جوړيږي. پښتون هم يو قام دی خو د ترتيب په اساس ډېر بې برخې پاتې شوی. د دې نابودۍ شخصي الزام پر يو چا نه راځي، ولې ټول په حېث د قامي تړون په دې ناوړه عمل کې شريک يو. او تر قامي بحث لمخه داسې څه ممکن نه دي چې دا اوسنی مشکل دي په نزدې راتلونکي کې حل شي. ولې پښتون يو جوړ قام وو، بيا څه وشو چې دا ناورين راپېښ شو؟ دلته به دومره ووايم چې هو پښتون جوړ قام وو خو په قامي منډه کې پاتې راغی. ضرور بې څه نيمګړتياوې او کوتاهۍ کړې وي. په دې نيمګړتياوو او جرمونو د ځان پوه کولو لپاره لازمه ده چې پر قامي تشخص، د قام جوړښت، د قامپالنې غوښتنې او د قامي وضعيت بشپړ تعريف وشي. چې د قام اساسي بحث رالنډ شي نو د بصيرت څښتنان به ضرور خپلې شخصي او قامي نيمګړتياوې او ناسمې تګلارې وويني. د نړۍ تاريخ د دې ګواه دی چې قام د ضرورت پر بنياد جوړشوی او حاجت يې تر دې ځايه رسېدلی چې په افاقي تله منلی شوی. قام او قام پرستي هغه څوک نه مني چې خپلې شخصي ګټې د قام تر ګټو مهمه ګڼي. دا فکر هم د ناپوهۍ سبب دی چې اوږدمهاله شخصي ګټه هم د قامي ګټې تر وځر لاندې وي. خو په پردي لمسون او يا د پروپاګنډ په بله دسيسه يو سړی تېروزي، او د قامي تګلارې په تاوان تمام شي. د قام ضرورت لازم دی چې قام به جوړيږي. د مدني علوم لومړی ټکی دا دی چې انسان دي د خپل چاپېرچل ژوند د لومړيتوب او نزدېکت په اصول تېر کړي. د يو وګړي ذات چې ختميږي له هغه ځايه د هغه مدني ژوند پيل کيږي. د مدني ژوند لومړی پړاو د ټبر جوړول دي، وروستو قبيل جوړول، ملکيت تر لاسه کول او په اخيري او ټاکلي پړاو کې تر قامي پېژندګلو رسېدل دي. د انسان مدني تبعه په هر حال او جغرافيه کې د اوسېدلو جوګه جوړيږي. دا مدنيت له خپله قامه پرته له نورو قامونو او د پرديو ژبو ويونکو سره تېرېدلی شي. خو د حقوقو او فرضيت مالومولو امکان په دې حالت کې نه پاتې کيږي. ټبر، خاندان، قبيل او قام د حقوق د لړۍ ترتيب دي چې په هره منبع کې ستا منلی حق څه دی. قامي تشخص ژوندی ساتل د انساني اروا په لومړيو غوښتنو کې دی. انساني اروا په اساس کې خپلې پېژندنې ته حاجتمند دی او دغه حاجت د قامي تشخص له لارې پوره کيږي. د پښتو متل دی وايي، “په قام پسې ناکام دی.” حقيقت خبره ده، چې که هر څو له خپله قامه پردی شې خو مجبور يې بل دي نه خپلوي نو د پېژندګلو اوستری منزل دي هم دا خپل قام ګرځي. خو د ناجوړه قامونو وګړي له قامه ليرې تښتي او چې را ورټل شي نو راستنېدل يې د قامي پرمختګ لپاره هيڅ ګټه نه لري. په بيا راستنېدو کې هغه وګړی له پلارني تاريخ څخه ناخبره، له حوصلې څخه مات، د ژوند په اخري عمر، او د نورو ګڼ شمېر تاثيراتو وهلی ترټلی هيڅ د قامي لښکر په ګټه نه وي. همداسې د شخصي کردار په اساس هر بې لارې شوی سړی په قام دننه د نسلونو تر مينځ فاصله نوره هم زياته کړي، چې قامي تګلاره او ژوند اند د تهذيبي پيوستون له ماتې سره مخامخ شي. د قامي تشخص اساس هم د بشپړ تهذيب وجود دی. دلته چې د قامونو تهذيب تر يرغل لاندې راشي نو هغه قامونه بيا په مودو خپل اصلي هېيت ته ځان نه شي سمولی. په قامي پيوستون کې تر ټولو خطرناکه پړاو دا دی چې د قام وګړي په پرديو تاويلاتو اموخته شي او له ساينسي بنياده چپ پر بل قامي اساس ټينګ شي. هغوی داسې ګڼي چې قام يې په ځينو ټولنيزو او روحاني غوښتنو پورې تړلی دی او دا غوښتني چې پوره کيږي دا د هغوی قام دی. خو رښتيا خبره دا ده چې و انسان ته ورپېښې ټولې ټولينزې او روحاني ستونزې د هغه له قامي تشخص څخه د بېلېدلو پر اساس رامنځته کيږي.
