څو ورځې لمخه د رباني د تلين په لمانځ غونډه کښې د کرزي په راتګ ځينو د هغه د سپکاوي هڅه وکړه چې په ټولنيزو رسنيو کې ورته سخت غبرګون ښکاره شو. او دغه کار په سختو ټکو وغندل شو- کرزی ولې سپک شو؟ چا سپک کړ؟ او په دې پېښه کې د ککړو خلکو تر شا کوم قوت ولاړ دی؟ او داسې نورې پوښتنې و قامي سياسينو ته پرږدم.
خو دلته غواړم چې د دې خورکۍ نيوکې ځواب کړم. خورکۍ وايي چې پښتانه ساده خلک دي چې کرزی د هغوی په غولولو ښه پوهيږي. زه دومره وايم چې دې خورکۍ هم ښه طريقه زدکړې ده چې د يو غيرمصدقه بيان په وسيله خلک وهم غولوي او ورسره خپل بيان د خلکو تر غوږونو ورسوي. پښتانه دومره هم سادګان نه دي چې د يو چا پر بې بنياده انګېرنه دي باور وکړي.
دا خورکۍ ليکي چې کرزي د ځان سپکاوی په خپله منصوبه کړی وو چې له لارې يې د پښتنو ملتيا ترلاسه کړي او بلې خوا ته د حکمتيار اهميت تر سيوري لاندې راوړي. په ځواب کې دومره ويلې شم چې کرزی تر دې لمخه په همدغه تلين کې کال لمخه سپک شوی وو, هغه وخت له حکمتيار سره د سولې هيڅ امکان خو نه وو. کرزی هغه وخت ولې سپک شو دا خورکۍ که يې يو بل علت راته پيدا کړي منندوی بې يم. دوهمه دا چې حکمتيار داسې ملي اتل هم نه دی چې په راتګ يې د کرزي شخصيت له خلکو هېر شوی وي او نه د کرزي په راتلونکي کې و هيڅ دولتي څوکۍ ته اراده شته. نوموړي خپل رول لوبولی او اوس يې د اولس رهبري ته مخه کړې. فرضا که دا پېښه کرزي کړې هم وای د ګټې يې دومره اغېز نه وو. ولې چې په نزدې راتلونکي کې څه داسې اولسي ايکټويټي نشته چې خلک په جذباتو کې د کرزي ملاتړ وکړي. خورکۍ ته دي ياد وي چې کرزی دا وخت د افغانستان په خارجه پاليسۍ کې رول لري او په داخل کې و څه وړيا شهرت ته هيڅ اړه نه لري.
زموږ د وطن په سياست کې د داسې پېښو امکان تر نور چا زيات وي ولې چې اولس مو د شعور هغه پړاو ته لا نه دی رسېدلی چې زغم او تفهم ولري. که ستا سو ياد وي چې يو څه موده مخکې د سپکاوي هم داسې پېښه د يو هزاره لخوا د افغانستان له اوسني اولس مشر اشرف غني سره هم وشوه. چې په تقابل کې د غني پلويانو تر کرزي زيات سخت غبرګون وښود. او زه په باور وايم چې ژبه يز تعصب هم له هغې پېښې څخه زيات شو. هغه وخت خو چا دا نه وويل چې اشرف غني داسې هر څه پلان کړي وو.
په خپل ليک کښې دې خورکۍ ليکلي دي چې کرزی له طالبانو سره نرم اړخ لري. او دا د هغه چا له وينو سره خيانت دی د چا وينه چې طالبانو پرېمانه توی کړې ده. په ليکنه کښې يې داسې اشاره کړې چې ګواکې د حکمتيار په راتګ سره کرزی غواړي چې طالبانو ته زياته غورتوب ورکړي. کرزي د خپلې مشرې له لومړۍ بيا تر اوسترۍ ورځې له طالب سره د خبرو ادعا په څوڅو واره کړې ده. هغه په خپل حکومت کې په اساسي قانون کې و مشروعي پاليسيو ته دوام هم ورکړی وو. دا څه د حيرانتيا خبره نه ده. او که بلې خوا ته وګورو حکمتيار هم له يو سپېڅلي سنګر څخه نه دې راروان, د هغه لاسونه هم د ډېرو افغانانو په وينو سره دي. داسې څوک لکه چې دې خورکۍ لېوالتيا ورته ښکاره کړې د حزب غړي ښکاري. که نه وای نو د ګلبدين راتګ تر يو عادي خبرې زيات نه وو. سره له دې چې طالب يو ځمکنی حقيقت دی او کرزی نه غواړي چې سترګې ترې پټې کړي.
خورکۍ د خپلې اوږدې ليکنې په پای کې وايي چې زما زيات ګمان دا دی چې د دې پېښي دسيسه کونکی حامد کرزی پخپله وي. خو زما ګمان بيا دا دی چې دغه ليکنه د هغې دسيسې برخه ښکاري په کومه کې چې حامد کرزی مخامخ سپک شوی وو او دلته د کاغذ په څو کرښو سپک شوی دی. ځکه چې هيڅ کوټلي شواهد او اسناد يې نه دي وړاندې کړي. ټوله ليکنه پر ”ګمان” ولاړه ده او زما ګمان د دلايلو په رڼا کې د هغې تر ګمان زياته قوي دی. کله چې هم د کرزي سپکاوی شوی هغه غبرګون نه دی ښکاره کړی. خو د قلم تر څوکه لاندې کرښه دا اړتيا پيدا کوي چې و اولس ته رښتيا څرګنده کړای شي.
ما ته خو د دغې ليکنې په لړمانه کې د خلکو پام و حزب ته تر را اړولو زيات نه ښکاري. ځکه چې د افغانستان په اوسني سياسي نظم کې د ځان لپاره ځای جوړول ګران کار دی. نو په اسانۍ سره پر يو لوړپوړي چا نيوکه کول او تر څنګ خپل مقاصد بيانول يو کار دی چې ممکن د خلکو و دې خوا ته هم پام راواوړي. په پای کې دومره وايم چې د پام رااړولو لپاره اړينه ده چې د پام وړ کار وکړې. بې له څه سنده پر چا نيوکه کول او تر څنګ يې ځان يادول چندانې مانا نه لري. حامد کرزی څورلس کاله په دې پای تخت کې پاتې شوی. د هغه خيانت په څورلسو کلو کې نشو ثابت نو د يوې خورکۍ پر ګمان ولاړه ليکنه بې څومره زباد کړي. خو داسې ليکنې د اولس په ذهن کې ناليدونکې ويره راخوره وي.