fbpx
ساهو برلاس سیمه او افغانستان کوزه پښتونخوا

په لراو بر کې روان حالات

لیکوال ساهو برلاس
نړيوال سياست که په حيث د نصاب څوک لولي نو کيدی شي څه ګران وي.
خو چې کله د نړيوال سياست هدف شې بيا يې تفهيم دومره ګران نه وي.
په کابل کې اوسني بريدونه، په هلمند کې د طالبانو منظم بريدونه هيڅ بې هيڅه نه دي. د محکوم افغان وطن هر لاروی او کليوال يې ويني چې طالبان د پاکستاني پوځيانو، پوليس، ليويز او ايف سي په څوکيانو کې چای څکي، موټر سائيکلونه اخلي، وسله اخلي او بيا آزاد افغانستان له ځي.
د يو منظم پلان د لاندي د افغانستان امنيت ته ګواښونه جوړيږي.
د امريکا او ناټو عکس العمل څه دی؟ د پاکستان سره نوري زياتي پوځي او مالي مرستي.
په تېر ۱۴ کلونو کې امريکا او نړيوالو د ترهګری اصل ځای ولې هدف نه کړ؟ د ترهګرۍ کارخانې يې ولې په نخښۀ نه کړې؟ اوس ولې فشار ورباندي نه راولي چې نور له دې ناوړه کار څخه لاس واخلي؟ مرستي ولې ورسره کوي؟
د دې پوښتنو ځواب لټول په موږ ټولو فرض دی.
ساهو برلاس