له قام سره پيوستون د انسان په ذهني وده کې خورا ګټور رول لوبوي. د قامي ژوند بهير و سړي ته لاره هواروي چې د ژوند په اصلي مقصد پوهي شي، او د دې لايق شي چې تر همدې رڼا لاندې د ورپېښو حالاتو اوشنلی (rational) جاج واخلي. موږ وينو چې نړۍ اوس دا بحث رالنډ کړی، هغوی و دې پرېکړه ته رسېدلي چې بې له قام ژوند نه تيريږي. همدا کبل دی چې نن د دنيا ويش پر قامي بنسټ شوی او په اروپا، افريقه او نورو غټ وچېنو (continents) کې د بېلېدلو او يوکېدلو لومړی او بشپړ تصور “قامي تشخص” دی. پخوانی هند هم د دې لړۍ لوی مثال پاتې شوی چې مذهبونه او دهرمونه خو ډېر پکې راغلل لاړل خو پر اوږده جغرافيه مېشت د سنسکرتي تهذيب ولاړه لړۍ و نه شلېده. دغه رنګه د افغانيت تاريخ هم څه بدل نه دی. پخوانيو قامونو به خپل مذهبي تاسيسات لرل چې تر څنګ يې خپل مذهبونه راکښلي وو. اوس هم که د چينايي قام، سکېنډين ټاپوګانو او سهېل ختيځ قامونو ته وګورو نو پوره قامونه له خپلو مذهبونو سره موندلی شو. د جغرافيې د وچې او لمدې پر ليکه ګاونډي قامونه اوس هم يو له بل سره مذهبي تفاهم لري او ډېر څه يې په خپل منځي ژوند کې سره ګډ دي. په منځنۍ دوره کې چې د مذهبونو يرغل پراخ شو نو په دې منځ کې ډېر قامونه له منځه ولاړل. او ځينې اوس هم د خپل قامي ژوند په لنډه ساه کې دي. خو تر اکېډمک اصول لاندې هر خوځښت او کمښت خپل علت لري. د علت تر شا ځينې ضمني ټکي نور هم وي خو هغه باريکۍ د موضوع له اصلي نوعيې څخه د پام اړولو سبب ګرځي. مذهب په قامونو کې څنګه را دننه شو؟ د مذهب ګټه او تاوان په مدني ژوند کې وچا ته رسېدلی؟ د قامونو په ترتيب کې د مذهب ځای شته او که نه؟ دا هغه پوښتنې دي چې که څوک مذهب د قام په حېث ګڼي نو بايد چې ترې وپوښتل شي. قام د پيوستون يو اوږد ماهيتي احساس دی چې له روحانيته پرته ځينې نور لوازم هم لري; لکه د فزيکي جوړښت، ذهني ساهه، جنياتي نيمګړتياوې، ذهني ميلان او داسې نور، چې بې له ساينسي او معنوي تفاهمه پرته په بل څه نه بيليږي. په النۍ(prehistoric era) دوره کې کله ټبرپالنه د مور پر نسلي لاره روانه وه هم د ښه او بد قامي تشخص تصور موجود وو. خو کله چې دنيا په پلارني حاجت ټبر جوړ کړ هم د قاميت هغه تصور يې ځينې پور واخيست. د قامي تشخص د سرچينې اساس يې بدل شو خو قامي تشخص هم هاغسې اساسي پاتې شو. هر وخت چې يو قامي وضعيت بيانيږي په هغه پورې ځينې لوازم هم تړلي وي. چې خوی خصلت او د انساني تفکر اختراع دا ټول پکې راتلی شي. نو ولې څوک دا نه وايي چې زما عقيده له پلاني مذهب سره ده نو زه هيڅ يو پلارنی خوی نه لرم او يا زما ذهني کچه ولې زما په جنياتي اړخ پورې تړلې ده؟ هغه کوم صفتونه دي چې په قام پورې ځانګړي دي؟ د دې پوښتنې ځوابولو لپاره د قامي پېژندګلو لپاره په اکېډمک نظر دا مالومول دي چې په څه شي بشپړ کيږي؟ او يو قام له بله څنګه رابېليږي؟ نور بيا لوازم هم تړلي وي. چې خوی خصلت او د انساني تفکر اختراع دا ټول پکې راتلی شي. نو ولې څوک دا نه وايي چې زما عقيده له پلاني مذهب سره ده نو زه هيڅ يو پلارنی خوی نه لرم او يا زما ذهني کچه ولې زما په جنياتي اړخ پورې تړلې ده؟ هغه کوم صفتونه دي چې په قام پورې ځانګړي دي؟ د دې پوښتنې ځوابولو لپاره د قامي پېژندګلو لپاره په اکېډمک نظر دا مالومول دي چې په څه شي بشپړ کيږي؟ او يو قام له بله څنګه رابېليږي؟