fbpx
سیمه او افغانستان کوزه پښتونخوا مقالې

د غني خان شلم تلین په کابل کې ولمانځل شو: خان زمان کاکړ

لیکوال افغان جرګه
د پښتو موسيقۍ ژوندي اتل سردار علي ټکر ليکلي:
“کله چه د غني خان د سمینار واورم زه ډیر خوشاله شم خوزړه مې په ډکو اویزان وي چه بیا به د غني خان په حواله څوک څه وایي ؟
د مرزا خان انصاري دا شعر په داسې موقع سم لکه د غشي لګي
وهر چا وته یې خپله پوهه کیښوه
د هر چا لیده د فهم په مقدار شي”
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په کابل کې د حامد کرزي بنسټ له خوا جوړ شوي سمينار ټکر صاحب په دې پوسټ کولو مجبور کړی دی.
……………………..….
درد يې پر ځای هم ګڼلی شو ځکه چې زموږ په ادبياتو کې د نقد او څېړنې عمل په هغه معيار روان نه دی چې د غني خان غوندې شاعرانو د ژوند او کار مهمې برخې په داسې توګه راوسپړي چې د پښتون قام او پښتو ژبې فکري بنياد ته پياوړتيا او ژورتيا وبخښي. په پښتو معاصر ادب کې د نقد برخه له يوه لوی بحران سره مخامخ ده چې سرچينه يې په هر حال ددې قام په ټولنيز، سياسي او علمي صورتحال کې ده.
……………………..….
برسېره پر دې پورتني حقيقت، زه د اوسني کنفرانس وېډيو کتلو ته لېواله يم او هيله لرم چې په دې کنفرانس کې به څه زړه راکښونکې خبرې ضرور شوي وي. ځکه چې په دې کنفرانس کې ځينو ډېرو لويو کسانو ګډون درلود.
……………………..….
له محکومې سيمې دې کنفرانس ته اسفنديار ولي خان غوښتل شوی وو چې د غني خان وراره دی او له هغه سره شخصي کورني يادونه لري. د غني خان د کورني ژوند معلومات او خاطرې هم بايد له موږه سره څوک شريکې کړي او په داسې کولو سره به د شلمې پېړۍ د پښتو شعر او فکر د دې لوی نوم په تاريخي مقام ټاکلو کې آساني پېدا شي.
له دې سره اسفنديار ولي خان د پښتنو د يو لوی قامي ګوند مشري هم کوي، په کابل کې د غني خان د تلين په غونډه کې د هغه ګډون د ملي فکر په حواله يو سياسي ارزښت هم لري.
له محکومې سيمې بل ګډونوال افراسياب خټک وو چې نه يوازې په ادبياتو کې ډېره پراخه مطالعه لري بلکې له غني خان سره ډېر نيزدې هم پاته شوی دی. خټک صاحب د غني خان د فکر او فن په هکله ډېر داسې څه لري چې له راتلونکو نقادانو او څېړونکو سره په غني خان پېژندنه کې مرسته کولئ شي.
دې سمينار ته پروفېسر دروېش درانی تللی وو، د پښتو ادبياتو په شننه او څېړنه کې يو له هغو کسانو دی چې د خپلې ځانګړې علمي زاويې او اتنقادي روئيې څښتنان بلل کېږي. زه په يقين سره وئيلی شم چې دروېش صاحب به په دې سمينار کې د غني خان د ادبي شخصيت يو داسې اړخ ضرور روښانه کړی وي چې تر اوسه به لا د چا پام وراوښتی نه وي.
……………………..
زه نه پوهېږم چې پخپله په کابل کې به څوک وېناوال وو خو يو وېناوال څه دوه نيم کاله مخکې د غني خان په هکله داسې درنه وېنا کړې وه چې پر غني خان له ليکل شوو ځينو کتابونو څخه ډېره زياته درنه وه. د هغه وخت جمهور رئيس ښاغلی حامد کرزی يادوم چې په دې اوسني سمينار کې هم ويناوال وو. د کرزي صاحب هغه وېنا ما څو ځله اورېدلې وه او يقين لرم چې د وړمې ورځې وېنا به يې هم هغسې درنه او خوږه وي، اورېدل يې غواړم.
……………………..….
د غني خان په سمينار کې مې د امرالله صالح عکس د وېناوال په توګه ليدلی وو چې ډېر زيات ورته خوشاله شوی وم ځکه چې غني خان د افغانستان شتمني ده، يوازې ادبي نه بلکې ملي شتمني ده. په دې باب به دومره لنډه خبره کافي وي.
……………………..
په دې سمينار کې مې د استاد سلېمان لايق عکس هم ليدلی وو، که يې وېنا کړې وي نو د اورېدلو وړ به وي ځکه چې ما د غني خان په هکله پخپله د لايق صاحب له خولې د عقيدت او پوهنې څو داسې ټکي اورېدلي چې ډېر جالب وو او غني ته د هغه دوه نظمونه شاهکارونه بللی شو.
……………………..
د حامد کرزي بنسټ لخوا د جوړ شوي سمينار نور ګډونوال څوک وو او څه به يې وئيلي وي، دا که يې پوره وېډيو راشي نو د سمينار د معيار پته به ترې ولګېږي.
____________________________________________
د پښتو قاموس ليکنې په برخه کې لوی زيار ګالونکي ډاکټرعبدالحميد بهيج ليکلي:
“د کوم چا بنسټ د يوه لوی شاعر په درناوي غونډه جوړه کړې وه. پښان و ترکاڼان يې راغوښتلي ول چې په شعر و شاعري يې وغږېږي. له ځان سره مې وې که همدا پيسې يې څلورو پينځو څېړونکيو ته ورکړې وای چې د شاعر په شعرونو يې شرحې ليکلې وای يا يې د هغه شعرونه نورو ژبو ته ژباړلي وای څومره خلکو ته به يې ګټه رسېدلې وای.”
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زه نه پوهېږم چې بهيج صاحب به د پښتنو د ملي مبارزې او ادب دې لويو نومونو ته په کوم علمي او ادبي بصيرت پښان او ترکاڼان وئيلي وي؟ دا به کتل غواړي چې بهيج صاحب کوم قاموسونه مرتب کړي دي په هغوی کې به د “پښ” او “ترکاڼ” معناوې څه وي؟
……………………....
د غني خان د شعرونو د شرحې او نورو ژبو ته د ژباړې وړانديز ښه دی خو په دې ژبه د وړاندي کولو نه وو.
……………………....
د سمينارونو ارزښت په هيڅ لحاظ د شعرونو د شرحې او ژباړې تر پروژو کم نه بولم. په علمي او ادبي کلتور کې د هرې کړنې خپل ځای وي، دا سره ګډول پکار نه دي.
……………………....
له سياستوالو او بيا د محکومې سيمې له سياستوالو څخه د بهيج صاحب “کرکه” ما ډېره ليدلې، دا پوسټ يې هم د هغې کرښې زېږند ګڼم.
……………………....
که د حامد کرزي بنسټ لخوا د جوړ شوي سمينار ګډونوال پښان او ترکاڼان وو نو له بهيج صاحب سره د غني خان د شعرونو د شرحې او ژباړې دپاره څه داسې لوی عالمان نقادان او روان ژبې شاعران ژباړونکي شته چې موږ ته يې نومونه وليکي او موږ په حېث د قام هغوی ته د څه پروژې برابرولو په فکر سر شو؟
……………………....
بس همدومره عرض مې درلود، ټکر صاحب او بهيج صاحب دواړو ته د اوږده او خواږه ژوند دعا کوم.
نوټ: دغه لیک د خان زمان کاکړ له وال څخه راکاپي شوې دی